• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له ایرانه ځینو راستنېدونکو خپل کلتور هېر کړی دی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي وایي، له ایرانه یو شمېر راستنېدونکو افغانانو خپل کلتور هېر کړی دی. هغه د توصیې په توګه د یوه دیني عالم وېډیو هم پر اېکس پاڼه خپره کړې، چې په‌کې له تازه راستنېدونکو د «اسلامي او افغاني» لباس د اغوستو غوښتنه کېږي.

د شیخ انصاري په نوم دا طالب پلوی دیني عالم زیاتوي: «د پردیو فرهنګ باید له ځانه لرې کړو او خویندې باید اسلامي حجاب او افغاني جامې واغوندې».

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر لباس سخت بندیزونه لګولي او د مخ پټول یې هم پر ښځو د حجاب په نامه جبري کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کډوالو په اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۵۸ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره له پاکستانه د بشري چلند غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې باید په دې اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې اترې له سره پیل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي په وینا؛ دوی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، د دغه خبرو په پایله کې کېدای شي چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

دغې ادارې دارنګه د افغان کډوالو د کوربه‌توب په برخه کې د پاکستان ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې لاهم افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

پاکستاني پولیس وخت ناوخت د افغانانو کورونو ته ورځي او د اسنادو پوښتنه یې کوي.

په اسلام‌اباد کې د جې اې سي «JAC» په نوم د کډوالو ملاتړې یوې ادارې دوهخ ورځې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې پرون نیول شوي ۱۵۰ کسان چې د «پي او ار» کارتونه یې لرل؛ د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شول.

د سوریې په السویدا ولایت کې د روانو مذهبي جګړو له امله تر اوسه ۵۹۴ تنه وژل شوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۴۷ GMT+۱

د سوریې د کړکېچ په تړاو د ملي‌ امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې که څه هم له اسراییل څخه په سملاسي توګه د بریدونو د درولو غوښتنه وشوه؛ خو تر غونډې څو ساعته وروسته هم راپورونه په ډاګه کوي، چې جګړه لا نه ده درېدلې او السویدا کې ۵۹۴ تنه وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی، چې د السویدا ولایت په تاوتریخوالیو کې لږ تر لږه ۵۹۴ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو یوه زیاته برخه ملکي وګړي دي.

له وژل شویو کسانو څخه ۳۰۰ تنه د دروزی قوم غړي دي او تر ۲۵۰ ډېر د سوریې دولتي ځواکونو پورې تړلي دي.

همداراز، اسراییل هم هوايي بریدونه کړي دي، چې د بنیامین نتنیاهو په وینا د دروزی اقلیت د ملاتړ لپاره ترسره شوي؛ خو په دغو بمباریو کې یو شمېر سوریایي سرتېري هم وژل شوي دي.

د طالبانو له‌خوا د ښځو نیول‌کېدل؛ معترضې ښځې د عدالت غوښتنه کوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د «ارغواني شنبو غورځنګ» په یوه خپاره کړي بیان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت غړو له‌خوا د کابل په شهر نو کې د ۵۰ ښځو نیول‌کېدل غندلي دي. دغه غورځنګ د طالبانو له زندانه د دغه ښځو د سملاسي او ځنډ پرته د خوشې‌کېدو غوښتنه کړې ده.

د یاد غورځنګ په بیان کې راغلي، چې داغه کړنه په افغانستان کې د ښځو د ځپلو یوه څرګنده بېلګه ده. د دغې مدني ټولنې په وینا، په افغانستان کې ښځې د خپلو جامو د غوره کولو، د زده‌کړې دوام، کار یا ان په عامه ځایونو کې ازادي نه‌‌‌لري او په خپل هېواد کې یرغملې شوې دي.

دغه غورځنګ دا پېښه د انساني وقار سپکاوی او د افغان ښځو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د دا ډول سیاستونو دوام به د افغان ټولنې لپاره خطرناکې پایلې ولري.

نوموړي غورځنګ پر ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د دغه ډول ظلمونو پر وړاندې غلي پاتې نه‌شي او طالبان د ښځو د نیولو او ځپلو مسوول وګڼي.

د ارغواني شنبو غورځنګ ټینګار کړی، چې د افغان ښځو د حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي، د جنسیتي تبعیض پر وړاندې به مبارزه وکړي او پر نړۍوالې ټولنې به د عملي اقداماتو لپاره فشارونه راوړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و چې طالبانو وړمه ورځ د کابل ښار په شهر نو سیمه کې لسګونه ځوانې ښځې نیولې او د امربالمعروف وزارت اړوند توقیف ځایونو ته یې لېږدولې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې دا ښځې یې د کومو تورونو له امله نیولې دي؛ خو یو شمېر نیول شوې ښځې د کورنیو له‌خوا د لیکلي ضمانت له وړاندې کولو او تر یوې شپې بند وروسته خوشې شوې دي.

له ایرانه د افغانانو اېستل د افغانستان بشري کړکېچ نور هم پراخوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۴۲ GMT+۱

فوربز امريکايي مجلې (د چنګاښ په ۲۸مه) ليکلي، چې له ایران او پاکستانه د افغانانو د اېستلو لړۍ لاهم دوام لري؛ خو طالبان د دغه کډوالو لپاره د لومړنیو اسانتياوو برابرولو وس نه‌لري. دارنګه ترهګرې ډلې کولای شي، چې د راستنېدونکو افغانانو له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ ګټه پورته کړي.

که څه هم د افغانانو اېستل د ۲۰۲۳ کال راهیسې پیل شوي وو؛ خو په وروستیو میاشتو کې دغه لړۍ خورا چټکه شوې او د کډوالو شړلو په لړ کې تر ټولو ناوړه حالت بلل کېږي.

