• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانانو په افشا شویو معلوماتو کې تر ۱۰۰ د ډېرو برېټانیايي وګړو معلومات هم شامل دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۲۸ GMT+۱

په افغانستان کې د بریټانیايي ځواکونو د افغان همکارانو د شخصي معلوماتو په افشا شویو اسنادو کې د بریټانیا د یو شمېر نظامیانو او ځانګړو سرتېرو جزئیات هم خپاره شوي، چې شمېر یې تر ۱۰۰ ډېر ښودل شوی.

د بریټانیا په دفاع وزارت کې سرچینو برېټانیايي رسنیو ته ویلي، چې په دغو افشا شویو اسنادو کې د بریټانیا د څه باندې سلو جاسوسانو یا د ایم ای ۶ د کارکوونکو، د ځانګړو ځواکونو د غړو او نورو نظامیانو معلومات هم شامل دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د معلوماتو دا افشا کېدل د پخواني محافظه‌کار حکومت له لوري د انتقال د یوه پټ پروګرام د پیل لامل شو، چې لګښت یې نږدې دوه میلیارده پونډه اټکل شوی.

هدف دا و چې هم افغانان وژغوري، هم د هغو بریتانیايي چارواکو امنیت وساتل شي چې نومونه یې افشا شوي وو.

د برېټانیا دفاع وزیر جان هیلي د سې شنبې په ورځ بښنه وغوښته او ویې منله چې په دې پېښه کې نه یوازې د افغان همکارانو، بلکې د بریتانیايي لوړپوړو ملاتړکوونکو شخصیتونو معلومات هم شامل وو.

دې مسالې دا وېره خپره کړه، چې ګنې طالبان به د دغو معلوماتو په وسیله د بریټانیايي ځواکونو افغان همکاران تر موندنې وروسته ووژني.

یو شمېر رسنیو رپوټونه ورکړل، چې طالبانو ۲۰۰ پخواني افغان سرتېري وژلي، خو طالبانو دا رپوټونه رد کړل.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اسحاق ډار د طالبانو رییس الوزرا ته د پاکستان د سفر بلنه ور کړې ده

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره په کتنه کې نوموړي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده. د طالبانو رییس الوزرا ویلي، چې «د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه نه حل کېږي او باید په حسن نیت، تفاهم او ښه ګاونډیتوب حل شي».

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ملا محمد حسن اخوند په دې ناسته کې هیله ښودلې، چې د پاکستاني پلاوي سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پراختیا په برخه کې اغېزناک تمام شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو رییس الوزرا ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف نېکې هیلې او سلامونه رسولي او نوموړي ته یې پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې د ډار له قوله ویل شوي، چې له چین نه یې غوښتي، چې د ټرانس-افغان پروژې ملاتړ وکړي.

اعلامیه وايي، چې د طالبانو رییس الوزرا دغه راز د افغان کډوالو په ستنولو کې د دواړو لوریو د هڅو د اغیزناکتیا هیله ښودلې ده.

هغه دغه راز ویلي، چې «د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه نه حل کېږي او باید ستونزې او ننګونې په حسن نیت، تفاهم، همکاري، وروري او ښه ګاونډیتوب حل شي».

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل اېکس ولیکل، چې د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه شوې چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره به په لوړه کچه اړیکې وپالي.

د ملا حسن اخوند او ډار ترمنځ وروستۍ لیدنه د روان کال د اپریل پر ۱۹مه شوې وه.

متقي وايي د جیوپولیټیکو لوبو پر ځای پر اقتصادي اتصال کار کوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ټرانس- افغان رېل پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړې له لاسلیکېدو وروسته وویل، چې «دغه پروژه یوه ټرانزیتي لاره نه بلکې د سټراتېژیک اتصال لپاره لومړنی ګام دی». متقي ویلي، چې دوی په افغانستان کې د جیوپولیټیکو لوبو پرځای پر اقتصادي اتصال کار کوي.

امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ د ټرانس - افغان رېل پټلۍ د شونتیا سنجونې هوکړې د لاسلیکولو په غونډه کې وویل، چې افغانستان د سیمی د وصل ټکی دی او باید په همدې محور تعریف شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، متقي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې هڅې کوي د سیمې په اتصال کې خپل مثبت نقش ترسره کړي.

متقي د ټرانس- افغان رېل پټلۍ په پروژه کې ښکېلو هېوادونو ته په خطاب کې ویلي، چې اعتماد او خپلمنځي باور د اړیکو بنسټ دی او د طالبانو په بهرني سیاست کې د توازن اصل تر څنګ اقتصاد محوري هم یو مهم اصل دی.

د متقي په وینا، «کابل په سیمه کې د افغانستان په جغرافیه کې د جیوپولیټیکو لوبو پر ځای په اقتصادي اتصال کار کوي».

دغه د شنوتیا سنجۍ هوکړه نن د طالبانو، پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې لاسلیک شوه.

سراج الدین حقاني له ازبکستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې سراج الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لېدنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې سراج الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ ازبک پلاوي سره کتلي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او ازبک پلاوي د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراختیا، د سیاسي اقتصادي او فرهنګي همکارۍ ژورتیا او د دواړو هېوادونو د صادراتو او وارداتو کچې لوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو‌ اعلامیه کې د سعیدوف له قوله لیکل شوي چې« ازبکستان د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو، د افغان کډوالو ستونزو حل او په نړیوالو ناستو کې د افغان حکومت فعال ګډون غوښتونکی دی.»

د یادې لېدنې په ترڅ کې سراج الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتنه کړې، چې په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې ورسره اړیکې لا پیاوړې کړي.

پاکستان: کابل او منځنۍ اسیا به د ټرانس-افغان له لارې د پاکستان له بندرونو سره وصل شي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ټرانس- افغان رېل پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړې لاسلیکېدل د سیمه ییز اتصال او اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم پړاو وباله. اسحاق ډار ټینګار کړی چې په دې سره به د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې د پاکستان له سمندري بندرونو سره وصل شي.

د طالبانو، پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې د ټرانس- افغان رېل پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړه نن په کابل کې لاسلیک شوه.

دغه هوکړه د طالبانو د ټولګټو، د ازبکستان د ټرانسپورټ او د پاکستان د رېل پټلۍ د وزارتونو تر منځ لاسلیک شوه.

 

زلمی خلیلزاد: ایران په ډېرې بې رحمۍ سره افغانان اخراجوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړې او وايي، ایران په ډېرې بې رحمۍ سره افغان کډوال اخراجوي. نوموړي له تازه را ستنو شویو افغانانو سره د سیمه ییزو مشرانو او سوداګرو مرستې اغېزناکې بللې دي.

زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې ایران په لنډه موده کې تر نیم میلیون ډېر افغانان اېستلي دي.

نوموړي له دغو تازه را اړول شویو افغانانو سره د سیمه ییزو مشرانو او سوداګرو مرستې اغېزناکې بللې دي.

ایران همدا څه موده مخکې له دغه هېواده په یوه مخیزه توګه د افغانانو اېستلو ته ملا وتړله او تر اوسه یې سلګونه زره افغانان شړلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.