• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېر یوه کال کې په شیخ زاید تخصصي روغتون کې نږدې ۴نیم زره وړیا عملیات شوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د کابل په شیخ زاید تخصصي او ثالثي روغتون کې ۴۴۱۹ وړیا جراحي عملیات شوي دي. په دغو عملیاتو کې ۱۵۴۸ یې لوی او ۲۸۷۱ یې کوچني عملیات وو چې د افغان متخصصو ډاکټرانو له لوري په وړیا ډول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې موده کې په یاد روغتون کې ۸۶۷۵۸ناروغانو ته په وړیا توګه اوپي ډي او ۷۶۴۷ ناروغانو ته داخل بستر خدمات هم وړاندې شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د پخوانیو سرتېرو ټول اسناد راسره شته خو استخبارات یې نه څاري

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۱

طالبانو د برېتانیايي رسنیو هغو راپورونو ته غبرګون ښودلی، چې ګواکي د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانانو د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته یو شمېر کسان طالبانو وژلي دي. طالب ویاند وايي، ددوی « استخبارات اړتیا نه لري دغسې کسان، چې وار له مخه عفوه ورته شوې، وڅاري».

د طالبانو ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په وځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، :«استخبارات هېڅ اړتیا نه لري، چې دغسې کسان چې وار له مخه عفوه ورته شوې وڅاري، د دوی اړوند ټول اسناد او معلومات دلته موجود دي، په دفاع وزارت، داخله وزارت او استخباراتو کې یې ټول معلومات شته، موږ ضرورت نه لرو د برېتانویانو له خوا افشا شويو اسنادو نه استفاده وکړو.»

طالبانو ادعا کړې، چې د عمومي عفوې د فرمان په شته والي کې د دې ډلې له خوا هېڅوک نه څارل کیږي.

نوموړی زیاتوي:«د اسلامي امارت له خوا له هېچا سره انتقامي برخورد نه کیږي، هېڅوک حق او اجازه نه لري، چې څوک تعقیب کړي، ويې څاري او یا زیان ورته ورسوي.»

د طالبانو د ویاند مرستیال دا څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې برېتانیایۍ ورځپاڼې ډېلي ټېلګراف په یوه تازه څېړنه کې ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې برېتانیا د افغان همکارانو د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته، طالبانو لږ تر لږه ۲۰۰ پخواني افغان سرتېري او پولیس پېژندلي او وژلي دي.

نن د طالبانو، پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران د سیاسي سلامشورو ناسته کوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نن پنج‌شنبه د (چنګاښ ۲۶مه) به په کابل کې د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي،‌ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د سیاسي سلامشورو په موخه ناسته وشي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وایي، د دغو درېیو لوریو ترمنځ به سیاسي ډیالوګ د شته ستونزو پر حل راڅرخي او د سیاسي تفاهم د لا ټینګښت لپاره به هم سلامشورې سره وکړي.

هغه زیاته کړې: «امیرخان متقي به دغه ناسته کې د سیاسي مشاورت، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز ثبات په اړه خپل نظر وړاندې کړي».

د طالبانو دغه ویاند ویلي، چې تر دې ناستې وروسته به په ارګ کې د طالبانو، ازبکستان او پاکستان له لوري د ټرانس افغان رېل پټلۍ د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه لاسلیک شي.

یادې ډلې خبر ورکړی، چې له دې بهیر وروسته به د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د دوی له لوړپوړو غړو سره ناستې وکړي.

تر دې دمخه د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه ناستو خبر ورکړی و.

ایران تېره ورځ ۲۰زره افغان کډوال په زوره افغانستان ته ستانه کړي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو چارو د ستونزو د حل عالي کمېسیون اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۵مه) شاوخوا ۲۰ زره او ۴۴ تنه افغان کډوال له ایران څخه په زوره ورستانه کړای شوي دي.

د دغه کمېسیون د شمیرو له مخې؛ ۱۵ زره او ۲۰۸ کسان د اسلام‌ کلا له پولې او ۴ زره او ۸۳۶ نور د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالب چارواکو هم‌مهاله له پاکستانه هم د یو شمېر افغان کډوالو د اېستل کېدو خبر ورکړی دی. له دې ډلې۴۹۰ کسان د تورخم له لارې، ۴۳۴ تنه د سپین بولدک او ۱۲ تنه نور د هلمند د بهرامچې له لارې اېستل شوي دي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه په بې سارې توګه د کډوالو د اېستل کېدو جبري لړۍ روانه ده، چې په افغانستان کې یې روان بشری ناورین لا پسې پراخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان تېره دوشنبه د (چنګاښ۲۳مه) راپور ورکړی، چې په تېر یوه کال کې ایران او پاکستان له ۱.۶ مېلیونو څخه ډېر افغان کډوال اېستلي دي.

بل‌خوا له تاجکستان څخه هم د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر پیل شوی او په دې لړ کې پولیسو ځینې افغانان نیولي هم دي؛ خو د دغه هېواد چارواکو تر اوسه په رسمي توګه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

هم‌مهاله د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی، چې د ایران او پاکستان په ګډون به له ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۶مېلیونو ډېر افغانان واېستل شي.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید د دغو ستنېدونکو لپاره ځانګړي تدابیر ونیول شي؛ څو روان ناورین لا ډېر نه‌شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن کابل ته سفر کوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۲ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې محمد اسحاق ډار به نن پنج‌شنبه د (چنګاښ ۲۶مه) کابل ته سفر وکړي او هلته به د طالبانو تر څنګ له ازبک چارواکو سره د ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ ګډې پروژې هوکړه‌لیک لاسلیک کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه یو ورځني سفر کې به له ډار سره د پاکستان د رېل پټلۍ وزیر، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی محمد صادق او یو شمېر نور چارواکي هم مل وي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دغه هوکړې د لاسلیک موخه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ جوړېدو او پرې د سوداګریزو اړیکو رامنځته کول دي.