اوس‌مهال په افغانستان کې په رسمي ډول تر ۲.۶ مېلیونو ډېر راستانه شوي کډوال ثبت شوي، چې د دې ترڅنګ ۳.۵ مېلیونه بې‌ځایه شویو افغانانو دغه ناورین نور هم ژور کړی دی.

پاکستان هم ورته سياست غوره کړی او له خپل هېواده افغانان باسي. اسلام‌‎اباد د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ تر ۶۰۰زره ډېر افغانان له خپلې خاورې اېستلي دي؛ دغه ډول یې له ۲۰۲۳کال راهیسې تر ۸۵۰زره ډېر نور افغانان هم له دغه هېواده اېستلي دي.

ایران په ډله‌ییز ډول د افغانانو د شړلو لاملونه امنیتي اندېښنې او اسراییل سره جګړه بولي، چې ځينې افغانان یې اسراييل ته په جاسوسۍ هم تورن کړي دي؛ خو له ایران څخه د افغانانو د اېستلو لوی لامل د ایران ویجاړ اقتصاد دی.

له کنټروله وتلی انفلاسیون او د بې‌کارۍ ډېرښت په ایران کې د افغانانو پر وړاندې کرکه زیاته کړې ده. له ډېرو افغانانو سره د ایران امنيتي ځواکونو زور زیاتی کړی، ان دا چې عامو خلکو هم افغانان ځورولي دي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو داسې اسناد موندلي، چې په ایران کې افغانان فزيکي شکنجه کېږي، په ناقانونه ډول نیول کېږي او له خپلو کورنیو څخه جلا کېږي.

په ۲۰۱۸ کال کې چې په ایران کې بې‌کاري ډېره شوه، نږدې ۴۰۰زره ناقانونه افغانان په خپله خوښّ افغانستان ته ستانه شول.

په ایران کې ډېری افغانان د بې‌وزلۍ له کبله په ډېرو لږو پيسو کار کوي، ځینې افغانان تر څلورو ډالرو هم کم عاید لري.

په ایران کې ډېری پاتې افغانان ناقانونه بلل کېږي. هغه افغانان چې پخوا ایران ته تللي او هلته د کډوالو په نوم ثبت شوي، نسبتا ښه ژوند لري؛ خو هغه افغانان چې د طالبانو تر دویم ځل واکمنېدو وروسته تللي، ډېر لږ امکانات لري.

تر ۲۰۲۲کاله پورې په ایران کې شاوخوا ۲.۶ مېلیونه افغانان د کډوالو په نوم ثبت شوي وو؛ خو د روان کال د جون پر پنځمه نېټه د ایران حکومت اعلان وکړ، چې د دغو کډوالو د مهاجرت کارټونه نور اعتبار نه لري. د دغه اعلان له مخې؛ دوه مېلیونه نور افغانان پرته له دې چې یوه قانوني حل لاره وموندي، د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

یو ړنګ هېواد ته ستنېدل

هغه افغانان چې اوس افغانستان ته اېستل کېږي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت د دې وس نه لري، چې سلګونه زره راستانه شوي افغانان ومني.

دغه ستنېدونکي افغانان کورونه او د اوسېدو ځایونه نه لري؛ نو له همدې امله دې ته اړ دي، چې بیا بې‌ځایه شي

د طالبانو حکومت دومره عواید هم نه لري، چې دغه کډوالو ته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي؛ له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو درېدو د دغه افغانانو ژوند نور هم له کړاوونو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه ۹۷ او د بې‌کاري ۶۹ سنله ده، چې د طالبانوله واکمنېدو سره د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ ګراف نور هم لوړ شوی.

له بل پلوه ۹۵ سلنه افغانان وايي، چې کافي خواړه نه لري او دې ستونزې پر ښځو او نجونو ډېر ناوړه اغېز کړی دی.

دغې مجلې د دغه راپور په وروستۍ برخه کې لیکلي، که څه هم افغانستان ته د کډوالو راستنېدل پر ترهګرۍ مستقیم اغېز نه لري؛ خو له بې‌وزلۍ او د ژوند له ناوړو شرايطو څخه ترهګر ناوړه ګټه اخيستلای شي.

اوکراین د خپلو پوځي چارواکو پر وړاندې د هنګري بندیزونه بې‌اساسه او د سپکاوي وړ بللي دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۴ GMT+۱

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر د هنګري هغه پرېکړه، چې درې اوکرایني پوځي چارواکي یې خپل هېواد ته له ننوتلو منع کړي، بې‌اساسه، سپک کوونکې او د سیاسي لوبو یوه برخه بللې ده.

کیف ویلي، چې د هنګري دا کړنه د روسیې له دریځ سره همغږي لري او خبرداری ورکوي چې مناسب ځواب به ورکړي.

سیبیا په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: « د هنګري دا پرېکړه، چې درې اوکرایني پوځي چارواکي یې خپل هېواد ته د ننوتلو څخه منع کړي، بې‌اساسه او بې‌مانا ده.

هغه زیاته کړې، « موږ د هنګري له خوا دا ډول سیاسي لوبې نه منو، او د خپلو پوځيانو پر وړاندې دا ډول سپکاوی نه زغمو. اوکراین خپل حق خوندي بولي چې په مناسب ډول ځواب ووايي.»

د راپورونو له مخې، د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوربان د روسیې د پروپاګند ملاتړ کړی، او په اروپا کې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین له مهمو متحدینو ګڼل کېږي.

د یوروپین پراودا د جولای ۱۷راپور وايي، هنګري درې اوکرایني پوځي چارواکي، ډګروال ویتالي تکاچینکو، برید جنرال وولودیمیر شېودیک، او ډګروال رومان یوزوېنک، خپل هېواد ته د ننوتو څخه منع کړي دي.