حامد کرزي د کډوالو په برخه کې د برېټانیا د مرستو ستاینه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، برېټانیا ته کور ودانی وايي چې له افغان کډوالو سره د مرستو په لړ کې یې له افغانستان سره ۱۲ مېلیونه پاونډه مرسته کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، برېټانیا ته کور ودانی وايي چې له افغان کډوالو سره د مرستو په لړ کې یې له افغانستان سره ۱۲ مېلیونه پاونډه مرسته کړې ده.
ښاغلي کرزي زیاته کړې: «برېټانیا له افغانانو سره تر دې مخکې هم ډېرې مرستې کړي او زه هیله لرم چې دا مرستې به په بېلابېلو برخو کې دوام ولري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنې ته په اشارې وايي چې دا ډله د امریکا په ګډون له ټولو هېوادنو سره مثبتې او پر متقابل درناوي ولاړې او ټینګي اړیکې غواړي.
هغه تازه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ډېپلوماسۍ انسټیتيوټ نه د ډیپلوماټانو فراغت غونډې ته ویلي، د امریکا ولسمشر په کراتو په بګرام کې د چنایانو د حضور خبره کړې، خو دا باید ټولو ته واضح وي چې «طالبان له هیچا سره د پوځي حضور په اړه تعامل نه کوي او حاضر نه دي چې د خپلې خاورې یو انچ کې یې بهرنیان پوځي حضور ولري.»
متقي زیاته کړې چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې له نړۍوالو سره د دغې ډلې مثبت او نېک تعامل دا ثابته کړه چې دوی هیچاته ګواښ نه دي او د امریکا په ګډون دې د نړۍ نور هېوادونه د یادې ډلې د رسمیت پېژندنې په برخه کې ګامونه پورته کړي.
ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په یوه وار د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي توګه له ایران نه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ «ځورونکې» بللې ده.
د هغه په وینا، که څه هم طالبانو په کراتو له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې افغانان دې په تدریج راستانه کړل شي، خو د دغې ډلې غوښتنه په پام کې نه ده نیول شوې او له چمتوالي پرته د کډوالو د ستنولو لړۍ «ځورونکې او له ستونزو ډکه» ده.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د پولیو بېړني مرکز خبر ورکړی چې سبا (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه) د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو څاڅکو د ورکړې کمپاین پیلېږي.
نوموړې ادارې دغه ولایتونه نه دي په ډاګه کړي، خو ډېری وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولایتونو کې دا کمپاین ترسره کېږی او لامل یې هم هلته د مثبتو پېښو ډېروالی دی.
دا کمپاین داسې مهال پیل کېږی چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ هم چټکه شوې او د ګوزڼ د لا پراخېدو وېره شته. د پولیو بېړني مرکز په وار-وار له پاکستان نه ستنېدونکو افغانانو غوښتي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي.
پاکستان هم له افغانستان سره جوخت د پولیو له ګواښ سره د مخ هېوادونو د نوملړ په سر کې دي او تر بل هر ځایه په کې د دغه ویروس مثبتې پېښې هم ډېرې دي. د راپورونو لهمخې، یوازې روان کال په افغانستان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو تېر کال بیا دا شمېر ۲۴ و.
هممهاله یوې امریکايي رسنۍ اېنپيار خبرداری ورکړی چې پولیو په افغانستان او پاکستان کې د پراخېدو په حال کې دی. په بېلابېلو ولایتونو کې کلتوري محدودیتونه او د پولیو واکسین په اړه ناسم پوهاوی هم د دغه ویروس د پراخېدو یو لامل بلل کېږي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ويلي چې هره ورځ له ايران نه د اسلامکلا پر پولې له شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ زرو افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته ستنېږي.
نوموړي دا څرګندونې شنبه (د چنګاښ ۲۸مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فليپو ګرانډي سره د ليدنې پر مهال وکړې. هغه زیاته کړې چې د کډوالو د پراخې اېستنې له امله ګڼ شمېر ټولنيزې، اقتصادي او بشري ستونزې راولاړې شوې دي.
حنفي پر دې ټينګار کړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او نورو مرستهکوونکو بنسټونو همکاري ته جدي اړتيا ده، څو د ورستنېدونکوکډوالو د تلپاتې ميشتېدو او بيا ادغام لپاره لازم اقدامات وشي. د طالب چارواکو په وينا، فليپو ګرانډي په دغه ليدنه کې ویلي، له ګاونډیو هېوادونو نه د افغان کډوالو له اېستل کېدو سره سره تر ډېره بریده توانېدلي چې دا روان کړکېچ مدیریت کړي.
نوموړی د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو مسالې د څېړنې او د هغوی د وضعيت د ارزونې لپاره کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره جلا جلا ناستې کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزير اميرخان متقي هم د شنبې ورځ له ګرانډي سره وليدل او ويې ويل، چې افغان ولس له ګڼو ستونزو سره مخ دی او دوی د نړۍوالو مرستندويه بنسټونو همکاریو ته سخته اړتيا لري. نوموړي له نړۍوالو وغوښتل، څو کډوالو ته د خپلو مالي حسابونو د تصفيې فرصت ورکړي.
په وروستيو مياشتو کې سلګونه افغان کورنۍ داسې مهال له ايران نه شړل شوي چې د کورونو له وړاندې ورکړل شوې کرایې یې د مالکانو له لوري بېرته نه ورکول کېږي او یا یې کار کړی و، خو مزدوري یې نه وه ورکړل شوې. همداراز، ډېری کورنيو ته ان دومره وخت هم نه دی ورکړل شوی چې خپلې شتمنۍ راټولې کړي او یا هم ملکیتونه وپلوري.
