د سوریې ولسمشر احمد الشرع په سوېدا کې د عربو مسلمانو قبایلو او د دروزي اقلیت ترمنځ اوربند اعلان کړی، خو د فرانسې خبري اژانس په ښار کې د نویو نښتو راپور ورکړی او رویټرز هم لیکلي، چې اوربند له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
په سوېدا کې وروستۍ نښتې په دمشق کې د اسلامي حکومت لپاره یوه بله ستره ننګونه بلل کېږي، چې دغه حکومت د تېر ډسمبر په میاشت کې د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته واک ترلاسه کړی دی.
د دروزیانو او بدوی قبیلو ترمنځ له نښتو سره - سره د سوریې حکومتي ځواکونه هم په جګړه کې ښکېل دي.
اسراییل د دروزیانو ملاتړ اعلان کړی او په دمشق کې يې د سوریې پر پوځ او د هېواد د دفاع وزارت پر پوستو برید کړی دی.
که څه هم امریکا د احمد الشرع له حکومته ملاتړ کوي، اسراییل بیا دغه حکومت د اقلیتونو لپاره «یو ګواښ» بللی دی.
د سوریې په سوېدا کې د ډروز په اکثریت سیمه کې فرقه ییزې نښتې د شنبې په ورځ زياتې شوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له څو ورځینیو خونړيو نښتو وروسته د شنبې په ماښام د ډزو او هاوان بریدونو غږونه اورېدل کېدل.
د سوریې د اطلاعاتو وزارت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) اعلان وکړ، چې د کورنیو چارو او عامه امنیت ځواکونه د سوېدا په ښار کې ځای پر ځای شوي دي.