• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او ازبکستان د «افغان ټرانس» رېل پټلۍ د امکان سنجۍ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۳۱ GMT+۱

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې رییس الوزرا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د « افغان ټرانس » رېل پټلۍ د امکان سنجۍ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.

طالبانو د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ يو پلاوي د دغه ډلې د رییس الوزرا ملاحسن اخوند سره ليدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو، سیاسي، کلتوري او د نړیوالو اړیکو پر پراختیا هم خبرې شوي دي.

طالبانو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي: «ازبکستان په نړيواله کچه د افغانستان حکومت او خلکو ملاتړ کړي او دوام به ورکړي.»

د بختیار سعیدوف په خبره، چې تر دا مهاله د طالبانو او ازبکستان ترمنځ له سلو زیات پلاوو تګ راتګ کړی او په هره لیدنه کې د اړیکو پر پراختیا ټينګار شوی.

هغه ملاحسن ته د ازبکستان د سفر بلنه هم ورکړه.

د طالبانو رییس الوزرا ټينګار کړی: «ازبکستان درک کړې، چې ستونزې باید د تګ راتګ او تفاهم له لارې حل شي نو ځکه يې زموږ سره تعامل غوره کړی دی.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې سراج الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لېدنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته ازبکستان په پرله پسې توګه هڅه کړې، چې د طالبانو سره خپلې سوداګريزي، اقتصادي او سیاسي اړیکې زياتې کړي؛ خو تر اوسه دغه هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

سپینه ماڼۍ: په سوریه کې د کړکېچ کمېدو لپاره هڅې روانې دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وایي، چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي،چې په سوریه کې روان کړکېچ کم او د سولې فضا رامنځته کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د سولې او سوکالۍ له لارې ملاتړ ته ژمن دی او دا بهیر به د اسراییلي بریدونو سره هم دوام ومومي.

لیویټ،نن د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼې کې خبریالانو ته ویلي، « کله چې امریکا په دې شخړه کې مداخله وکړه، موږ وتوانېدو وضعیت ارام کړو او دا بهیر لا هم دوام لري.»

هغې وویل: « سوریې دامنلې چې خپل ځواکونه به له هغې سیمې وباسي چیرې چې نښته روانه وه، او موږ له نږدې دا وضعیت څارو.»

په ورته مهال، د سوریې ولسمشر احمد الشرع اسراییل تورن کړی چې غواړي سوریه وویشي او زیاته کړې یې ده، چې دوی به د دروز لږکیو ساتنه وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي،چې د امریکا د مداخلې په پایله کې د سوریایي حکومتي ځواکونو او د دروز جنګیالیو ترمنځ د اوربند هڅې پیل شوې.

اسحاق ډار او سراج‌الدین حقاني د امنیت او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني تر منځ د امنیتي همکاریو او سیمه‌ییز ثبات په تړاو دوه‌اړخیزه لیدنه شوې ده.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي پراختیا او له ګډو ګواښونو سره د مبارزې پر موضوعاتو ژور بحثونه کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، دواړو خواوو دا ومنله چې د سیمې هېوادونه له یو شمېر امنیتي ننګونو سره مخ دي، چې د له منځه وړلو لپاره یې همغږو او رغنده ګامونو ته اړتیا ده.

اعلامیه زیاتوي، اسحاق ډار ټینګار کړی چې د امنیت ترڅنګ باید د ټولو هغو موضوعاتو حل ته جدي پاملرنه وشي چې دواړو هېوادونو ته مهمې دي.

هغه ویلي، چې د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکارۍ بشپړه ګټه یوازې هغه مهال اخیستل کېدای شي چې اعتماد، ثبات، او عملي همکاري رامنځته شي.

بلخوا، طالب وزیر سراج‌الدین حقاني هم د مثبتو اړیکو، امنیتي همغږۍ او د ګډو اقتصادي پروژو د ارزښت یادونه کړې.

د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴م کلونو پر مهال، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې لا پسې ترینګلي شوي، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د شړلو، د پاکستاني طالبانو « ټي ټي پي » د حملو، او د سرحدي تاوتریخوالي له امله.

