• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پکتیا ولایت کې دوه کسان د «نامشروع اړیکو» په تور په دورو ووهل

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۱

طالبانو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې دوه کسان د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دورو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ولسوالۍ ابتداییه محکمې دغه تورن کسان پر ۱۸-۱۸ میاشتو تنفیذي بند او ۳۵ـ ۳۵ دورو تعزیري سزا محکوم کړی وو.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په سرپل ولایت کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۸ کسان په دورو ووهل.
که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو، د بښنې نړۍوال سازمان او یوناما تل په افغانستان کې د اعدامونو او نورو بدني سزاوو دوام غندلي او د دغه سزاوو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې؛ خو د دغو غوښتنو په ځواب کې بیا د طالبانو سترې محکمې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دا دریځ «نامنصفانه او حیرانوونکی» بللی دی، چې قصاص او بدني سزاوې یې د انساني کرامت خلاف چارې بللې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ وايي په اماراتو کې د بند پاتې افغانانو د ژغورنې لپاره سملاسي اقدام کوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپله ټولنیزه شبکه ولیکل، چې د هغو افغانانو د ژغورنې سملاسي چارې پیلوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان نه وتلي او په متحده عربي اماراتو کې بند پاتې دي. ټرمپ وايي، « زه به هڅه وکړم چې ویې وژغورم، همدا اوس یې پیلوم».

د امریکا ولمسشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه پر خپله ټولنیزه پاڼه ټروت ولیکل په متحده عرب اماراتو کې د بند پاتې افغانانو د ژغورنې لپاره همدا اوس لاس په کار کیږي.

ټرمپ دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې د "Just the News" په نوم یوې خبري سرچینې خبر ورکړی چې د اماراتو چارواکي غواړي یو شمېر افغان کډوال طالبانو ته وسپاري.

متحده عربي امارات، چې د امریکا نږدې امنیتي ملګری هېواد بلل کېږي، په ۲۰۲۱میلادي کال کې له کابل څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال زرګونه افغانان موقتي و منل.

د امریکا له حکومت سره د همکارۍ له امله دغو کسانو ته د طالبانو له وېرې پناه ورکړل شوې وه.

څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ له متحده عربي اماراتو څخه له ګواښ سره مخ افغانانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د راپورونو له مخې، سلګونه افغان کورنۍ چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا او نورو هېوادونو کې د ځای پر ځای کولو په موخه په عربي متحده اماراتو کې ځای پر ځای شوې، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د ټولنیزو رسنیو پر فعالانو محدودیت؛ طالبانو دا ځل په لغمان کې یو ټیکټاکر نیولی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۱

طالبانو په لغمان ولایت کې د ټیکټاک ټولنیزې رسنۍ یو افغان فعال نیولی، سر یې ور خرېیلی او اعتراف ته اړ اېستی، چې نور به په ټېکټاک کې فعالیت نه کوي. د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوموړي یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ د همت الله خوشبخت په نوم د لغمان ولات د یو اوسېدونکي ویډیو خپره کړې ده او وايي، چې نوموړي په ټېکټاک کې “غیر مناسب” فعالیت ترسره کاوه.

د طالبانو په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې د همت الله سر یې کل کړی او له نوموړي څخه ظاهرا په زور اعتراف اخلي چې نور به په ټېکټاک کې فعالیت نه ترسره کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبانو تردې وړاندې هم په کابل او ځینو ولایتونو کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه ټېکټاک فعالان نیولي او له هغوی څخه یې په ټېکټاک کې د فعالیت نه کولو اعترافونه اخېستي دي.

پاکستانی سیاستوال اختر مېنګل له پاکستان څخه بهر سفر کولو نه منع شوی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان غړی او د بلوچستان د ملي ګوند مشر اختر مېنګل وايي، غوښتل یې د کوټې له هوايي ډګر څخه دوبۍ ته سفر وکړي، خو په هوايي ډګر کې ورته ویل شوي، چې نوم یې د «لنډمهالي ملي پیژندپاڼې نوملړ» کې دی او د سفر کولو اجازه نه لري.

اختر مېنګل له نورو جزییاتو ورکولو پرته پر اېکسپاڼه دوبۍ ته د خپل سفر ټکټونه هم خپاره کړي دي.

د ملي پېژندپاڼې نوملړ (PNIL) یو لنډمهاله فهرست دی، چې حکومت یا اړوند اداره‌ یې جوړوي او هغه کسان پکې شامل وي چې د هغوی تابعیت، قانوني وضعیت، یا پېژندنه لا تر اوسه نه‌ وي بشپړ تایید شوي، یا بیاکتنه پرې روانه وي.

تر اوسه د پاکستان حکومت بهر ته د اختر مېنګل پر سفر د بندیز په اړه څه نه دي ویلي.

جاپانیان نن په ټول‌ټاکنو کې برخه اخلي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د جاپان خلک نن (یک‌شنبه) د مشرانو جرګې په ټاکنو کې برخه اخلي. اټکل کېږي چې خلک د اوسني لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا پر ځای بل چا ته رايې ورکړي.

نظرپوښتنې ښيي چې ښايي د ایشیبا اېتلافي حکومت ونه شي کولای له ۲۴۸ څوکیو نه ۵۰ څوکۍ وګټي. رویټرز وايي، په دې ټاکنو کې د هغو وړو مخالفو ګوندونو د بریا چانس ډېر دی چې د مالیې کمېدو او کډوالۍ محدودیت غواړي.

د ایشیبا ګوند د مالي لګښت په پراخه کې محتاط دی، خو مخالفان د دولتي لګښتونو زیاتولول غواړي.

دا ټاکنې به نن د جاپان پر وخت د ماښام ۸ بجې پای ته ورسېږي او پایلې به یې ژر اعلان شي.

په ویتنام کې د سېلانیانو کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۱۸ کسان مړه او لسګونه لا هم ورک دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د ویتنام رسنیو راپور ورکړی، چې د ها لونګ بې په نوم سیلاني سیمه کې یوه کښتۍ اوبو کې ډوبه شوې، چې له امله یې ۱۸ کسان مړه او لسګونه نور لا هم ورک دي.

د راپورونو له مخې، په دې کښتۍ کې د عملې په ګډون ۵۳ سیلانیان چې د ویتنام د هالونګ بې په نوم سیلاني سیمې ته تللي وو، خو د ناڅاپاني زورور باران له امله یې کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې ده.

د یادې پیښې په اړه راپورونو کې ویل شوې، چې پوله ساتو ځواکونو د کښتۍ ۱۲ سورلي ژوندي ژغورلي او د ۱۸ کسانو مړي یې له اوبو را ایستلي دي.

چارواکو د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې په اوبو کې د ډوب شویو پاتې کسانو لټون دوام لري.