د امریکا د استازو جرګې یو غړی د زړه حملې له امله مړ شو

د امریکا متحدهایالتونو د فلوریډا ایالت د استازو جرګې غړی جو کاسیلو د زړه د حملې له امله مړ شو. دا خبر د ډیموکراټ ګوند د فلوریډا ایالت څانګې خپور کړی دی.

د امریکا متحدهایالتونو د فلوریډا ایالت د استازو جرګې غړی جو کاسیلو د زړه د حملې له امله مړ شو. دا خبر د ډیموکراټ ګوند د فلوریډا ایالت څانګې خپور کړی دی.
دغه ګوند په یوې اعلامیه لیکلي: «موږ ډېر خواشیني یو چې ۷۳ کلن جو کاسیلو د زړه د حملې له امله مړ شو.»
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د هغه د جنازې مراسم به په ماساچوسټس ایالت کې د نوموړي د کورنۍ لهخوا یوازې د دوی ترمنځ ترسره شي. ویل کېږي چې د عامو خلکو لپاره به د مراسمو نېټه وروسته اعلان شي.
د سيبيسي خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د فلوریډا د قوانینو له مخې، والي رون ډیسانتیس مکلف دی چې د دې خالي شوي څوکۍ لپاره ځانګړې ټاکنې اعلان کړي.


د لندن پولیسو د فلسطین اکشن ناقانونه ډلې ۵۵ غړي داسې مهال ونیول چې د پارلمان مخې ته یې په لاریون لاس پورې کړ.
د دې ناقانونه ډلې لاریونکوونکو تور او سپين دسمالونه پر سرونو تړلي او په لاسونو کې یې لیکلي شعارونه نیولي وو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د فلسطین اکشن ډله د پولیسو دا اقدام استبدادي بولي او وايي چې په دې اړه به د لندن مرافعې محکمې ته غوښتنلیک ورکړي.
فلسطین اکشن ډله په لندن کې پر غزه د اسراييل له بریدونو راهیسې تر دې مهاله څو منظم لاریونونه کړي دي. دا ډله په انګلستان کې ناقانونه بلل کېږي او غړیتوب یې ۱۴ کاله بند سزا لري.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي چې د اقلیمي بدلون، سختو بارانونو، توپانونو او سېلابونو له امله یوازې د روانې جولای میاشتې له پیله په دغه هېواد کې «۱۸۰ کسان مړه او تر ۵۰۰ ډېر» ټپیان شوي دي.
یادې ادارې خبرداری ورکړی چې د بارانونو روانه څپه دوامداره ده او د خېبرپښتونخوا تر څنګ پنجاب او سند ایالتونو کې د سېلابونو خطر ډېر شوی دی. همداراز د واورینو غرونو ویلي کېدل هم د سېلابونو د شدت لامل بلل شوی دی.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د سند ایالت اړوند د کراچۍ په ګډون حیدراباد، سکر، بدین، نوابشاه، او لارکانه ښارونه له سختو بارانونو سره مخامخ دي او د ښاري سېلابونو ګواښ هم ورته متوجه دی.
په پنجاب ایالت کې هم د څلورم پړاو بارانونو خبرداری ورکړل شوی چې لاهور، فیصلاباد، راولپېنډۍ او چکوال ښارونه تر پوښښ لاندې نیسي. په اسلاماباد کې د راول بند په بشپړه توګه ډک شوی او چارواکي اړ شوي چې د بند دروازې خلاصې کړي. همداراز، د اټک په ولسوالۍ کې درې ماشومان د چت نړېدنې، برېښنا او اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د ژغورنې ډلې تر ۱۵۰۰ ډېر یات کسان د سېلاب ځپلو سیمو نه ژغورلي دي. د مرګژوبلې زیاتره پېښې په لاهور، فیصلاباد او شېخپور کې رامنځته شوي چې عمده لاملونه یې زړې ودانۍ، د برېښنا شارټۍ او ترافيکي پېښې بلل شوي دي.
په خیبرپښتونخوا کې هم د کابل، سوات او پنجکوړې سیندونو د ناڅاپي سېلابونو خطر ډېر شوی او ان چارواکو په غرنیو سیمو کې هم خلکو ته د خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر انعام حیدر ملک ویلي، د دې وضعیت اصلي لامل د اقلیم بدلون او د هوا تودېدل دي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځ، ایالتي ادارو او بېلابېلو مرستندویو بنسټونو په همکارۍ پراخ اقدامات پیل شوي، څو د دې ناورین مخه ونیول شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، په اوریګن ایالت کې د بادونو او وچې هوا له امله اور بل شوی چې په پایله کې تر ۹۵ زره جریبه ډېره سیمه کې خپور شوی دی. د اټکل لهمخې، د روانې اوونۍ په پای کې هوا مناسبه کېږي او ښايي د اور د پراخېدو مخه ونیول شي.
په دې ځنګلي اورلګېدنه کې تر ۶۵۰ ډېر کورونه او ودانۍ د سوځېدو له ګواښ سره مخ دي. همداراز تر دې مهاله څلور کورونه او دوې نورې ودانۍ سوځېدلي دي.
دا اور تېره یکشبنه د ویلوډیل ښارګوټي ته څېرمه بل شوی چې له پورټلېنډ ښار نه ۱۳۵ میله لرې دی. د اوریګن والي ټینا کوټیک دا اور خطرناک بللی او بېړنی حالت یې اعلان کړی دی.
اوروژونکې ډلې تر ډېره حده د اوچوکو ملي ځنګل ته د اور پراخېدو مخه نیولې او د جمعې پر ورځ یوازې یو زرو او ۴۷۶ جریبه نوې سیمه سوځېدلې ده.

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوالو لوبو لپاره خپل مهال وېش اعلان کړی دی. دغه مهال وېش چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کال لپاره دی، له پیاوړو لوبډولو سره د پاکستانۍ لوبډلې لپاره یو ورځنۍ او شل اوریزې سیالۍ په پام کې نیول شوې دي.
د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي چې اعلان شوی مهال وېش به د دوو نړۍوالو جامونو لپاره د چمتووالي برخه وي.
د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ نړۍوال پنځوس اوريز جام او ۲۰۲۶ شل اوريز نړیوال جام کې برخه واخلي.
په اعلان شوي مهال وېش کې پاکستانۍ لوبډله له ایرلېنډ، سوېلي افریقا، زمبابوې او وېسټ انډیز سره یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې لري.
د ښځو د کرېکټ د نړیوال جام یو ورځنی سیالۍ به د روان کال په اکټوبر او شل اوریزې سیالي به یې د راتلونکې ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې ترسره شي.

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د جاپان خلک نن (یکشنبه) د مشرانو جرګې په ټاکنو کې برخه اخلي. اټکل کېږي چې خلک د اوسني لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا پر ځای بل چا ته رايې ورکړي.
نظرپوښتنې ښيي چې ښايي د ایشیبا اېتلافي حکومت ونه شي کولای له ۲۴۸ څوکیو نه ۵۰ څوکۍ وګټي. رویټرز وايي، په دې ټاکنو کې د هغو وړو مخالفو ګوندونو د بریا چانس ډېر دی چې د مالیې کمېدو او کډوالۍ محدودیت غواړي.
د ایشیبا ګوند د مالي لګښت په پراخه کې محتاط دی، خو مخالفان د دولتي لګښتونو زیاتولول غواړي.
دا ټاکنې به نن د جاپان پر وخت د ماښام ۸ بجې پای ته ورسېږي او پایلې به یې ژر اعلان شي.