• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې موسمي ورښتونه؛ جولای میاشت کې تر ۱۸۰ ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي چې د اقلیمي بدلون، سختو بارانونو، توپانونو او سېلابونو له امله یوازې د روانې جولای میاشتې له پیله په دغه هېواد کې «۱۸۰ کسان مړه او تر ۵۰۰ ډېر» ټپیان شوي دي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی چې د بارانونو روانه څپه دوامداره ده او د خېبرپښتونخوا تر څنګ پنجاب او سند ایالتونو کې د سېلابونو خطر ډېر شوی دی. همداراز د واورینو غرونو ویلي کېدل هم د سېلابونو د شدت لامل بلل شوی دی.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د سند ایالت اړوند د کراچۍ په ګډون حیدراباد، سکر، بدین، نواب‌شاه، او لارکانه ښارونه له سختو بارانونو سره مخامخ دي او د ښاري سېلابونو ګواښ هم ورته متوجه دی.

په پنجاب ایالت کې هم د څلورم پړاو بارانونو خبرداری ورکړل شوی چې لاهور، فیصل‌اباد، راولپېنډۍ او چکوال ښارونه تر پوښښ لاندې نیسي. په اسلام‌اباد کې د راول بند په بشپړه توګه ډک شوی او چارواکي اړ شوي چې د بند دروازې خلاصې کړي. همداراز، د اټک په ولسوالۍ کې درې ماشومان د چت نړېدنې، برېښنا او اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د ژغورنې ډلې تر ۱۵۰۰ ډېر یات کسان د سېلاب ځپلو سیمو نه ژغورلي دي. د مرګ‌ژوبلې زیاتره پېښې په لاهور، فیصل‌اباد او شېخ‌پور کې رامنځته شوي چې عمده لاملونه یې زړې ودانۍ، د برېښنا شارټۍ او ترافيکي پېښې بلل شوي دي.

په خیبرپښتونخوا کې هم د کابل، سوات او پنجکوړې سیندونو د ناڅاپي سېلابونو خطر ډېر شوی او ان چارواکو په غرنیو سیمو کې هم خلکو ته د خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر انعام حیدر ملک ویلي، د دې وضعیت اصلي لامل د اقلیم بدلون او د هوا تودېدل دي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځ، ایالتي ادارو او بېلابېلو مرستندویو بنسټونو په همکارۍ پراخ اقدامات پیل شوي، څو د دې ناورین مخه ونیول شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې پراخ اور ډېره ځنګلي سيمه سوځولې

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۴ GMT+۱

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، په اوریګن ایالت کې د بادونو او وچې هوا له امله اور بل شوی چې په پایله کې تر ۹۵ زره جریبه ډېره سیمه کې خپور شوی دی. د اټکل له‌مخې، د روانې اوونۍ په پای کې هوا مناسبه کېږي او ښايي د اور د پراخېدو مخه ونیول شي.

په دې ځنګلي اورلګېدنه کې تر ۶۵۰ ډېر کورونه او ودانۍ د سوځېدو له ګواښ سره مخ دي. همداراز تر دې مهاله څلور کورونه او دوې نورې ودانۍ سوځېدلي دي.

دا اور تېره یکشبنه د ویلوډیل ښارګوټي ته څېرمه بل شوی چې له پورټلېنډ ښار نه ۱۳۵ میله لرې دی. د اوریګن والي ټینا کوټیک دا اور خطرناک بللی او بېړنی حالت یې اعلان کړی دی.

اوروژونکې ډلې تر ډېره حده د اوچوکو ملي ځنګل ته د اور پراخېدو مخه نیولې او د جمعې پر ورځ یوازې یو زرو او ۴۷۶ جریبه نوې سیمه سوځېدلې ده.

پاکستانۍ ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوالو لوبو مهال وېش اعلان کړ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۵ GMT+۱

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوالو لوبو لپاره خپل مهال وېش اعلان کړی دی. دغه مهال وېش چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کال لپاره دی، له پیاوړو لوبډولو سره د پاکستانۍ لوبډلې لپاره یو ورځنۍ او شل اوریزې سیالۍ په پام کې نیول شوې دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي چې اعلان شوی مهال وېش به د دوو نړۍوالو جامونو لپاره د چمتووالي برخه وي.

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ نړۍوال پنځوس اوريز جام او ۲۰۲۶ شل اوريز نړیوال جام کې برخه واخلي.

په اعلان شوي مهال وېش کې پاکستانۍ لوبډله له ایرلېنډ، سوېلي افریقا، زمبابوې او وېسټ انډیز سره یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې لري.

د ښځو د کرېکټ د نړیوال جام یو ورځنی سیالۍ به د روان کال په اکټوبر او شل اوریزې سیالي به یې د راتلونکې ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې ترسره شي.