همداراز فليپو ګرانډي د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره هم ناسته کړې او خبر یې ورکړی چې له ایران او پاکستان سره د کډوالو په تړاو درې اړخیزه ناسته جوړوي. د ملګرو ملتونو د یاد سازمان مشر زیاته کړې چې ډېر ژر به د کډوالو د ستونزو او وضعیت ارزونې په موخه ایران ته هم سفر وکړي.
په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي چې د یاد ولایت لپاره د دغې ډلې والي مولوي اسلام جار د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د افغان کډوالو له یوه پنډغالي نه لیدنه کړې ده. نوموړی د ملا هبتالله په ځانګړي امر د کډوالو اړوند مسایلو حل لپاره ایران ته تللی.
د طالبانو خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو له دې مخکې ویل شوي و چې هرات کې د طالبانو والي او ورسره مل پلاوی به ایران کې له حکومتي چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.
د دغه سفر مهمه موخه د کډوالو باعزته ستنول، د ستونزو په نښه کول او پنډغالو کې د هغوی د مسایلو اورېدل ښودل شوي دي. د طالبانو دا پلاوی داسې مهال ایران ته سفر کوي چې هلته افغان کډوال له جدي ننګونو سره مخ دي او د ایراني ځواکونو له لوري نه یوازې اېستل کېږي، بلکې شکنجه او ځورول کېږي.
د راپورونو پر بنسټ، ایراني ځواکونو ان له افغان مېرمنو د هغوی د غاړو سره زر هم اخیستي او ځيني کډوال یې په وهلو ډبولو وژلي هم دي. د ایران او اسراییل تر کړکېچ وروسته په یاد هېواد کې د افغانانو ژوند تنګ او د اېستل کېدو لړۍ یې نږدې میاشت وړاندې پیل شوه چې د رسمي شمېرو لهمخې، تر دې دمه یوازې په همدې موده کې تر ۵۰۰ زرو ډېر افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
که څه هم طالبانو په وار وار له ایران نه غوښتي چې افغانان په تدریجي او باعزته توګه ستانه کړي، خو هغوی پرې غوږونه نه دي ګرولي او دا لړۍ یې همداسې ګړندۍ روانه ساتلې ده. کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان څو څو ځله اندېښنه ښودلې چې دغه ستنېدونکي افغانان په کور دننه د بېروزګارۍ تر څنګ د سرپناوو له ستونزو سره مخ کېږي.
ان د دغه ستنېدونکو افغانانو د کورنیو ښځینه غړو او نجونو په تړاو هم اندېښنې ښوول شوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به یې د ژوند ډېرې برخې محدودې شي.
طالبان چې له نړۍوالې انزوا سره مخ دي د کډوالو روان ناورین په مدیریت کې پاتې بلل شوي او ان د لومړنیو اسانتیاوو د چمتو کېدو په برخه کې هم ترې تازه ستنېدونکي راضي نه دي. هممهاله یو شمېر افغان سیاستوالو او ان خپله طالبانو له نړۍوالو مرستندویه ادارو نه غوښتي چې تازه ستنېدونکو سره خپلې بشري مرستې پراخې کړي.
د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت ویلي چې د لومړي ځل لپاره یې د برېښنا لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکو له ترکمنستان نه هرات ته د ۲۲۰ کېلوولټ وارداتي برېښنا رالېږد پروژې چارې بشپړې کړي دي.
دغه شرکت زیاته کړې، د یادې پروژې چارې نیمګړې پاتې وې چې دوی په ۴۲ ورځو کې د بهرنیو انجنیرانو له مرستې پرته بشپړې کړې دي.
د یاد شرکت چارواکو که څه هم ژمنه کړې چې د برېښنا د کمښت د ستونزې د حل لپاره هلې ځلې کوي، خو د کابل ښار ځینې اوسېدونکو بیا د برېښنا له زیاتې پرچاوۍ شکایت کوي.
د کابل ښار د احمد شاه بابا مینې « ارزان قیمت» اوسېدونکی رحمت الله « مستعارنوم» وايي چې دوی په شپه او ورځ کې یوازې له ۲ تر ۴ ساعتونو پورې برېښنا لري.
دوی وویل: «څو ورځې مخکې د سیمې ځینې اوسېدونکو د برېښنا شرکت ته ورغلي وو او ستونزه یې ورسره شریکه کړې، خو له هغې وروسته پرچاوي نوره هم زیاته شوې اوس له ډاره بیا ورتلی نه شو چې بیا به یې بیخي پرې کړي.»
ورته مهال، د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محمدعزیز هم د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي چې د طالبانو له ژمنو سره سره دوی سږکال د بېبرقۍ له کبله له کړاوه ډک دوبی تیروي.
هغه افغانستان انټرنشل-پښتو ته وویل:« له یوې خوا هوا ډېره ګرمه شوې او له بل پلوه د برېښنا پرچاوي زیاته ده، له ستونزو سره یې مخامخ کړي یو هیله لرو چې په دې برخه کې کومې ژمنې کیږي هغه عملي شي او موږ ته اسانتیاوې برابرې شي.»
افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه واردوي چې په یادو هېوادونو کې د اړتیا پرمهال افغانستان ته د برېښنا په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.