• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پولیسو د عمران خان پرکټی موسی مانیکا نیولی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د پاکستان پولیسو د عمران خان پرکټی او د هغه د مېرمنې بشرا بي‌بي زوی موسی مانیکا پر خپل خدمتګار د ډزو په تور نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ موسی مانیکا خپل خدمتګار په کار کې د سستۍ له امله په ډزو ویشتی دی.

ډان ورځپاڼې لیکلي، چې مرمۍ د خدمتګار پر پښه لګېدلې او سخت ټپي شوی دی.

دا پېښه د پنجاب ایالت د ساهیوال ښار په پاکپتن سیمه کې شوې ده.

د ټپي خدمتګار پلار پولیسو ته عریضه کې ویلي، د عمران خان پرکټي یې ځکه پر زوی ډز کړی چې د هغه بستر یې لمس کړی و.

موسی مانیکا د بشرا بي‌بي او خاور فرید مانیکا زوی دی. بشرا له خاور فرید مانیکا سره تر جنجالي طلاق وروسته د پاکستان له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره واده کړی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کډوالو په اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۵۸ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره له پاکستانه د بشري چلند غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې باید په دې اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې اترې له سره پیل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي په وینا؛ دوی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، د دغه خبرو په پایله کې کېدای شي چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

دغې ادارې دارنګه د افغان کډوالو د کوربه‌توب په برخه کې د پاکستان ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې لاهم افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

پاکستاني پولیس وخت ناوخت د افغانانو کورونو ته ورځي او د اسنادو پوښتنه یې کوي.

په اسلام‌اباد کې د جې اې سي «JAC» په نوم د کډوالو ملاتړې یوې ادارې دوهخ ورځې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې پرون نیول شوي ۱۵۰ کسان چې د «پي او ار» کارتونه یې لرل؛ د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شول.

د سوریې په السویدا ولایت کې د روانو مذهبي جګړو له امله تر اوسه ۵۹۴ تنه وژل شوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۴۷ GMT+۱

د سوریې د کړکېچ په تړاو د ملي‌ امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې که څه هم له اسراییل څخه په سملاسي توګه د بریدونو د درولو غوښتنه وشوه؛ خو تر غونډې څو ساعته وروسته هم راپورونه په ډاګه کوي، چې جګړه لا نه ده درېدلې او السویدا کې ۵۹۴ تنه وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی، چې د السویدا ولایت په تاوتریخوالیو کې لږ تر لږه ۵۹۴ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو یوه زیاته برخه ملکي وګړي دي.

له وژل شویو کسانو څخه ۳۰۰ تنه د دروزی قوم غړي دي او تر ۲۵۰ ډېر د سوریې دولتي ځواکونو پورې تړلي دي.

همداراز، اسراییل هم هوايي بریدونه کړي دي، چې د بنیامین نتنیاهو په وینا د دروزی اقلیت د ملاتړ لپاره ترسره شوي؛ خو په دغو بمباریو کې یو شمېر سوریایي سرتېري هم وژل شوي دي.

اوکراین د خپلو پوځي چارواکو پر وړاندې د هنګري بندیزونه بې‌اساسه او د سپکاوي وړ بللي دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۴ GMT+۱

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر د هنګري هغه پرېکړه، چې درې اوکرایني پوځي چارواکي یې خپل هېواد ته له ننوتلو منع کړي، بې‌اساسه، سپک کوونکې او د سیاسي لوبو یوه برخه بللې ده.

کیف ویلي، چې د هنګري دا کړنه د روسیې له دریځ سره همغږي لري او خبرداری ورکوي چې مناسب ځواب به ورکړي.

سیبیا په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: « د هنګري دا پرېکړه، چې درې اوکرایني پوځي چارواکي یې خپل هېواد ته د ننوتلو څخه منع کړي، بې‌اساسه او بې‌مانا ده.

هغه زیاته کړې، « موږ د هنګري له خوا دا ډول سیاسي لوبې نه منو، او د خپلو پوځيانو پر وړاندې دا ډول سپکاوی نه زغمو. اوکراین خپل حق خوندي بولي چې په مناسب ډول ځواب ووايي.»

د راپورونو له مخې، د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوربان د روسیې د پروپاګند ملاتړ کړی، او په اروپا کې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین له مهمو متحدینو ګڼل کېږي.

