مارکو روبیو وايي، د دمشق حکومت په سوریه کې د جنایتونو د پای ته رسېدو مسوولیت لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سوریې په سوېل کې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه ویلي چې د امریکا متحدهایالات په تېرو درېیو ورځو کې له اسراییل، اردن او دمشق له چارواکو سره په همغږۍ د دې «وېرونکې او خطرناکې» سیمې د بدلون اړه فعال رول لوبولی دی.
