• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د سختو ورښتونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۶ ته لوړ شو

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې د تېرې جون میاشتې له ۲۶مې نېټې راهیسې د روانې جولای میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې په پاکستان کې د سختو وروښتو له کبله ۲۱۶ کسان مړه او ۵۸۲ نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ ډېره مرګ ژوبله په پنجاب، خیبرپښتونخوا او سند ایالتونو کې خلکو ته اوښتې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پښتونخوا؛ اورکزۍ ایجنسۍ کې «ټي‌ټي‌پي» ۸ پاکستاني عسکر وژلي او ۱۴نور یې ټپیان کړي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۱ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت اورکزۍ ولسوالۍ اړوند په غونډه مېله سیمه کې «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو د پاکستاني پوځیانو پر پوستو بریدونه کړي او د ۸ عسکرو وژل کېدو تر څنګ یې ۱۴ نور ټپیان کړي دي.

د خراسان ډایري په نوم یوې پاکستاني رسنۍ لیکلي، چې شاوخوا ۱۵۰ وسله‌والو دغه بریدونه له تېرې شپې راهیسې پیل کړي وو او د دوشنبې ورځې تر سهاره یې دوام وکړ.

راپور کې راغلي، چې د پاکستاني پوځیانو په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه د «ټي‌ټي‌پي» ۳تنه بریدګر هم وژل شوي دي.

د ټي‌ټي‌پي جماعت الاحرار څانګې پر خپل ټېلګرام چېنل د دغه برید مسوولیت منلی دی؛ خو د پاکستان پوځ لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یکشنبه د (چنګاښ ۲۹مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره د «ټي‌ټي‌پي» د مخنېوي په تړاو خبرې اترې وکړې.

د راپورونو له مخې؛ نقوي په دې سفر کې له طالبانو غوښتي، چې په خپله خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» د پناه ځایونو او غړو پر ضد جدي اقدامات وکړي؛ دا هغه غوښتنه ده، چې څو، څو ځله اسلام اباد له یادې ډلې کړې ده.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له پرله‌پسې دوه سفرونو وروسته پاکستاني رسنیو او چارواکو ډاډ څرګند کړی و، چې طالبانو د «ټي‌ټي‌پي» پر ضد د اسلام اباد په غوښتنه ځینې اقدامات کړي؛ خو اوس د نقوي وروستی سفر په ډاګه کوي، چې د پاکستان غوښتنې له طالبانو نه دي پوره شوي او لا هم د «ټي‌ټي‌پي» په تړاو ژورې اندېښنې لري.

طالبانو په وار، وار د اسلام اباد هغه ادعاوې رد کړې، چې ګني د پاکستاني طالبانو غړي په افغانستان کې ښکاره پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه د دوی پر ضد بریدونه پلانوي.

پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره سم په پاکستان کې هم د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالیو بریدونه پراخ شوي او یو لامل یې په افغانستان کې د دوی د متحدې ډلې واک ته رسېدل ګڼل کېږي.

د پاکستان پوځ ادعا: په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۱۸ وسله وال وژل شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د فتر له خوا په خپرو شویو خبرپاڼو کې ادعا شوې، چې پوځ په بېلابېلو عملیاتو کې د خیبرپښتونخوا په هنګو او ملاکنډ کې ۱۴ او په بلوچستان ایالت کې څلور وسله وال وژلي دي. پاکستانی پوځ وايي، دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په خېبرپښتونخوا کې عملیات له هغه وروسته شوي چې وسله وال له ډیورنډ کرښې واوښتل.

دوی دغه راز ویلي چې په دې عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو یو شمیر وسله وال ټپیان شوي هم دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د استخباراتو پر بنسټ عملیات د جولای پر ۱۹-۲۰ شپه د "د هند د پراکسي ډلې پورې اړوند ترهګرو د شته والي راپور" پر بنسټ ترسره شول. دا عملیات د بلوچستان ابالت د کلات په سیمه کې ترسره شوي دي.

پاکستانی پوځ خپلو وسله والو مخالفانو ته د هند پراکسي او فتنه الخوارج ډلې اصطلاحات کاروي.

د پاکستان د امنیتي ادارو ددې ادعاګانو په اړه تر دې دمه نه تحریک طالبان پاکستان او نه هم بلوڅ بېلتون پالو کوم غبرګون ښودلی، خو پر ټولنیزو شبکو خپره شوې یوه ویډیو کې وسله وال په هنګو کې د جګړې پرمهال ښودل کیږي چې شاته یې د اور لمبې پورته کیږي.