پاکستان له طالبانو غواړي چې دپاکستاني طالبانو پر ضد ګامونه واخلي، خو طالبان بیا پر پاکستان نیوکه کوي چې د افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کوي او په خپله خاوره کې یې داعش ډلې ته ځای ورکړی.

اوس مهال دواړه خواوې هڅه کوي تماسونه وساتي، خو بی‌باوري ورځ تر بلې زیاته شوې.

اینارا خیریه ډله: زرګونه شړل شوي افغانان له بشري ناورین سره مخ دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱

داینارا خیریه ډله، چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي سیمې ته سفر کړی، وایي چې زرګونه شړل شوي افغانان له بشري ناورین سره مخ دي او دا بحراني حالت ورځ تر بلې په بې‌ساري توګه پراخېږي.

د دې سفر پر مهال«اینارا ټیم » د خپلو سترګو لیدلي حالت له مخې ویلي، چې په سلګونه کورنۍ، پکې ښځې، ماشومان، زاړه او ناروغان شامل دي، له هر ډول انساني شرایطو پرته په سرحدي سیمو کې ژوند کوي.

دا ډله زیاتوي، دوی په بې‌سرپناه خیمو، زرغونو پلاسټیکي شیټونو، او د خټو جوړو خونو کې هستوګنه لري. دا خلک نه پاکې اوبه لري، نه کافي خواړه، نه درمل، او نه هم کومه پاملرنه چې د دوی د ژوند ژغورنې لپاره اړینه ده.

افغانستان چې دمګړۍ د پراخو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو له امله له نړیوالې انزوا سره مخ دی، د شړل شویو خلکو د منلو هیڅ ډول ظرفیت نه لري، روغتیايي خدمات د سقوط له پولې تېر شوي، تعلیمي نظام تر ډېره فلج شوی، کاري فرصتونه کم یا ‌شتون نهلري، او د حکومت موجود جوړښت دومره کمزوری دی چې نشي کولای د خلکو بنسټیزې اړتیاوې هم پوره کړي.

نړیوالو سازمانونو، لکه« ډبلیو ایچ او » او« یونېسف »، راپورونه خپاره کړي چې وایي په سیمه کې د کولرا، اسهال، تنفسي ناروغیو، او نورو ساري ناروغیو پېښې مخ په ډېرېدو دي.

راپورونه وایي چې په ماشومانو کې د سو تغذیې کچه لوړه شوې او شیدې خوړونکي ماشومان له سختې تندې او لوږې سره مخ دي. دا وضعیت نه یوازې یو بشري ناورین دی، بلکې د راتلونکي نسل پر فزیکي او ذهني روغتیا به ژور اغېز وکړي.

د معلوماتو له مخې اینارا ډلې د دغه بحران د دقیقې ارزونې لپاره خپل کار روان ساتلی دی، او هڅه کوي چې نړیوالې مرستندویه ادارې، حکومتونه، او شخصي خیریه بنسټونه راوبولي چې دا حالت له نور خرابېدو وژغوري.

دا ډله وایي، چې دا بحران یوې همغږۍ، چټکې او دوامداره نړیوالې هڅې ته اړتیا لري. که چیرې پاملرنه ورته و نه شي، ښايي زرګونه نور ژوندونونه له منځه ولاړ شي او دا سیمه د یوه بشري ناورین د مرکز په توګه ثبت شي.

اینارا زیاتوی، « موږ له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، سیمه‌ییزو حکومتونو او ټولو خیریه بنسټونو غوښتنه کوو چې بې له ځنډه لاس په کار شي، ځکه دا هغه وضعیت دی چې هره شېبه د ژوند او مرګ تر منځ د انتخاب معنی لري.»

