• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه وایي چې له اوکراین سره د سولې د نوي پړاو خبرو ملاتړ کوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ کرملېن اعلان وکړ چې مسکو له اوکراین سره د سولې د خبرو اترو د بل پړاو د پیل ملاتړ کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د دواړو خواوو دریځونه ډېر سره متفاوت دي او لا هم زیات ډیپلوماتیک کار ته اړتیا ده. له دې وړاندې، اوکراین روانه اونۍ مسکو ته د سولې د نویو خبرو وړاندیز کړی و.

د کرملېن ویاند دیمتري پسکوف ویلي: « زموږ د تفاهم لیک یوه مسوده شته او یو بل تفاهم لیک هم د اوکراین له لوري وړاندې شوی. ټاکل شوې چې د دغو دواړو مسودو پر بنسټ نظرونه تبادله شي، خو تر اوسه دا مسودې یو له بله سره په بشپړه توګه متضادې دي».

تر دې دمه، روسیې او اوکراین دوه ځلې په استانبول کې خبرې کړې دي؛ یوه د می میاشتې پر ۱۶مه، او بله د جون پر ۲مه، چې په پایله کې یې زرګونه بندیان او د وژل شویو سرتېرو جسدونه تبادله شول.

خو له دې ټولو سره سره، دواړو خواوو لا تر اوسه د اوربند یا د درې‌نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کوم پرمختګ نه‌دی کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د پخواني ولسمشر اوباما د نیولو غوښتنه وکړه

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۱ GMT+۱

فاکس نیوز دوشنبه (د چنګاښ ۳۰مه) لیکلي، ټرمپ د پخواني ولسمشر اوباما د نیولو غوښتنه وکړه. دغه غوښتنه د امریکا د استخباراتو مشرې تولسي ګبارډ تر ادعا وروسته وشوه. مېرمن ګبارډ ادعا وکړه، چې په تېره دوره کې د ټرمپ پر وړاندې د کودتاه په هڅه کې اوباما لاس لاره.

ګبارډ د جمعې په ورځ سلګونه هغه پټ سندونه ښکاره کړل، چې د ۲۰۱۶کال ټولټاکنو کې د روسیې له لاسوهنو سره اړه لري.

هغې وویل، دغه برېښنالیکونه ښيي چې اوباما هڅه کړې وه د جعلي استخباراتو له لارې د ټرمپ د بریا مخه ونيسي.

ټرمپ د ټروت خواله رسنۍ له لارې د ګبارډ څرګندونې تایید کړې دي او په دې اړه یې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یوه خیالي ویډیو هم خپره کړې ده.

په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې اوباما د امریکا د فډرالي پلټنو ادارې له‌خوا نیول کېږي..

د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به په روانه اونۍ کې سره وويني

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۰۴ GMT+۱

پاکستانۍ ورځپاڼو راپور ورکړی، چې د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به په روانه اونۍ کې سره وويني. تمه کېږي، چې دغه لیدنه به (د جولای میاشتې پر ۲۵مه نېټه) په واشنګټن کې وشي.

په پاکستاني پلاوي کې به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ترڅنګ د پاکستان مرستیال لومړی وزیر هم شامل وي.

د دغې لیدنې موخه د پاکستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو اړیکو پياوړتیا ښودل شوې ده.

ډار به لومړی نیویارک ته ولاړ شي او هلته به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د سولې او منځني ختیځ د وضعیت په اړه د غونډې مشري وکړي او بیا به د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره وویني.

د اسراییل صدراعظم د کولمو د پړسوب له امله ناروغ شوی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۲ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د فاسدو خوړو له امله د کولمو د پړسوب په ناروغۍ اخته شوی او دفتر یې وايي، چې درې ورځې به له کوره خپلې چارې پرمخ وړي. د نوموړي معالج ډاکټر وايي، چې نتنیاهو ته د بدن د اوبو د کمښت له امله د رګ له لارې اوبه ورکول کېږي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، چې نن سهار، د چنګاښ پر ۲۹مه یې د وزیرانو اونیزه غونډه کې ګډون نه و کړی، مسموم شوی او درې ورځې به له کوره د دولت چارې پرمخ وړي.

