پاکستان کې د موسمي بارانونو له امله تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۵ کسان مړه شوي

د پاکستان د بېړنیو پېښو ملي ادارې خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د بارانونو له امله ۵۵ کسان مړه او ۲۷۷ نور ټپیان دي. لامل یې د بارانونو له کبله د سېلابونو راوتل، د کورونو چتونه او دېوالونه غورځېدل ښوول شوی دی.