  • ایران د ۲۰۲۳ کال راهیسې د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ وروسته، یو کمپاین پیل کړ چې “غیرقانوني” افغان کډوال باید ووځي، حتی که سند هم ولري، اسناد ختمول، یا په کورونو کې ردېدل عملي شوي .
  • په مارچ ۲۰۲۵ کې حکومت یو وروستۍ مهلت اعلان کړ: ټول ناقانونه افغانان باید د جولای تر ۶مې بشپړ هیواد پرېږدي، کنه حکومتي ادارې یې نېغ په نېغ د دوی په ویستنه پېل وکړي .
  • د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې، تر ۱.۱ میلیون زیات افغانان جبري ویستل شوي .
  • په وروستیو ورځو کې د ایران-اسراییل کړکیچ د دې تشدد کچه نوره هم زیاته کړه: یوازې د جون ۲۴–جولای ۹ په ۱۶ ورځو کې تقریبا ۵۰۰,۰۰۰ افغانان جبری له ایران ووستل شول .
  • ایران هدف لري چې ټول ۴ میلیون افغانان اخراج کړي.

د افغانانو په افشا شویو معلوماتو کې تر ۱۰۰ د ډېرو برېټانیايي وګړو معلومات هم شامل دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۲۸ GMT+۱

په افغانستان کې د بریټانیايي ځواکونو د افغان همکارانو د شخصي معلوماتو په افشا شویو اسنادو کې د بریټانیا د یو شمېر نظامیانو او ځانګړو سرتېرو جزئیات هم خپاره شوي، چې شمېر یې تر ۱۰۰ ډېر ښودل شوی.

د بریټانیا په دفاع وزارت کې سرچینو برېټانیايي رسنیو ته ویلي، چې په دغو افشا شویو اسنادو کې د بریټانیا د څه باندې سلو جاسوسانو یا د ایم ای ۶ د کارکوونکو، د ځانګړو ځواکونو د غړو او نورو نظامیانو معلومات هم شامل دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د معلوماتو دا افشا کېدل د پخواني محافظه‌کار حکومت له لوري د انتقال د یوه پټ پروګرام د پیل لامل شو، چې لګښت یې نږدې دوه میلیارده پونډه اټکل شوی.

هدف دا و چې هم افغانان وژغوري، هم د هغو بریتانیايي چارواکو امنیت وساتل شي چې نومونه یې افشا شوي وو.

د برېټانیا دفاع وزیر جان هیلي د سې شنبې په ورځ بښنه وغوښته او ویې منله چې په دې پېښه کې نه یوازې د افغان همکارانو، بلکې د بریتانیايي لوړپوړو ملاتړکوونکو شخصیتونو معلومات هم شامل وو.

دې مسالې دا وېره خپره کړه، چې ګنې طالبان به د دغو معلوماتو په وسیله د بریټانیايي ځواکونو افغان همکاران تر موندنې وروسته ووژني.

یو شمېر رسنیو رپوټونه ورکړل، چې طالبانو ۲۰۰ پخواني افغان سرتېري وژلي، خو طالبانو دا رپوټونه رد کړل.

اسحاق ډار د طالبانو رییس الوزرا ته د پاکستان د سفر بلنه ور کړې ده

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره په کتنه کې نوموړي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده. د طالبانو رییس الوزرا ویلي، چې «د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه نه حل کېږي او باید په حسن نیت، تفاهم او ښه ګاونډیتوب حل شي».

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ملا محمد حسن اخوند په دې ناسته کې هیله ښودلې، چې د پاکستاني پلاوي سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پراختیا په برخه کې اغېزناک تمام شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو رییس الوزرا ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف نېکې هیلې او سلامونه رسولي او نوموړي ته یې پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې د ډار له قوله ویل شوي، چې له چین نه یې غوښتي، چې د ټرانس-افغان پروژې ملاتړ وکړي.

اعلامیه وايي، چې د طالبانو رییس الوزرا دغه راز د افغان کډوالو په ستنولو کې د دواړو لوریو د هڅو د اغیزناکتیا هیله ښودلې ده.

هغه دغه راز ویلي، چې «د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه نه حل کېږي او باید ستونزې او ننګونې په حسن نیت، تفاهم، همکاري، وروري او ښه ګاونډیتوب حل شي».

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل اېکس ولیکل، چې د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه شوې چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره به په لوړه کچه اړیکې وپالي.

د ملا حسن اخوند او ډار ترمنځ وروستۍ لیدنه د روان کال د اپریل پر ۱۹مه شوې وه.