• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند په ختیځ کې پرله‌پسې توپانونو او تندرونو ۳۳ کسان مړه کړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۴ GMT+۱

د هند په ختیځو سیمو کې د موسمي توپانونو پر مهال د تندرونو لوېدو په پېښو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان دي. دغه مرګ‌ژوبله د بېهار ایالت په بېلابېلو سیمو کې د چهارشنبې او پنجشنبې ورځو په لړ کې د سختو توپانونو او تندرونو پرېوتو له امله رامنځته شوې.

چارواکو خبرداری ورکړی، چې د یاد ایالت په ځینو برخو کې لا هم سخت باران او تندر لوېدنې دوام ولري.

د بېهار د ناورینونو مدیریت وزیر ویجی کمار ماندال ویلي، له ګواښ سره مخ ولسوالیو ته سپارښتنه شوې چې خلکو ته د برېښنا د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي او د خوندیتوب لازم ګامونه هم پورته کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني پولیسو د عمران خان پرکټی موسی مانیکا نیولی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د پاکستان پولیسو د عمران خان پرکټی او د هغه د مېرمنې بشرا بي‌بي زوی موسی مانیکا پر خپل خدمتګار د ډزو په تور نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ موسی مانیکا خپل خدمتګار په کار کې د سستۍ له امله په ډزو ویشتی دی.

ډان ورځپاڼې لیکلي، چې مرمۍ د خدمتګار پر پښه لګېدلې او سخت ټپي شوی دی.

دا پېښه د پنجاب ایالت د ساهیوال ښار په پاکپتن سیمه کې شوې ده.

د ټپي خدمتګار پلار پولیسو ته عریضه کې ویلي، د عمران خان پرکټي یې ځکه پر زوی ډز کړی چې د هغه بستر یې لمس کړی و.

موسی مانیکا د بشرا بي‌بي او خاور فرید مانیکا زوی دی. بشرا له خاور فرید مانیکا سره تر جنجالي طلاق وروسته د پاکستان له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره واده کړی.

د سوریې په السویدا ولایت کې د روانو مذهبي جګړو له امله تر اوسه ۵۹۴ تنه وژل شوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۴۷ GMT+۱

د سوریې د کړکېچ په تړاو د ملي‌ امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې که څه هم له اسراییل څخه په سملاسي توګه د بریدونو د درولو غوښتنه وشوه؛ خو تر غونډې څو ساعته وروسته هم راپورونه په ډاګه کوي، چې جګړه لا نه ده درېدلې او السویدا کې ۵۹۴ تنه وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی، چې د السویدا ولایت په تاوتریخوالیو کې لږ تر لږه ۵۹۴ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو یوه زیاته برخه ملکي وګړي دي.

له وژل شویو کسانو څخه ۳۰۰ تنه د دروزی قوم غړي دي او تر ۲۵۰ ډېر د سوریې دولتي ځواکونو پورې تړلي دي.

همداراز، اسراییل هم هوايي بریدونه کړي دي، چې د بنیامین نتنیاهو په وینا د دروزی اقلیت د ملاتړ لپاره ترسره شوي؛ خو په دغو بمباریو کې یو شمېر سوریایي سرتېري هم وژل شوي دي.

اوکراین د خپلو پوځي چارواکو پر وړاندې د هنګري بندیزونه بې‌اساسه او د سپکاوي وړ بللي دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۴ GMT+۱

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر د هنګري هغه پرېکړه، چې درې اوکرایني پوځي چارواکي یې خپل هېواد ته له ننوتلو منع کړي، بې‌اساسه، سپک کوونکې او د سیاسي لوبو یوه برخه بللې ده.

کیف ویلي، چې د هنګري دا کړنه د روسیې له دریځ سره همغږي لري او خبرداری ورکوي چې مناسب ځواب به ورکړي.

سیبیا په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: « د هنګري دا پرېکړه، چې درې اوکرایني پوځي چارواکي یې خپل هېواد ته د ننوتلو څخه منع کړي، بې‌اساسه او بې‌مانا ده.