په ملاکنډ کې د وسله والو پر ضد عملیات؛ پنځه وسله وال وژل شوي او ۸ نور ژوندي نیول شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ کې د پولیسو او ترهګرۍ ضد څانګې له خوا ګډ عملیات ترسره شوي، چې پکې لږ تر لږه پنځه وسله وال وژل شوي، دوه ټپیان او اته نور ژوندي نیول شوي دي. چارواکي وايي، دغه وسله وال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي وو.

د ملاکنډ د درګۍ تحصیل د مرستیال کمېشنر وحیدالله خان د معلوماتو له مخې، دا عملیات د شنبې په ماښام د مهرډۍ په سیمه کې ترسره شول.

نوموړي وویل: «پولیسو او سي ټي ډي په دغه بریاليو عملیاتو کې برخه واخیسته، پنځه ترهګر له منځه یوړل شول، دوه نور ټپیان شوي او اته تنه نور ژوندي نیول شوي دي.»

وحیدالله خان زیاته کړه، چې نیول شوي کسان د سي ټي ډي مرکز ته لېږدول شوي او ټپیان د درګۍ تحصیل روغتون ته انتقال شوي دي.

نوموړي دا هم تایید کړه، چې دغه وسله وال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي وو او په سیمه کې یې د تاوتریخوالي په ګڼو پېښو کې لاس درلود.

یاده دې وي، چې پاکستان د ۲۰۲۵ د نړۍوال ترهګرۍ د شاخص له مخې دویم مقام لري او د راپورونو له مخې، یوازې په تېر یو کال کې د ترهګریزو پېښو له امله د تلفاتو کچه ۴۵ سلنه زیاته شوې، چې ۱۰۸۱ کسان پکې وژل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي سره امنیتي ځواکونو هڅې هم پراخه کړې دي.

د اسلام اباد یوې محکمې د خېبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډا پور د نیولو امر صادر کړ

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د اسلام اباد یوې ځايي محکمې د خېبر پښتونخوا د سر وزیر اعلی امین ګنډاپور د شرابو او ناقانونه وسلو د لرلو په قضیه کې د نیولو امر صادر کړ. یاد امر وروسته له هغه صادر شو، چې محکمې ته د حاضرېدو لپاره د ګنډاپور د معافیت غوښتنه رد شوه.

د پاکستاني جیو ټلوېزیون د راپور له مخې، د اسلام‌اباد یوې سیمه‌ییزې محکمې دا خبرداری هم ورکړی چې ښايي محکمه د امین ګنډاپور په غیاب کې پرېکړه صادره کړي او نوموړی به د ځان د دفاع حق هم له لاسه ورکړي.

د اسلام‌اباد یوې سیمه‌ییزې محکمې حکم کړی چې علي امین ګنډاپور باید د جولای تر ۲۱مې نېټې مخکې محکمې ته حاضر شي او ټینګار یې کړی چې چارواکي باید د هغه د نیولو د امر په پلي کولو کې پاتې رانشي.

دا پرېکړه یوه اونۍ وروسته له هغه شوې، چې د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور له لاهوره د پاکستان تحریک انصاف په استازیتوب د لاریونونو د پیلولو اعلان وکړ.

تر دې دمه پورې علي امین ګنډاپور کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غواړي، چې له زندان څخه د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون لپاره پراخ لاریونونه پیل کړي.

په خېبر پښتونخوا کې د عملیاتو پرمهال ۹ وسلوال وژل شوي او ۳ افسران ټپیان شوي دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا ایالت پولیس وايي، چې د یاد ایالت اړوند د هنګو په ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۹ وسلوال وژل شوي او ۳ پاکستاني افسران ټپیان شوي. د پولیسو افسر ذوالفقار حمید رسنیو ته وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونو او پولیسو د هنګو په زرګري شینواري سیمه کې ګډ عملیات ترسره کړي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د کوهاټ د سیمه‌ییزو پولیسو افسر عباس مجید په حواله لیکلي چې د دې عملیاتو پرمهال د پولیسو ټپي شوي افسران د کوهاټ په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د عمومي مشر لخوا ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو او د پولیسو ترمنځ سخته نښته هم شوې ده.

تراوسه پورې پاکستاني طالبانو او یا هم کومې بلې وسلوالې ډلې د خېبرپښتونخوا د پولیسو ددې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.