جاپانیان نن په ټول‌ټاکنو کې برخه اخلي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د جاپان خلک نن (یک‌شنبه) د مشرانو جرګې په ټاکنو کې برخه اخلي. اټکل کېږي چې خلک د اوسني لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا پر ځای بل چا ته رايې ورکړي.

نظرپوښتنې ښيي چې ښايي د ایشیبا اېتلافي حکومت ونه شي کولای له ۲۴۸ څوکیو نه ۵۰ څوکۍ وګټي. رویټرز وايي، په دې ټاکنو کې د هغو وړو مخالفو ګوندونو د بریا چانس ډېر دی چې د مالیې کمېدو او کډوالۍ محدودیت غواړي.

د ایشیبا ګوند د مالي لګښت په پراخه کې محتاط دی، خو مخالفان د دولتي لګښتونو زیاتولول غواړي.

دا ټاکنې به نن د جاپان پر وخت د ماښام ۸ بجې پای ته ورسېږي او پایلې به یې ژر اعلان شي.

په لاس انجلس کې پر خلکو د موټر خېژول؛ د ټپیانو شمېر ۳۰ ته ورسېد

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۷ GMT+۱

رویټرز ليکلي چې پرون (شنبه) د لاس انجلس ښار ورمونټنایټ کلب مخې ته یوه سړي پر خلکو موټر خېژولی چې سملاسي هغه د خلکو له فزیکي شخړې سره مخ او وژل شوی دی. د راپور له‌مخې، د دې پېښې د ټپیانو شمېر تر ۳۰ ورسېد.

د لاس انجلس د اور وژنې ادارې د اعلامیې له‌مخې، په دې ټپيانو کې د ۶ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د یادې ادارې ویاند کپټان اډم وینګرپن ویلي چې موټر لومړی د کلب مخې ته له بل موټر سره ټګر کړای شوی او وروسته په پارکېنګ کې د خلکو پر یوې ډلې وروخوت.

پولیسو ویلي، چې پر موټر چلوونکي د خلکو له‌خوا برید شوی او په ډزو وژل شوی دی. دې سره هم‌مهاله، موټر چلوونکی روغتون ته وړل شوی، خو تر دې دمه یې د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نشته.

طالبان وايي، د راستنېدونکو حقوقي ملاتړ ته ژمن دي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم اخوند ویلي چې دا ډله له پاکستان نه د ستنېدونکو کډوالو حقوقي ملاتړ، ټولنیز ادغام او بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو ته ژمنه ده. هغه دا څرګندونې په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو له یوه پنډغالي نه د لیدنې پر مهال کړې دي.

د طالبانو ولایت مقام شنبه (چنګاښ ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي هېواد ته د ستنېدونکو کډوالو د وضعیت او ورته وړاندې کېدونکو خدمتونو څخه هم څارنه کړې ده. په تورخم کې د ستنېدونکو کډوالو د موقتي مېشتېدنې اړوند پنډغالي طالب مسوول ملا هاشم میوندوال په وینا، هلته یې د ثبت،‌ استوګنې او روغتیایي خدمتونو اسانتیاوې چمتو کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان نه تازه ستنو شویو کسانو څو څو ځله شکایتونه کړي چې په یاد پنډغالي کې ورته هغه ډول چې په کار ده خدمتونه نه وړاندې کېږي او ان د څښاک پاکو اوبو د کموالي ستونزې سره هم مخ شوي دي.

له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ په دې وروستیو کې په بې‌سارې ډول چټکه شوې او طالبان په افغانستان کې د دغې څپې په ښه مدیریت کې پاتې راغلي دي. د سرپناوو نشتوالی، بې‌روزګاري او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته نه لاس‌رسی یې پر وړاندې لویې ننګوونې دي.

له یادو دواړو ګاونډیو هېوادونو نه اېستل کېدونکو افغانانو شکایتونه کړي چې د ستنېدو پرمهال یې شتمنۍ، جایدادونه او روزګار په دغو هېوادونو کې پاتې شوي او د خوندیتوب تضمینونه هم نه دي ورکړل شوي.

که څه هم طالبانو د‌ پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره په دې تړاو د ګډې همکارۍ یادونه کړې وه او له خلکو یې غوښتي وو چې د خپلو شتمنیو د خوندیتوب لپاره دې په اسلام‌اباد کې د دغې ډلې له سفارت سره په اړیکو کې شي، خو راپورونو څرګنده کړې چې دغو خبرتیاوو یوازې تبلیغاتي بڼه لرله.

هم‌مهاله د بشري مرستو یو شمېر همغږې کوونکې ادارې او د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې د تازه ستنېدونکو روانې څپې به په افغانستان کې حاکمه لوږه او بشري ناورین لا پسې پراخ کړي. طالبان چې د همدې حالت زېږوونکې ډله بلل شوې، دا وس یې له لاسه ورکړی چې تازه ستنېدونکو ته سم خدمتونه وړاندې کړي.