• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ ادعا: په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۱۸ وسله وال وژل شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د فتر له خوا په خپرو شویو خبرپاڼو کې ادعا شوې، چې پوځ په بېلابېلو عملیاتو کې د خیبرپښتونخوا په هنګو او ملاکنډ کې ۱۴ او په بلوچستان ایالت کې څلور وسله وال وژلي دي. پاکستانی پوځ وايي، دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په خېبرپښتونخوا کې عملیات له هغه وروسته شوي چې وسله وال له ډیورنډ کرښې واوښتل.

دوی دغه راز ویلي چې په دې عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو یو شمیر وسله وال ټپیان شوي هم دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د استخباراتو پر بنسټ عملیات د جولای پر ۱۹-۲۰ شپه د "د هند د پراکسي ډلې پورې اړوند ترهګرو د شته والي راپور" پر بنسټ ترسره شول. دا عملیات د بلوچستان ابالت د کلات په سیمه کې ترسره شوي دي.

پاکستانی پوځ خپلو وسله والو مخالفانو ته د هند پراکسي او فتنه الخوارج ډلې اصطلاحات کاروي.

د پاکستان د امنیتي ادارو ددې ادعاګانو په اړه تر دې دمه نه تحریک طالبان پاکستان او نه هم بلوڅ بېلتون پالو کوم غبرګون ښودلی، خو پر ټولنیزو شبکو خپره شوې یوه ویډیو کې وسله وال په هنګو کې د جګړې پرمهال ښودل کیږي چې شاته یې د اور لمبې پورته کیږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په ملاکنډ کې د وسله والو پر ضد عملیات؛ پنځه وسله وال وژل شوي او ۸ نور ژوندي نیول شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ کې د پولیسو او ترهګرۍ ضد څانګې له خوا ګډ عملیات ترسره شوي، چې پکې لږ تر لږه پنځه وسله وال وژل شوي، دوه ټپیان او اته نور ژوندي نیول شوي دي. چارواکي وايي، دغه وسله وال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي وو.

د ملاکنډ د درګۍ تحصیل د مرستیال کمېشنر وحیدالله خان د معلوماتو له مخې، دا عملیات د شنبې په ماښام د مهرډۍ په سیمه کې ترسره شول.

نوموړي وویل: «پولیسو او سي ټي ډي په دغه بریاليو عملیاتو کې برخه واخیسته، پنځه ترهګر له منځه یوړل شول، دوه نور ټپیان شوي او اته تنه نور ژوندي نیول شوي دي.»

وحیدالله خان زیاته کړه، چې نیول شوي کسان د سي ټي ډي مرکز ته لېږدول شوي او ټپیان د درګۍ تحصیل روغتون ته انتقال شوي دي.

نوموړي دا هم تایید کړه، چې دغه وسله وال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي وو او په سیمه کې یې د تاوتریخوالي په ګڼو پېښو کې لاس درلود.

یاده دې وي، چې پاکستان د ۲۰۲۵ د نړۍوال ترهګرۍ د شاخص له مخې دویم مقام لري او د راپورونو له مخې، یوازې په تېر یو کال کې د ترهګریزو پېښو له امله د تلفاتو کچه ۴۵ سلنه زیاته شوې، چې ۱۰۸۱ کسان پکې وژل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي سره امنیتي ځواکونو هڅې هم پراخه کړې دي.

د بلوڅانو د یووالي کمېټه: پولیس په اسلام اباد کې د احتجاج اجازه نه راکوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د بلوڅانو د حقونو یو شمېر فعالانې غواړي د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د خپلو حقونو او د زنداني بلوڅ فعالانو د را خوشې کولو لپاره لاریون وکړي، خو د اسلام اباد پولیسو له خوا د لاریون اجازه نه ورکول کیږي.

د بلوڅانو د یووالي د کمېټي غړې نادیه بلوڅ وایي:« موږ له څلورو ورځو راهیسې پر سړک ناستې یوو، خو اوس پولیسو بسونه راویستي، شمېر یې هم زیات شوی او چمتو دي، چې موږ په زور بېرته بلوچستان ته ولېږي.»

نوموړې زیاتوي:«موږ دلته هر سهار راځو، ماښام ځو، ځکه چارواکي خېمې نه پریږدي. خو نن چې راغلو ویل یې ، تاسو دلته د لاریون اجازه نه لری. داسې ښکاري چې یواځې بلوڅانو ته د مظاهرې حق نه شته.»

له دغو لاریون کوونکو سره د پولیسو د ناسم چلند په اړه یو شمېر سیاسیونو هم غبرګون ښودلی او وايي، بلوڅانو ته دې د لاریون کولو اجازه ورکړل شي.

