جاپانیان نن په ټولټاکنو کې برخه اخلي

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د جاپان خلک نن (یکشنبه) د مشرانو جرګې په ټاکنو کې برخه اخلي. اټکل کېږي چې خلک د اوسني لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا پر ځای بل چا ته رايې ورکړي.

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د جاپان خلک نن (یکشنبه) د مشرانو جرګې په ټاکنو کې برخه اخلي. اټکل کېږي چې خلک د اوسني لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا پر ځای بل چا ته رايې ورکړي.
نظرپوښتنې ښيي چې ښايي د ایشیبا اېتلافي حکومت ونه شي کولای له ۲۴۸ څوکیو نه ۵۰ څوکۍ وګټي. رویټرز وايي، په دې ټاکنو کې د هغو وړو مخالفو ګوندونو د بریا چانس ډېر دی چې د مالیې کمېدو او کډوالۍ محدودیت غواړي.
د ایشیبا ګوند د مالي لګښت په پراخه کې محتاط دی، خو مخالفان د دولتي لګښتونو زیاتولول غواړي.
دا ټاکنې به نن د جاپان پر وخت د ماښام ۸ بجې پای ته ورسېږي او پایلې به یې ژر اعلان شي.


رویټرز ليکلي چې پرون (شنبه) د لاس انجلس ښار ورمونټنایټ کلب مخې ته یوه سړي پر خلکو موټر خېژولی چې سملاسي هغه د خلکو له فزیکي شخړې سره مخ او وژل شوی دی. د راپور لهمخې، د دې پېښې د ټپیانو شمېر تر ۳۰ ورسېد.
د لاس انجلس د اور وژنې ادارې د اعلامیې لهمخې، په دې ټپيانو کې د ۶ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د یادې ادارې ویاند کپټان اډم وینګرپن ویلي چې موټر لومړی د کلب مخې ته له بل موټر سره ټګر کړای شوی او وروسته په پارکېنګ کې د خلکو پر یوې ډلې وروخوت.
پولیسو ویلي، چې پر موټر چلوونکي د خلکو لهخوا برید شوی او په ډزو وژل شوی دی. دې سره هممهاله، موټر چلوونکی روغتون ته وړل شوی، خو تر دې دمه یې د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نشته.

په ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم اخوند ویلي چې دا ډله له پاکستان نه د ستنېدونکو کډوالو حقوقي ملاتړ، ټولنیز ادغام او بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو ته ژمنه ده. هغه دا څرګندونې په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو له یوه پنډغالي نه د لیدنې پر مهال کړې دي.
د طالبانو ولایت مقام شنبه (چنګاښ ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي هېواد ته د ستنېدونکو کډوالو د وضعیت او ورته وړاندې کېدونکو خدمتونو څخه هم څارنه کړې ده. په تورخم کې د ستنېدونکو کډوالو د موقتي مېشتېدنې اړوند پنډغالي طالب مسوول ملا هاشم میوندوال په وینا، هلته یې د ثبت، استوګنې او روغتیایي خدمتونو اسانتیاوې چمتو کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان نه تازه ستنو شویو کسانو څو څو ځله شکایتونه کړي چې په یاد پنډغالي کې ورته هغه ډول چې په کار ده خدمتونه نه وړاندې کېږي او ان د څښاک پاکو اوبو د کموالي ستونزې سره هم مخ شوي دي.
له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ په دې وروستیو کې په بېسارې ډول چټکه شوې او طالبان په افغانستان کې د دغې څپې په ښه مدیریت کې پاتې راغلي دي. د سرپناوو نشتوالی، بېروزګاري او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته نه لاسرسی یې پر وړاندې لویې ننګوونې دي.
له یادو دواړو ګاونډیو هېوادونو نه اېستل کېدونکو افغانانو شکایتونه کړي چې د ستنېدو پرمهال یې شتمنۍ، جایدادونه او روزګار په دغو هېوادونو کې پاتې شوي او د خوندیتوب تضمینونه هم نه دي ورکړل شوي.
که څه هم طالبانو د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره په دې تړاو د ګډې همکارۍ یادونه کړې وه او له خلکو یې غوښتي وو چې د خپلو شتمنیو د خوندیتوب لپاره دې په اسلاماباد کې د دغې ډلې له سفارت سره په اړیکو کې شي، خو راپورونو څرګنده کړې چې دغو خبرتیاوو یوازې تبلیغاتي بڼه لرله.
هممهاله د بشري مرستو یو شمېر همغږې کوونکې ادارې او د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې د تازه ستنېدونکو روانې څپې به په افغانستان کې حاکمه لوږه او بشري ناورین لا پسې پراخ کړي. طالبان چې د همدې حالت زېږوونکې ډله بلل شوې، دا وس یې له لاسه ورکړی چې تازه ستنېدونکو ته سم خدمتونه وړاندې کړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغان کډوالو د وضعیت د تنظيم او ستنېدو په اړه ویلي:«افغان کډوال زموږ وړونه او خویندي دي او اوسني اقدامات په ایران کې د دوی د شتون د تنظيم په اړه اړين دي.» نوموړي ټینګار کړی، چې د کډوالو د ستنېدو بهیر باید په درناوي او ارامتیا سره ترسره شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغان کډوالو وضعت او ستنېدو ته په اشارې ویلي: «که څه هم دا بهیر ممکن ځیني ننګونې ولري؛ خو باید هڅه وشي، چې د دوی ستنېدل د انساني کرامت په ساتلو تر سره شي.»
پزشکیان پر هغو کسانو نیوکه وکړه، چې د بشري حقونو په پلمه د ایران پر سیاستونو نیوکه کوي؛ خو د افغان ښځو او ماشومانو د وژنو پر وړاندې چوپ پاتې دي.
د نوموړي له دې څرګندونو سره هممهاله په هرات ولایت کې د طالبانو د والي په مشرۍ د افغان چارواکو یو پلاوی مشهد ته تللی، ترڅو د هرات ـ خراسان رضوي ترمنځ د ګډې اقتصادي کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.
یاد پلاوي د کډوالو له کمپونو څخه لیدنه کړې او له ایراني چارواکو سره یې د کډوالو د ستنېدو د اسانتیاوو او د انساني حقونو د رعایت په اړه هم خبرې کړې دي.
د ایراني چارواکو په خبره، د کډوالو په ځانګړې توګه د افغان وګړو د تنظیم موضوع د حکومت او پارلمان له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په سوېدا ښار کې له اوو ورځو جګړو وروسته د مړو شمېر ۹۴۰ ته لوړ شوی دی. دې سازمان ویلي، چې د سوېدا په لوېدیځو سیمو کې جګړې یو ځل بیا زور اخيستی او د اوربند د بشپړ ماتېدو او د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو احتمال شتون لري.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع په سوېدا کې د عربو مسلمانو قبایلو او د دروزي اقلیت ترمنځ اوربند اعلان کړی، خو د فرانسې خبري اژانس په ښار کې د نویو نښتو راپور ورکړی او رویټرز هم لیکلي، چې اوربند له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
په سوېدا کې وروستۍ نښتې په دمشق کې د اسلامي حکومت لپاره یوه بله ستره ننګونه بلل کېږي، چې دغه حکومت د تېر ډسمبر په میاشت کې د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته واک ترلاسه کړی دی.
د دروزیانو او بدوی قبیلو ترمنځ له نښتو سره - سره د سوریې حکومتي ځواکونه هم په جګړه کې ښکېل دي.
اسراییل د دروزیانو ملاتړ اعلان کړی او په دمشق کې يې د سوریې پر پوځ او د هېواد د دفاع وزارت پر پوستو برید کړی دی.
که څه هم امریکا د احمد الشرع له حکومته ملاتړ کوي، اسراییل بیا دغه حکومت د اقلیتونو لپاره «یو ګواښ» بللی دی.
د سوریې په سوېدا کې د ډروز په اکثریت سیمه کې فرقه ییزې نښتې د شنبې په ورځ زياتې شوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له څو ورځینیو خونړيو نښتو وروسته د شنبې په ماښام د ډزو او هاوان بریدونو غږونه اورېدل کېدل.
د سوریې د اطلاعاتو وزارت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) اعلان وکړ، چې د کورنیو چارو او عامه امنیت ځواکونه د سوېدا په ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