هغه زیاته کړې، « موږ د هنګري له خوا دا ډول سیاسي لوبې نه منو، او د خپلو پوځيانو پر وړاندې دا ډول سپکاوی نه زغمو. اوکراین خپل حق خوندي بولي چې په مناسب ډول ځواب ووايي.»

د راپورونو له مخې، د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوربان د روسیې د پروپاګند ملاتړ کړی، او په اروپا کې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین له مهمو متحدینو ګڼل کېږي.

د یوروپین پراودا د جولای ۱۷راپور وايي، هنګري درې اوکرایني پوځي چارواکي، ډګروال ویتالي تکاچینکو، برید جنرال وولودیمیر شېودیک، او ډګروال رومان یوزوېنک، خپل هېواد ته د ننوتو څخه منع کړي دي.

امریکا په سوريه کې خپلو وګړو ته خبردارۍ ورکړی چې له دغه هېواده ووځي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۱ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژر له سوريې څخه ووځي او دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي. په خبرتيا کې ویل شوي، چې د وسله والې شخړې او تاوتريخوالي د ګواښونو له کبله یې دا خبرداری ورکړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) نېټه په یوې خبرتیا په ترڅ کې په سوریه کې خپلو وګړو ته سپارښتنې کړې، چې د ګواښونو او تاوتريخوالي د زياتېدو له کبله له دغه هېواده ووځې او له سفر کولو دې ډډه وکړي.

دوی خپلو وګړو ته ویلي: «که تاسو کولی شئ په خپله له سوريې څخه ووځئ، مهرباني وکړي دا کار وکړئ، امریکايي وکړي کولی شي له سوريې څخه اردن ته ولاړ شي او که نه شی کولی خوندي سیمو کې دې پناه واخلي.»

امریکا سفارت په ۲۰۱۲ کال کې په دمشق کې خپل فعالیتونه وځندول او اوس مهال امریکا په سوريه کې هيڅ ډول منظم یا بېړنۍ قونسلي چوپړتیاوې نه شي وړاندې کولی.

له ډېرې مودې راهيسي د سوريې او اسراییل ترمنځ تاوتریخوالی جریان لري.

همدا نن تازه د سوریې دولتي خبري اژانس«سانا» د راپور له مخې، داسراییل جنګي الوتکو نن پنجشنبه د سویدا ښار شاوخوا سیمو باندې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

دا بریدونه وروسته له هغه ترسره شوي، چې د سوریې دولتي ځواکونه له سویدا ښار څخه د دروز جنګیالیو سره له مرګونو نښتو وروسته په شا شول.

امریکا د کشمير د بريد دعوه‌کوونکې ډلې ته د ترهګرې ډلې لقب ورکړ

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د متحده ایالاتو حکومت د پنجشنبې په ورځ هغه وسله‌واله ډله د ترهګرې ډلې په توګه ونوموله، چې د هند تر ادارې لاندې کشمير په پاهلګام سیمه کې د خونړي برید مسولیت منلی و. دغه پېښه وروسته د هند له خوا د پاکستان پر خاوره د هوايي بریدونو لامل شوه.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې یاده ډله، چې ځان "مقاومت جبهه" بولي، د ملګرو ملتونو له‌خوا د ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې لشکر طیبه یوه څانګه او مخکښه بڼه ده.

روبیو زیاته کړې: "دغه نومول دا ښيي چې د ټرمپ اداره د خپلو ملي امنیتي ګټو ساتلو، ترهګرۍ ضد مبارزې، او د پاهلګام د برید لپاره د ولسمشر ټرمپ د عدالت غوښتنې د پلي کېدو لپاره ژمنه ده."

په پاهلګام کې، چې یوه سیاحتي سیمه ده، وسله‌والو د اپرېل په برید کې ۲۶تنه ووژل، چې زیاتره قربانیان یې هندو مذهبه کسان وو. ژوندي پاتې شوي کسان وايي، بریدګرو ښځې او ماشومان بېل کړل او ځینې نارینه یې اړ ایستل چې د اسلام کلمه ووایي.