د اسراییل د صدراعظم دفتر وایي چې نتنیاهو تېره شپه ناروغ شوی و. ډاکتر الون هرشکو، چې د هداسه پوهنتون روغتون د داخله طب رییس دی، د هغه د معاینې پر مهال وویل چې صدراعظم د فاسدو خوړو د خوړلو له امله د کولمو التهاب لري.

اسراییل ټایمز د هغه د معالج له خولې وايي، چې د صدراعظم وضعیت اوس ښه ښودل شوی، خو د بدن د اوبو د کمښت له امله ورته د رګ له لارې اوبه ورکول کېږي.

د نتنیاهو دفتر ویلي: « د ډاکترانو د سپارښتنې له مخې، صدراعظم به راتلونکې درې ورځې استراحت کوي او دولتي چارې به له کوره پر مخ وړي».

نتنیاهو، چې اوس ۷۵ کلن دی، په وروستیو کلونو کې له یو شمېر روغتیايي ستونزو سره مخ شوی.

په ۲۰۲۳ کې د زړه د لنډمهالي بندښت له امله روغتون ته لاړ او مخکې تر هغې د بدن د اوبو کمښت له امله روغتون ته وړل شوی و. په ۲۰۲۴ کې یې د چوره توب عملیات درلودل او څو ورځې یې د انفلونزا له امله کار پرېښی و.

د هند یوه ګوند د ټرمپ د وروستو څرګندونو په اړه له نریندرا مودي د سپیناوي غوښتنه وکړه

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۵۶ GMT+۱

د هند د کانګرس ګوند وايي چې د دغه هېواد لومړی وزیر نریندرا مودي باید امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي. ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي و چې د هند او پاکستان په جګړه کې پنځه جېټ الوتکي نسکورې شوې دي.

د انډين اېکسپریس ورځپاڼې شنبه (چنګاښ ۲۸مه) د هندوستان په پارلمان کې د مخالفې ډلې مشر راهول ګاندي په حواله راپور ورکړی چې د مودي چوپتیا د پوښتنې وړ ده او له هغه نه یې غوښتي چې پارلمان ته ورشي څو د هندوستان او پاکستان د جګړې په تړاو د ډونالډ ټرمپ د وروستیو خبرو سپيناوی وکړي.

راهول ګاندي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «مودي جي ملت د معلوماتو غوښتلو حق لري. د پنځو جیټ الوتکو حقیقت څه دی؟ د هندوستان او پاکستان تر منځ اوربند کې د امریکا رول څه و؟»

بل‌خوا، د هندوستان حکومت تل ټینګار کړی چې هېواد یې د پاکستان له پوځ سره د مستقیمو خبرو له لارې اوربند کړی او د امریکا حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ منځګړيتوب نه دی کړی.

د امریکا د استازو جرګې یو غړی د زړه حملې له امله مړ شو

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۲ GMT+۱

د امریکا متحده‌ایالتونو د فلوریډا ایالت د استازو جرګې غړی جو کاسیلو د زړه د حملې له امله مړ شو. دا خبر د ډیموکراټ ګوند د فلوریډا ایالت څانګې خپور کړی دی.

دغه ګوند په یوې اعلامیه لیکلي: «موږ ډېر خواشیني یو چې ۷۳ کلن جو کاسیلو د زړه د حملې له امله مړ شو.»

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د هغه د جنازې مراسم به په ماساچوسټس ایالت کې د نوموړي د کورنۍ له‌خوا یوازې د دوی ترمنځ ترسره شي. ویل کېږي چې د عامو خلکو لپاره به د مراسمو نېټه وروسته اعلان شي.

د سي‌بي‌سي خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د فلوریډا د قوانینو له مخې، والي رون ډیسانتیس مکلف دی چې د دې خالي شوي څوکۍ لپاره ځانګړې ټاکنې اعلان کړي.