• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراقچي: د یورانیمو له غني کولو لاس نه اخلو

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېد عباس عراقچي فاکس‌نیوز رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې د امریکا دا غوښتنه رد کړه، چې ایران دې د یورانیمو له غني‌ کولو لاس واخلي.

هغه ویلي، چې د امریکا وروستيو بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته جدي او پراخ زیانونه اړولي، خو سره له دې یې ټینګار کړی چې دا پروګرام به ونه درېږي.

عراقچي زیاته کړه: «د غني‌ کولو پروګرام زموږ لپاره ډېر ارزښت لري. دا زمونږ د خپلو ساینسپوهانو لاسته راوړنه ده او اوس د ملت د ملي غرور برخه ده. موږ هېڅکله له دې تېرېدلی نه شو.»

په وروستیو میاشتو کې امریکایي چارواکو دا یو له اصلي شرطونو ګڼلی، چې که ایران د یورانیمو له غني‌ کولو لاس واخلي، نو یوې نوې هوکړې ته به زمینه برابره شي. خو د ایران حکومت پر دې ټینګار کوي، چې د یورانیمو غني کول د دوی مشروع حق دی او باید د دوی پر خاوره کې دوام ومومي.

شنونکي باور لري، چې د ایران له لوري د یورانیمو غني کولو دوام ممکن د اسراییل او امریکا له لوري د نورو بریدونو لامل شي او د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.

تر دې وړاندې هم اسراییل څو ځلې د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد پټ یا علني بریدونه کړي، چې تهران سخت غبرګون ښودلی.

د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه اختلافات لا هم نه دي هوار شوي او د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې له اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا روانې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

جرمني: له امریکا سره مو اوکراین ته د پنځو پټریوټ سیسټمونو د ورکړې پرېکړه کړې ده

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۱

امریکا او جرمني هوکړه کړې، چې اوکراین ته به پنځه پټریوټ هوايي دفاعي سیستمونه وسپاري. د یوروپین پراوډا د راپور له مخې، دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې روسیې پر اوکراین د خپلو اوږده واټن بریدونو لړۍ چټکه کړې، چې پکې بالیسټیک توغندي هم شامل دي.

د جرمني د دفاع وزیر دا څرګندونې د اوکراین د دفاعي ملاتړ د اړیکو د ۲۹مې غونډې پر مهال وکړې.

هغه وویل، چې دا هوکړه یې د امریکا د دفاع له وزیر پیټ هېګسېت سره د خپل وروستي سفر پر مهال په واشنګټن کې کړې ده.

د نوموړي په خبره، د سیسټمونو د لېږد پر همغږۍ به راتلونکو ورځو کې کار دوام ولري.

د امریکا جوړ شوي پټریوټ سیسټمونه د اوکراین د پوښلي هوايي دفاعي نظام مهمه برخه جوړوي.

دا سیسټمونه کولی شي، بالیسټیک او کروز توغندي شنډ کړي او د ښارونو پر ضد له پراخو بریدونو څخه ساتنه وکړي.

دا ژمنه تر هغه وروسته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۴مه اعلان وکړ، چې ناټو او اروپايي ټولنه به یوه ګډه نوې طرحه پرمخ وړي، چې له مخې به یې د امریکا جوړې وسلې اوکراین ته اخیستل کېږي.

انتونیو ګوترېش: په غزه کې د ژوندي پاتې کېدو وروستۍ هیلې له منځه تللې دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې په غزه کې بشري وضعیت ورځ تر بلې له کنټروله وځي او د خلکو د ژغورنې وروستۍ هیلې هم له منځه تللې دي.

د نوموړي ویاند ستېفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰مه) وویل: «هغه مزي چې لا هم خلک له مرګه ژغوري، د له منځه تلو په حال کې دی.»

ویاند زیاته کړه، چې سرمنشي د ماشومانو او لویانو د خوارځواکۍ د راپورونو د زیاتوالي له امله ژور خواشینی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې له حماس سره د اسراییل جګړه ۲۱ میاشتو ته رسېږي او د اسراییلي پوځ عملیات د غزې د مرکز دېرالبلاح ښار ته پراخ شوي دي.

دوجاریک وایي: «سرمنشي په تېرو ورځو کې د جګړې د پراخېدو یادونه کوي، چې په همدغه مهال د بشري مرستو رسوونکی نظام له خنډ، ضعف او خطر سره مخ دی.»

