تهران: ایران له عراق څخه افغانستان ته د خامو تېلو د لېږد بهیر اسانه کړی

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د رېل پټلۍ شرکت اجراییه رييس ویلي، چې د عراق له کُردستان څخه خام تېل د ایران له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د رېل پټلۍ شرکت اجراییه رييس ویلي، چې د عراق له کُردستان څخه خام تېل د ایران له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې په تهران کې له اذربایجاني چارواکو سره د مسافر وړونګي اورګاډي د واګونونو د پېر او ترمیم د هوکړو د لاسلیکولو پر مهال وکړې.
د نوموړي په وینا، له دغه ټرانزیټي بهیره د ملاتړ لپاره تهران ۱۰۰ نور واګونونه د رېل پټلۍ شبکې ته ور زیات کړي او دغه شمېر به تر دې هم لوړ شي.
د ویلو ده چې، افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېری تېل له منځنۍ اسیا، ایران او عراق څخه واردوي خو موټر چلوونکي بیا د تېلو له ټیټ کیفیته شکایت لري.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې ایران په تېرو پنځو لسیزو کې په پراخ سخاوت د افغان کډوالو میلمهپالنه کړې ده او دا یې د خپل هېواد د ولس د مهربانۍ نښه ګڼلې ده. بقايي وايي، چې له طالبانو سره یې د کډوالو په تړاو تماسونه او همغږي ډېر شوي.
اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۳۰مه په یوه خبري ناسته کې د افغانانو د جبري ستنولو موضوع رد کړه او ادعا یې وکړه، چې «لومړی اړتیا ده چې یو مفهوم اصلاح شي؛ دلته د افغان کډوالو د داوطلبانه بېرته ستنېدو د اسانولو خبرې دي، نه د جبري ایستلو».
هغه زیاته کړه، چې د ایران ولس په تېرو پنځو لسیزو کې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره هر څه چې یې وس رسېده، شریک کړي دي.
بقایي وویل چې نړیوالې ټولنې څو څو ځله د ایران د دولت او ولس «مسوولانه او انساني چلند» ستاینه کړې ده.
دی زیاتوي: «په تېرو څو کالونو کې زموږ هڅې دا وې چې د کډوالۍ بهیر منظم شي. موږ له قانوني مهاجرت سره هېڅ ستونزه نه لرو».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د کډوالو د انساني کرامت درناوی د ایران لپاره یو مهم اصل دی. هغه وویل، چې ایران له طالبانو سره نږدې تماسونه لري او دا موضوع یې تل تعقیب کړې ده.
بقایي زیاته کړه چې په تېرو درې یا څلورو ورځو کې دا تماسونه لا زیات شوي دي او د هرات له سیمهییزو طالب چارواکو او همداراز پولهساتو مسوولینو سره هم همغږي شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې ایران په وروستیو اونیو کې په سلګونو زره افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي او کډوال ددغه هېواد د امنیتي ځواکونو او د کورونو د څښتنانو او کارورکوونکو له چلنده سر ټکوي.
ګڼ شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې ایراني پولیس ترې پیسې اخلي او د کورونو څښتنان او د کار مالکان یې د ګروۍ پیسې او لاسباړې نه ور کوي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، یوازې په تېره غبرګولي میاشت کې د هېواد په کچه د ۶۳،۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د ۹۳۷ اعشاریه دوه میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي. یاده اداره وايي، چې تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو شوي دي.
د دغې ادارې په وینا، په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي او تر ټولو ډېر صادرات هم پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي.
یاده اداره وايي، چې تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو شوي دي.
د روان کال په غويي میاشت کې بیا د صادراتو ټول ارزښت څه باندې ۱۰۲ میلیونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۲۴۴ میلیونه ډالره و.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ اعلان وکړ، چې نن ماسپښين د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی کابل ته تللی. په دغه سفر کې به نوموړی د طالبانو له ریاست الوزرا محمد حسن اخوند او د کورنیو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا ناستې ولري.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن دوشنبه، د چنګاښ ۳۰مه وویل، چې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس او مل پلاوي سره په کتنه کې د طالبانو او د یاد سازمان ترمنځ د اړیکو او مناسباتو د لا ټينګښت او د اسلامي نړۍ د شته مسایلو او حل لارو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د طالبانو ریاست الوزرا اداري مرستیال عیدالسلام حنفي په ارګ کې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د رییس شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی هرکلی کوي.
تمه ده، چې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس او پلاوی به د نجونو د زده کړو پرمخ د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د پرانیستو غوښتنه هم وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن دوشنبه د ( چنګاښ ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اوس یې له ډالري حسابونو څخه په اوونیزه توګه د پیسو اېستلو کچه له دوه زره ډالرو څخه پنځه زره ډالرو ته لوړه کړې ده.
د افغانستان بانک ویلي، چې دغه اقدام یې خلکو ته د لازیاتو اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره اخیستی دی.
دغه بانک د روانې (چنګاښ میاشتې په ۱۸مه) ویلي و، چې له انفرادي حسابونو څخه د میاشتنۍ نغدو پېسو اېستلو کچه له ۵۰۰زره افغانیو یو مېلیون افغانیو ته لوړه کړې ده.
طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم له بانکونو څخه د پېسو په را اېستلو کې یو لړ محدودیوتونه ولګول، چې د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شول.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د قطر له دولت سره یې تازه د افغان کرګرو د استولو په تړاو هوکړه کړې او د دغه بهیر په لومړي پړاو کې به ۷سوه کسان یاد هېواد ته واستول شي.
یاد وزارت د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۳۰مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، په ځانګړې توګه یې له دغې هوکړې موخه په قانوني، خوندي او باعزته توګه له هېواده بهر د افغان کارګرانو اعزام او په راتلونکي کې د هغو له حقوقو څخه لازم ملاتړ دی.
طالبانو خبرتیا خپره کړې، چې په شرایطو برابر کسان کولای شي د دوی د یاد وزارت د ګارګرو د ګومارنې ریاست سره ځانونه ثبت کړي؛ خو شرایط یې نه دي روښانه کړي.
په خبرپاڼه کې دا هم نه دي ویل شوي، چې طالبانو دغه ۷سوه افغان کارګر په کومو برخو کې د کارونو لپاره قطر ته استوي.
طالبانو تر دې مخکې هم څو، څو ځله په بېلابېلو ناستو کې له عربي هېوادونو څخه د افغان کارګرو د منلو غوښتنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په واکمنېدو سره افغانستان کې سلګونه زره کسانو خپلې دندې او روزګارونه له لاسه ورکړي دي.
هممهاله په ایران او پاکستان کې پر کار بوخت سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته اېستل شوي او په کور دننه هم ورته کاري فرصتونه نشته. پر طالبانو تور دی، چې هر څه یې تر خپلې ډلې محدود کړي او ان په حکومتي چوکاټ کې هم د عادي کچې کارګرو ته چې له دغه ډلې سره اړیکې ونه لري دندې نه ورکوي.
طالبان که څه هم ادعا لري، چې د کانونو د کېندنو تر څنګ یې په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه پراخ کړي؛ خو د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو اندېښنې ښوولې، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د بې روزګارۍ له امله لوږه مخ په ډېرېدو ده.