امریکا خپلو ډېپلوماټانو ته سپارښتنه کړې، چې د نورو هېوادونو د ټاکنو په اړه نظر ور نهکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټولو بهر مېشتو امریکايي ډیپلوماټانو ته لارښوونه کړې، چې د نورو هېوادونو د ټاکنو د شفافیت یا روڼتیا په اړه نظر ور نهکړي. یاد وزارت دا سپارښتنه د یوه ځانګړي مکتوب له لارې خپلو ډېپلوماټیکو استازولیو ته کړې ده.