هغه وویل، چې د دېرالبلاح په یو شمېر برخو کې د خلکو د اېستلو نوی امر چې لسګونه زره کسان هلته مېشت دي، دوی لا له سختو شرایطو سره مخ کوي، بې‌ځایه کېږي او د ملګرو ملتونو د ژغورونکو مرستو مخه نیسي.

یادې څرګندونې له هغه وروسته کېږي، چې ۲۵ لوېدیځو هېوادونو هم د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د ولسي وګړو کړاوونه اوس «خطرناکې کچې ته رسېدلي دي.»

زېلېنسکي د اوکراین د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره نوي سفیران معرفي کړل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ امریکا، بلجیم، کاناډا، استونیا، هسپانیا، جاپان، جنوبي افریقا، متحده عربي امارات او نورو هېوادونو ته نوي سفیران وټاکل، څو له واشنګټن سره اړیکې لا ټینګې کړي او په نړیواله کچه روسیه منزوي کړي.

تېره اونۍ، ولسمشر زېلېنسکي د حکومت د بدلون نوې لړۍ پیل کړه او یولیا سویریدینکو، چې ۳۹ کلنه ده او د اقتصاد د وزیرې په توګه یې کار کاوه، د صدراعظمې په توګه معرفي کړه. هغه له وړاندې په واشنګټن کې ښه څېره بلل کېږي.

همداراز، ټاکل شوې چې د صدراعظم مرستیاله اولها ستفانیشینا په امریکا کې نوې سفیره شي، څو د ټرمپ د ادارې سره د اړیکو رغولو هڅې چټکې کړي.

روسیه وایي چې له اوکراین سره د سولې د نوي پړاو خبرو ملاتړ کوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ کرملېن اعلان وکړ چې مسکو له اوکراین سره د سولې د خبرو اترو د بل پړاو د پیل ملاتړ کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د دواړو خواوو دریځونه ډېر سره متفاوت دي او لا هم زیات ډیپلوماتیک کار ته اړتیا ده. له دې وړاندې، اوکراین روانه اونۍ مسکو ته د سولې د نویو خبرو وړاندیز کړی و.

د کرملېن ویاند دیمتري پسکوف ویلي: « زموږ د تفاهم لیک یوه مسوده شته او یو بل تفاهم لیک هم د اوکراین له لوري وړاندې شوی. ټاکل شوې چې د دغو دواړو مسودو پر بنسټ نظرونه تبادله شي، خو تر اوسه دا مسودې یو له بله سره په بشپړه توګه متضادې دي».

تر دې دمه، روسیې او اوکراین دوه ځلې په استانبول کې خبرې کړې دي؛ یوه د می میاشتې پر ۱۶مه، او بله د جون پر ۲مه، چې په پایله کې یې زرګونه بندیان او د وژل شویو سرتېرو جسدونه تبادله شول.

خو له دې ټولو سره سره، دواړو خواوو لا تر اوسه د اوربند یا د درې‌نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کوم پرمختګ نه‌دی کړی.

ټرمپ د پخواني ولسمشر اوباما د نیولو غوښتنه وکړه

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۱ GMT+۱

فاکس نیوز دوشنبه (د چنګاښ ۳۰مه) لیکلي، ټرمپ د پخواني ولسمشر اوباما د نیولو غوښتنه وکړه. دغه غوښتنه د امریکا د استخباراتو مشرې تولسي ګبارډ تر ادعا وروسته وشوه. مېرمن ګبارډ ادعا وکړه، چې په تېره دوره کې د ټرمپ پر وړاندې د کودتاه په هڅه کې اوباما لاس لاره.

ګبارډ د جمعې په ورځ سلګونه هغه پټ سندونه ښکاره کړل، چې د ۲۰۱۶کال ټولټاکنو کې د روسیې له لاسوهنو سره اړه لري.

هغې وویل، دغه برېښنالیکونه ښيي چې اوباما هڅه کړې وه د جعلي استخباراتو له لارې د ټرمپ د بریا مخه ونيسي.

ټرمپ د ټروت خواله رسنۍ له لارې د ګبارډ څرګندونې تایید کړې دي او په دې اړه یې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یوه خیالي ویډیو هم خپره کړې ده.

په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې اوباما د امریکا د فډرالي پلټنو ادارې له‌خوا نیول کېږي..