عراق ته تللي ۴۰زره پاکستانیان؛ ځینو یې هلته سوالګرۍ ته مخه کړې او ځینې نور اروپا ته تللي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې عراق ته د زیارت په موخه د تللو ۴۰زره وګړو په تړاو یې حکومت لا هم معلومات نهلري او له دې ډلې ځینو یې هلته سوالګري پیل کړې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې عراق ته د زیارت په موخه د تللو ۴۰زره وګړو په تړاو یې حکومت لا هم معلومات نهلري او له دې ډلې ځینو یې هلته سوالګري پیل کړې ده.
راپورونه وایي، د زیارت په نامه د دغو پاکستانیانو له ډلې ځینې یې اروپا ته تللي او ځینو یې په عراق کې ناقانونه کارونه پیل کړي.
د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې په یو مکتوب کې ویل شوي، چې د عراق په بغداد ښار کې ۶۶ پاکستانۍ ښځې او ماشومان د سوالګرۍ په تور نیول شوي دي. دغه کسان د پاکستان د پنجاب او سند ایالتونو اوسېدونکي دي.

په اسلاماباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره له پاکستانه د بشري چلند غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې باید په دې اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې اترې له سره پیل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي په وینا؛ دوی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي، د دغه خبرو په پایله کې کېدای شي چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
دغې ادارې دارنګه د افغان کډوالو د کوربهتوب په برخه کې د پاکستان ستاینه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې لاهم افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
پاکستاني پولیس وخت ناوخت د افغانانو کورونو ته ورځي او د اسنادو پوښتنه یې کوي.
په اسلاماباد کې د جې اې سي «JAC» په نوم د کډوالو ملاتړې یوې ادارې دوهخ ورځې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې پرون نیول شوي ۱۵۰ کسان چې د «پي او ار» کارتونه یې لرل؛ د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شول.
د سوریې د کړکېچ په تړاو د ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې که څه هم له اسراییل څخه په سملاسي توګه د بریدونو د درولو غوښتنه وشوه؛ خو تر غونډې څو ساعته وروسته هم راپورونه په ډاګه کوي، چې جګړه لا نه ده درېدلې او السویدا کې ۵۹۴ تنه وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی، چې د السویدا ولایت په تاوتریخوالیو کې لږ تر لږه ۵۹۴ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو یوه زیاته برخه ملکي وګړي دي.
له وژل شویو کسانو څخه ۳۰۰ تنه د دروزی قوم غړي دي او تر ۲۵۰ ډېر د سوریې دولتي ځواکونو پورې تړلي دي.
همداراز، اسراییل هم هوايي بریدونه کړي دي، چې د بنیامین نتنیاهو په وینا د دروزی اقلیت د ملاتړ لپاره ترسره شوي؛ خو په دغو بمباریو کې یو شمېر سوریایي سرتېري هم وژل شوي دي.
د اوکراین بهرنیو چارو وزیر د هنګري هغه پرېکړه، چې درې اوکرایني پوځي چارواکي یې خپل هېواد ته له ننوتلو منع کړي، بېاساسه، سپک کوونکې او د سیاسي لوبو یوه برخه بللې ده.
کیف ویلي، چې د هنګري دا کړنه د روسیې له دریځ سره همغږي لري او خبرداری ورکوي چې مناسب ځواب به ورکړي.
سیبیا په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: « د هنګري دا پرېکړه، چې درې اوکرایني پوځي چارواکي یې خپل هېواد ته د ننوتلو څخه منع کړي، بېاساسه او بېمانا ده.
هغه زیاته کړې، « موږ د هنګري له خوا دا ډول سیاسي لوبې نه منو، او د خپلو پوځيانو پر وړاندې دا ډول سپکاوی نه زغمو. اوکراین خپل حق خوندي بولي چې په مناسب ډول ځواب ووايي.»
د راپورونو له مخې، د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوربان د روسیې د پروپاګند ملاتړ کړی، او په اروپا کې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین له مهمو متحدینو ګڼل کېږي.
د یوروپین پراودا د جولای ۱۷راپور وايي، هنګري درې اوکرایني پوځي چارواکي، ډګروال ویتالي تکاچینکو، برید جنرال وولودیمیر شېودیک، او ډګروال رومان یوزوېنک، خپل هېواد ته د ننوتو څخه منع کړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژر له سوريې څخه ووځي او دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي. په خبرتيا کې ویل شوي، چې د وسله والې شخړې او تاوتريخوالي د ګواښونو له کبله یې دا خبرداری ورکړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) نېټه په یوې خبرتیا په ترڅ کې په سوریه کې خپلو وګړو ته سپارښتنې کړې، چې د ګواښونو او تاوتريخوالي د زياتېدو له کبله له دغه هېواده ووځې او له سفر کولو دې ډډه وکړي.
دوی خپلو وګړو ته ویلي: «که تاسو کولی شئ په خپله له سوريې څخه ووځئ، مهرباني وکړي دا کار وکړئ، امریکايي وکړي کولی شي له سوريې څخه اردن ته ولاړ شي او که نه شی کولی خوندي سیمو کې دې پناه واخلي.»
امریکا سفارت په ۲۰۱۲ کال کې په دمشق کې خپل فعالیتونه وځندول او اوس مهال امریکا په سوريه کې هيڅ ډول منظم یا بېړنۍ قونسلي چوپړتیاوې نه شي وړاندې کولی.
له ډېرې مودې راهيسي د سوريې او اسراییل ترمنځ تاوتریخوالی جریان لري.
همدا نن تازه د سوریې دولتي خبري اژانس«سانا» د راپور له مخې، داسراییل جنګي الوتکو نن پنجشنبه د سویدا ښار شاوخوا سیمو باندې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
دا بریدونه وروسته له هغه ترسره شوي، چې د سوریې دولتي ځواکونه له سویدا ښار څخه د دروز جنګیالیو سره له مرګونو نښتو وروسته په شا شول.
د متحده ایالاتو حکومت د پنجشنبې په ورځ هغه وسلهواله ډله د ترهګرې ډلې په توګه ونوموله، چې د هند تر ادارې لاندې کشمير په پاهلګام سیمه کې د خونړي برید مسولیت منلی و. دغه پېښه وروسته د هند له خوا د پاکستان پر خاوره د هوايي بریدونو لامل شوه.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې یاده ډله، چې ځان "مقاومت جبهه" بولي، د ملګرو ملتونو لهخوا د ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې لشکر طیبه یوه څانګه او مخکښه بڼه ده.
روبیو زیاته کړې: "دغه نومول دا ښيي چې د ټرمپ اداره د خپلو ملي امنیتي ګټو ساتلو، ترهګرۍ ضد مبارزې، او د پاهلګام د برید لپاره د ولسمشر ټرمپ د عدالت غوښتنې د پلي کېدو لپاره ژمنه ده."
په پاهلګام کې، چې یوه سیاحتي سیمه ده، وسلهوالو د اپرېل په برید کې ۲۶تنه ووژل، چې زیاتره قربانیان یې هندو مذهبه کسان وو. ژوندي پاتې شوي کسان وايي، بریدګرو ښځې او ماشومان بېل کړل او ځینې نارینه یې اړ ایستل چې د اسلام کلمه ووایي.