د یوروپین پراودا د جولای ۱۷راپور وايي، هنګري درې اوکرایني پوځي چارواکي، ډګروال ویتالي تکاچینکو، برید جنرال وولودیمیر شېودیک، او ډګروال رومان یوزوېنک، خپل هېواد ته د ننوتو څخه منع کړي دي.

اسحاق ډار او سراج‌الدین حقاني د امنیت او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني تر منځ د امنیتي همکاریو او سیمه‌ییز ثبات په تړاو دوه‌اړخیزه لیدنه شوې ده.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي پراختیا او له ګډو ګواښونو سره د مبارزې پر موضوعاتو ژور بحثونه کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، دواړو خواوو دا ومنله چې د سیمې هېوادونه له یو شمېر امنیتي ننګونو سره مخ دي، چې د له منځه وړلو لپاره یې همغږو او رغنده ګامونو ته اړتیا ده.

اعلامیه زیاتوي، اسحاق ډار ټینګار کړی چې د امنیت ترڅنګ باید د ټولو هغو موضوعاتو حل ته جدي پاملرنه وشي چې دواړو هېوادونو ته مهمې دي.

هغه ویلي، چې د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکارۍ بشپړه ګټه یوازې هغه مهال اخیستل کېدای شي چې اعتماد، ثبات، او عملي همکاري رامنځته شي.

بلخوا، طالب وزیر سراج‌الدین حقاني هم د مثبتو اړیکو، امنیتي همغږۍ او د ګډو اقتصادي پروژو د ارزښت یادونه کړې.

د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴م کلونو پر مهال، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې لا پسې ترینګلي شوي، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د شړلو، د پاکستاني طالبانو « ټي ټي پي » د حملو، او د سرحدي تاوتریخوالي له امله.

پاکستان له طالبانو غواړي چې دپاکستاني طالبانو پر ضد ګامونه واخلي، خو طالبان بیا پر پاکستان نیوکه کوي چې د افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کوي او په خپله خاوره کې یې داعش ډلې ته ځای ورکړی.

اوس مهال دواړه خواوې هڅه کوي تماسونه وساتي، خو بی‌باوري ورځ تر بلې زیاته شوې.

منظور پښتین: پښتانه د حق غوښتلو او سولې لپاره پراخ لاریونونه پېلوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، چې د جمعه په ورځ د سولې او حق غوښتلو لپاره د پښتونخوا په بېلابېلو سېمو کې پراخ لاریونونه پېليږي. نوموړي دغه لاریونونه د بې ګناه ماشومانو، ښځو، ځوانانو او بوډاګانو د ويني غږ بللی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه خبرتيا کې لیکلي، چې سبا ( د جمعه ورځې تر لمانځه وروسته) په کرمه، مومندو، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې به پښتانه د سولې پراخ لاریونونه تر سره کړي.

نوموړي ویلي، چې د سولې دغه لاریونونه د هغو کورنیو د حق غوښتلو لپاره دي، چې په تېرو څو اونیو کې «د ریاستي تګلارو له کبله د ډالري جګړې قرباني شوي دي.»

پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه په ټولو سيمو کې د لاریونونو د پېلېدو وخت او ځای هم مشخص کړی دی.

د نوموړي په خبره، چې په سویلي وزیرستان کې به سبا د سولې د پرلت نهمه ورځ وي، چې لا هم روان دی.

منظور پر ټولو ولسونو غږ کړی، چې په پراخه ډول د سولې په دې لاریونونو کې برخه واخلي او خپلې ټولنیزې رسنۍ په همدې ملاتړ وکاروي.

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي، چې د خېبرپښتونخوا حکومت، پولیس او انتظامیه نه یوازې د پښتنو پر وړاندې ظلمونو ته چوپ پاتې دي، بلکې د قربانیانو پر ځای له هغو کسانو سره بد چلند کوي، چې د حق غږ پورته کوي.

له کلونو راهيسې پښتونخوا له سختې ناامنۍ سره مخ ده او پښتانه یو شمېر سیاسیون زيات مهال پر پاکستاني حکومت نیوکه کوي، چې په خپل سري ډول عملیات تر سره کوي، چې زياته مرګه ژوبله يې ملکي وګړي دي.