افغانستان چې د "ترهګرۍ ضد" جګړې په نوم ونیول شو، اوس د نړۍوالو مداخلو تر ټولو ژور او دردونکی انځور وړاندې کوي. له کابل څخه نیولې تر بغداد او طرابلسه امریکا په داسې جګړو کې ښکېله وه چې نه یې ګټه روښانه ده، نه یې موخه معلومه وه او نه یې هم پای څرګند دی.
د انډېپېنډنټ انسټیټیوټ په خپله تازه خپره شوې مقاله کې لیکلي، چې د امریکا لهخوا د اسلامي نړۍ په هېوادونو کې لاسوهنې، د بدلونونو تر شا د "ازادۍ" شعارونه او بیا د خپل لاس جوړ کړکېچونو د حل په موخه بیاځلي پوځي مداخلې د یوه تاریخي تسلسل بڼه غوره کړې ده، چې د دې پایله د ترهګرۍ پراختیا، د دولتونو سقوط او د میلیونونو بېګناه انسانانو کړاوونه دي.
په مقاله کې راغلي، چې د ۲۰۱۶م کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د لیبیا، افغانستان او عراق کړکېچونه د امریکا د بهرنۍ تګلارې د ناکامۍ څرګندې نښې وې.
ډېری جمهوريپالانو د افغانستان او عراق ناورینونه پر بارک اوباما واچول، خو د لیبیا د ناورین او د داعش د چټک راڅرګندېدو مسوولیت د هیلاري کلنټن د مشرۍ پر مهال رامنځته شو.
مقاله زیاتوي، داسې ښکاري چې د امریکا سیاستوال له خپلو تېرو تګلارو څخه سترګې پټوي.
په مقاله کې ویل شوي، چې ډونالد ټرمپ که څه هم له بېپروا قضاوتونو او د کډوالو پر ضد په ناسم چلند بدنام دی، خو یو حقیقت کې یې روښانه کړه، چې جورج ډبلیو بوش نه یوازې د سیپټمبر ۱۱ بریدونو مخنیوی ونه کړ، بلکې د افغانستان د «اشغال» له لارې په یو بېپایه ملتجوړونې کې ښکېل شو او بیا یې د جعلي استخباراتو پر بنسټ عراق ونیو، یو داسې اقدام چې د القاعده عراق څانګه او وروسته خونړۍ داعش ډله وزېږېده.
د امریکا پر سیاست نیوکې یوازې د جګړو له پیل سره پای ته نه دي رسېدلي.
بارک اوباما چې د لیبیا پر ضد هوايي برېدونه د کلېنټن په فشار ومنل، وروسته له هغه اړ شو چې بېرته هم هلته او هم عراق ته ځواکونه واستوي، څو د خپل لاس جوړ کړکېچونه کابو کړي.
ددغه انسټيټیوټ په مقاله کې راغلي، چې د امریکا د لاسوهنو رېښه لا ژوره ده.
د سړې جګړې پر مهال کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، امریکا د سعودي عربستان له سخت دریځه وهابي مفکورې سره اوږه په اوږه، مجاهدین تمویل کړل، همدا ملاتړ د اسلامي وسلهوالو د نړۍوال جریان پیل و، چې وروسته القاعده او بیا داعش وزېږېد.
د دې هر څه تر شا یو ستر ټکی دا دی، چې د امریکا، لوېدیځو هېوادونو او روسیې مداخلې که څه هم د اسلامي سخت دریځۍ پیدا کوونکې نه دي، خو د هغوی غبرګون د شعاع د پراخوالي لامل شوې. د داعش له خوا د پاریس بریدونه د فرانسې د نظامي لاسوهنو پایله وه، چې له امریکا سره یې په لیبیا او مالي کې همکاري کړې وه.
مقاله زیاتوي، چې ترهګري د خاورې د اشغال، کلتوري سپکاوي او بهرني پوځي شتون پروړاندې مستقیم غبرګون دی. د امریکا پر دوو سوداګریزو مرکزونو د سپټامبر پر یوولسمې له بریدونو راهیسې دغه هېواد لږ تر لږه په اوو اسلامي هېوادونو کې نظامي عملیات کړي.
مقاله د پوښتنې په بڼه وایي چې په دې حساس پړاو کې کله چې داعش د لیبیا په سیرت ښار کې د نوي "خلافت" د جوړېدو هڅې کوي، امریکايي استخبارات دا څانګه د داعش تر ټولو خطرناکه څانګه بولي. اوباما چې مخکې یې د "نشت مداخلې" وعدې کړې وې، بیا هم د لیبیا پر ضد د بریدونو پر پراخولو غور کوي.
په دغه مقاله کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د امریکا د دوو لسیزو حضور هم د داسې یوه ملت پر ضد بدلون ته لاره هواره کړه، چې د پاشل کېدو له خطر سره مخ و. د طالبانو د نسکورېدو پر ځای باید پر القاعدې دقیق عملیات ترسره شوي وای.
په عراق کې د صدام حسین د حکومت نسکورول هم ورته نتایج درلودل.
په مقاله کې د پوښتنې په بڼه ویل شوي، چې ایا د امریکا د بهرنۍ تګلارې دوامداره ناکامي به یو ځل بیا په لیبیا کې تکرار شي؟
که ریښتیا هم امریکا غواړي د ترهګرۍ ګواښ کم کړي، نو باید خپلې نظامي مداخلې پای ته ورسوي، نه دا چې نورې زیاتې کړي.
تجربو ښودلې چې کمه مداخله، لکه څنګه چې د امریکا له خوا د لبنان پرېښودو وروسته د حزبالله بریدونه راکم شول، ګټور تمامېدای شي.
د مقالې په پای کې راغلي، تاریخ باید یوازې د یادونې نه، بلکې د عبرت سرچینه وي.
که امریکا او د هغې متحدین غواړي نور ځان له ترهګرۍ وساتي، باید د خپلو تېرو سیاستونو پر عواقبو ودرېږي، نه دا چې په هماغه تېرو لارو بیا ګامونه واخلي.
د اسلامي هېوادونو اشغال او مداخلې چې د "ثبات" او "ډېموکراسۍ" تر نامه لاندې ترسره کېږي، یوازې جګړې اوږدوي، افراط ته وده ورکوي او یوه بل نسل ته د غچ اخیستنې اور ورپېژني.