د پاکستان د سنا جرګې پخواني غړي مشتاق احمد ویلي:«لاریون د دوی قانوني حق دی. دوی د قانون له مخې، د خپل ژوند او عادلانه محاکمې حق غواړي، خو د لاریون په ځای کې په ډېر شمېر کې پولیس ځای پر ځای شوي، سړکونه تړل شوي او خلک له وېرې سره مخ دي.»

پر همدغه مهال د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم د ښځینه بلوڅ لاریون کوونکو پر وړاندې د پولیسو چلند اندېښمنوونکی بللی او وايي:« دوی باید د نورو وګړو په څېر درناوی ولري او د سوله ییز لاریون حق باید ترې وا نه خېستل شي.»

د بلوڅانو د یووالي کمېټې ښځینه غړو له هغه وروسته د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د لاریون کولو هڅې پیل کړې، چې څو ورځې وړاندې د بلوچستان په کوټه ښار کې د ترهګرۍ ضد محکمې د ماهرنګ بلوچ او د دغه غورځنګ ۱۵ نورو غړو په اړه د پنځلس ورځو لپاره په زندان کې د ساتلو پرېکړه وکړه.

د اسلام اباد یوې محکمې د خېبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډا پور د نیولو امر صادر کړ

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د اسلام اباد یوې ځايي محکمې د خېبر پښتونخوا د سر وزیر اعلی امین ګنډاپور د شرابو او ناقانونه وسلو د لرلو په قضیه کې د نیولو امر صادر کړ. یاد امر وروسته له هغه صادر شو، چې محکمې ته د حاضرېدو لپاره د ګنډاپور د معافیت غوښتنه رد شوه.

د پاکستاني جیو ټلوېزیون د راپور له مخې، د اسلام‌اباد یوې سیمه‌ییزې محکمې دا خبرداری هم ورکړی چې ښايي محکمه د امین ګنډاپور په غیاب کې پرېکړه صادره کړي او نوموړی به د ځان د دفاع حق هم له لاسه ورکړي.

د اسلام‌اباد یوې سیمه‌ییزې محکمې حکم کړی چې علي امین ګنډاپور باید د جولای تر ۲۱مې نېټې مخکې محکمې ته حاضر شي او ټینګار یې کړی چې چارواکي باید د هغه د نیولو د امر په پلي کولو کې پاتې رانشي.

دا پرېکړه یوه اونۍ وروسته له هغه شوې، چې د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور له لاهوره د پاکستان تحریک انصاف په استازیتوب د لاریونونو د پیلولو اعلان وکړ.

تر دې دمه پورې علي امین ګنډاپور کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غواړي، چې له زندان څخه د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون لپاره پراخ لاریونونه پیل کړي.

په خېبر پښتونخوا کې د عملیاتو پرمهال ۹ وسلوال وژل شوي او ۳ افسران ټپیان شوي دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا ایالت پولیس وايي، چې د یاد ایالت اړوند د هنګو په ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۹ وسلوال وژل شوي او ۳ پاکستاني افسران ټپیان شوي. د پولیسو افسر ذوالفقار حمید رسنیو ته وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونو او پولیسو د هنګو په زرګري شینواري سیمه کې ګډ عملیات ترسره کړي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د کوهاټ د سیمه‌ییزو پولیسو افسر عباس مجید په حواله لیکلي چې د دې عملیاتو پرمهال د پولیسو ټپي شوي افسران د کوهاټ په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د عمومي مشر لخوا ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو او د پولیسو ترمنځ سخته نښته هم شوې ده.

تراوسه پورې پاکستاني طالبانو او یا هم کومې بلې وسلوالې ډلې د خېبرپښتونخوا د پولیسو ددې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان د هند لپاره خپل فضایي حریم یو ځل بیا د یوې میاشت لپاره وتاړه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۱

پاکستان د هندي الوتکو پرمخ خپل فضایي حریم یو ځل بیا د اګست میاشت پورې بند کړ، له دې پرېکړې سره به د هند ټولو الوتکو ته د پاکستان هوایي حریم ته ننوتل منع وي.

د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې له خوا خبرداری خپور شوی، چې له مخې یې د هندي الوتکو پر وړاندې فضایي حدودو بندېدل یوه میاشت نور تمدید شوي.

ددغه خبرداري په اساس، د هند ټولې الوتکې به تر اګست ۲۳پورې د پاکستان فضایي حدود ته د ننوتلو اجازه ونه لري.

د پاکستان هوایي ډګرونو ادارې زیاته کړه چې دغه بندیز یوازې د هند تجارتي طیارو پورې محدود نه دی، بلکه د هند په ملکیت کې اخیستل شوې پوځي او ملکي طیاري همپه دغه بندیز کې شاملې دي.

یاده دې وي چې د هندي الوتکو لپاره د پاکستان فضایي سرحدونه د ۲۳اپرېل راهیسې بند دي، او دا بندیز تر دې مخکې هم دوه ځله یوه یوه میاشت لپاره غځول شوې وو.