همدا راز زیاته شوې، چې د دغه پټلۍ په جوړېدو سره به پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو بندرونو ته لاسرسی پېدا کړي او سوداګریزې راکړې ورکړې به یې ورسره پیاوړې شي.

د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یاده پروژه د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو د ودې او ټیکاو لپاره مهمه ګڼلې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ؛ محمد اسحاق ډار به د دغه سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي تر څنګ د یادې ډلې له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره هم وګوري.

د دغو ناستو د بحث وړ موضوعات د سیمې او نړۍ د پرمختګنو په تړاو د نظرونو تبادله ښودل شوې؛ خو ډېر کله پاکستاني چارواکو د خپلو دغه ډول ناستو په ترڅ کې له طالبانو سره خپلې امنیتي اندېښنې شریکې کړې دي.

طالبانو لا تر اوسه پورې د دغه لوړپوړي پاکستاني پلاوي د سفر په تړاو څه نه دي ویلي.

محمد اسحاق ډار تر دې دمخه هم کابل ته سفر کړی او هغه مهال یې له طالبانو سره د «ټي‌ټي‌پي» په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې وې او له دغې ډلې یې غوښتي و، چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پناه ځایونه له‌منځه یوسي.

د ډار تر پخواني سفر وروسته پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ مثبت تعامل رامنځته شوی او د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل لپاره یې ځینې پرېکنده اقدامات هم کړي دي.

محمداشرف غني: افغانستان، پاکستان او ایران له نړۍوالې انزوا سره مخ دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني د کډوالو په تړاو په یو تازه پېغام کې ویلي، چې افغانستان، پاکستان او ایران له نړۍوالې انزوا سره مخ دي. هغه زیاته کړې، چې د دغه انزوا لاملونه د درې واړو هېوادونو لپاره توپیر لري.

هغه د پنج‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۶مه) یو پېغام کې ویلي، پاکستان او ایران چې کلونه یې له افغان کډوالو څخه ګټې ترلاسه کولې اوس یې پرېکړه کړې چې تر شپږ مېلیونه کډوالو پورې افغانستان ته ولېږي.

هغه خبرداری ورکړی، چې افغانستان له همدې امله له زیاتېدونکي ناورین سره مخ دی.

هغه زیاته کړې: «نن ایران یوازې د افغان په نوم درته ګوري او د افغان په نوم مو وباسي. نه مو مذهبي چارې په درد خوري او نه مو پخوانۍ ریښې د درد دوا کېږي».

هغه نیوکه کړې، چې یو شمېر پخواني افغان جنګسالاران چې له ایران سره یې پراخې اړیکې لرلې، اوس‌مهال غلي دي. هغه وویل: «هغه جنګسالاران چې د ایران کارونه یې کول، باټې یې وهلې اوس چېرې دي؟»

پخواني ولسمشر په دغه غږیز پېغام کې طالبانو ته د کډوالو ستنېدو لپاره ځینې مشورې هم ورکړې دي او ټینګار یې کړی، چې افغانان باید په دغو سختو شېبو کې سره لاسونه ورکړي او ملي یووالی رامنځته کړي.

د غني په خبره؛ «لومړی معلومات،‌ لومړیتوبونه، امکانات، اجرات او اساسات باید د کډوالو بهیر کې په نظر کې ونیول شي».

هغه په اشاروي ډول طالبانو ته مشوره ورکړې، چې د کډوالو بهیر په تنظیم کې دغه ټکي په پام کې ونېسي.

نوموړي ځینو افغان سیاست‌والو ته په اشارې ویلي: «هغه کسان چې همېشه غږ کوي، چې کډوالو سره خپلې مړۍ نیمې کړئ، ولې خپلې شتمنۍ ورسره نه نیموي یا شریکوي؟»

محمد اشرف غني پېغام ورکړی، طالبان باید په هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې د وچکالۍ ښکار نه وي او د اوبو د کموالي ستونزه په کې نه وي.

غني ټینګار کوي، چې ملګري ملتونو او مرستندویه ادارو ته د افغانانو سره د مرسته کېدونکو پیسو څخه یوازې په سلو کې لس یې لګول کېږي او هغه هم له فساده ډک وي.

غني په دې تړاو وویل: «هغه پیسې چې ستاسې په نوم ملګرو ملتونو او نورو اینجوګانو ته ځي، شاید لس افغانۍ ترې مصرف شي او هغه هم فساد باندې. باید په خپل ځان تکیه وکړو او سمې برنامې جوړې کړو».

د‌ پخواني ولسمشر په خبره؛ اوس‌مهال د خلکو جېبونه خالي شوي او ټولې سپماوې یې ختمې شوې دي. هغه د ځپل پېغام په پای کې زیاته کړې، چې د ملي یووالي په رامنځته کېدو سره باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

محمد اشرف غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د اېستل کېدو څپې ګړندۍ شوې دي او یوازې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه تر ۵۰۰زرو ډېر افغانان په جبري توګه اېستل شوي دي.

نیوکې دا دي‌، چې په کور دننه طالبان دغو ستنېدونکو افغانانو ته د لازمو خدمتونو د برابرولو توان نه لري او دغه ستنېدونکي د سرپناوو، بې روزګارۍ او د ژوند لومړنیو توکو د نشتوالي له کبله له سختو ننګوونو سره مخ دي.