• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لندن پولیسو د لاریون پر مهال د فلسطین اکشن ډلې ۵۵ غړي نیولي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۵۴ GMT+۱

د لندن پولیسو د فلسطین اکشن ناقانونه ډلې ۵۵ غړي داسې مهال ونیول چې د پارلمان مخې ته یې په لاریون لاس پورې کړ.

د دې ناقانونه ډلې لاریون‌کوونکو تور او سپين دسمالونه پر سرونو تړلي او په لاسونو کې یې لیکلي شعارونه نیولي وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د فلسطین اکشن ډله د پولیسو دا اقدام استبدادي بولي او وايي چې په دې اړه به د لندن مرافعې محکمې ته غوښتنلیک ورکړي.

فلسطین اکشن ډله په لندن کې پر غزه د اسراييل له بریدونو راهیسې تر دې مهاله څو منظم لاریونونه کړي دي. دا ډله په انګلستان کې ناقانونه بلل کېږي او غړیتوب یې ۱۴ کاله بند سزا لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې موسمي ورښتونه؛ جولای میاشت کې تر ۱۸۰ ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي چې د اقلیمي بدلون، سختو بارانونو، توپانونو او سېلابونو له امله یوازې د روانې جولای میاشتې له پیله په دغه هېواد کې «۱۸۰ کسان مړه او تر ۵۰۰ ډېر» ټپیان شوي دي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی چې د بارانونو روانه څپه دوامداره ده او د خېبرپښتونخوا تر څنګ پنجاب او سند ایالتونو کې د سېلابونو خطر ډېر شوی دی. همداراز د واورینو غرونو ویلي کېدل هم د سېلابونو د شدت لامل بلل شوی دی.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د سند ایالت اړوند د کراچۍ په ګډون حیدراباد، سکر، بدین، نواب‌شاه، او لارکانه ښارونه له سختو بارانونو سره مخامخ دي او د ښاري سېلابونو ګواښ هم ورته متوجه دی.

په پنجاب ایالت کې هم د څلورم پړاو بارانونو خبرداری ورکړل شوی چې لاهور، فیصل‌اباد، راولپېنډۍ او چکوال ښارونه تر پوښښ لاندې نیسي. په اسلام‌اباد کې د راول بند په بشپړه توګه ډک شوی او چارواکي اړ شوي چې د بند دروازې خلاصې کړي. همداراز، د اټک په ولسوالۍ کې درې ماشومان د چت نړېدنې، برېښنا او اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د ژغورنې ډلې تر ۱۵۰۰ ډېر یات کسان د سېلاب ځپلو سیمو نه ژغورلي دي. د مرګ‌ژوبلې زیاتره پېښې په لاهور، فیصل‌اباد او شېخ‌پور کې رامنځته شوي چې عمده لاملونه یې زړې ودانۍ، د برېښنا شارټۍ او ترافيکي پېښې بلل شوي دي.

په خیبرپښتونخوا کې هم د کابل، سوات او پنجکوړې سیندونو د ناڅاپي سېلابونو خطر ډېر شوی او ان چارواکو په غرنیو سیمو کې هم خلکو ته د خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر انعام حیدر ملک ویلي، د دې وضعیت اصلي لامل د اقلیم بدلون او د هوا تودېدل دي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځ، ایالتي ادارو او بېلابېلو مرستندویو بنسټونو په همکارۍ پراخ اقدامات پیل شوي، څو د دې ناورین مخه ونیول شي.

په امریکا کې پراخ اور ډېره ځنګلي سيمه سوځولې

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۴ GMT+۱

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، په اوریګن ایالت کې د بادونو او وچې هوا له امله اور بل شوی چې په پایله کې تر ۹۵ زره جریبه ډېره سیمه کې خپور شوی دی. د اټکل له‌مخې، د روانې اوونۍ په پای کې هوا مناسبه کېږي او ښايي د اور د پراخېدو مخه ونیول شي.

په دې ځنګلي اورلګېدنه کې تر ۶۵۰ ډېر کورونه او ودانۍ د سوځېدو له ګواښ سره مخ دي. همداراز تر دې مهاله څلور کورونه او دوې نورې ودانۍ سوځېدلي دي.

دا اور تېره یکشبنه د ویلوډیل ښارګوټي ته څېرمه بل شوی چې له پورټلېنډ ښار نه ۱۳۵ میله لرې دی. د اوریګن والي ټینا کوټیک دا اور خطرناک بللی او بېړنی حالت یې اعلان کړی دی.

اوروژونکې ډلې تر ډېره حده د اوچوکو ملي ځنګل ته د اور پراخېدو مخه نیولې او د جمعې پر ورځ یوازې یو زرو او ۴۷۶ جریبه نوې سیمه سوځېدلې ده.

پاکستانۍ ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوالو لوبو مهال وېش اعلان کړ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۵ GMT+۱

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوالو لوبو لپاره خپل مهال وېش اعلان کړی دی. دغه مهال وېش چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کال لپاره دی، له پیاوړو لوبډولو سره د پاکستانۍ لوبډلې لپاره یو ورځنۍ او شل اوریزې سیالۍ په پام کې نیول شوې دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي چې اعلان شوی مهال وېش به د دوو نړۍوالو جامونو لپاره د چمتووالي برخه وي.

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ نړۍوال پنځوس اوريز جام او ۲۰۲۶ شل اوريز نړیوال جام کې برخه واخلي.

په اعلان شوي مهال وېش کې پاکستانۍ لوبډله له ایرلېنډ، سوېلي افریقا، زمبابوې او وېسټ انډیز سره یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې لري.

د ښځو د کرېکټ د نړیوال جام یو ورځنی سیالۍ به د روان کال په اکټوبر او شل اوریزې سیالي به یې د راتلونکې ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې ترسره شي.

جاپانیان نن په ټول‌ټاکنو کې برخه اخلي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د جاپان خلک نن (یک‌شنبه) د مشرانو جرګې په ټاکنو کې برخه اخلي. اټکل کېږي چې خلک د اوسني لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا پر ځای بل چا ته رايې ورکړي.

نظرپوښتنې ښيي چې ښايي د ایشیبا اېتلافي حکومت ونه شي کولای له ۲۴۸ څوکیو نه ۵۰ څوکۍ وګټي. رویټرز وايي، په دې ټاکنو کې د هغو وړو مخالفو ګوندونو د بریا چانس ډېر دی چې د مالیې کمېدو او کډوالۍ محدودیت غواړي.

د ایشیبا ګوند د مالي لګښت په پراخه کې محتاط دی، خو مخالفان د دولتي لګښتونو زیاتولول غواړي.

دا ټاکنې به نن د جاپان پر وخت د ماښام ۸ بجې پای ته ورسېږي او پایلې به یې ژر اعلان شي.

په لاس انجلس کې پر خلکو د موټر خېژول؛ د ټپیانو شمېر ۳۰ ته ورسېد

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۷ GMT+۱

رویټرز ليکلي چې پرون (شنبه) د لاس انجلس ښار ورمونټنایټ کلب مخې ته یوه سړي پر خلکو موټر خېژولی چې سملاسي هغه د خلکو له فزیکي شخړې سره مخ او وژل شوی دی. د راپور له‌مخې، د دې پېښې د ټپیانو شمېر تر ۳۰ ورسېد.

د لاس انجلس د اور وژنې ادارې د اعلامیې له‌مخې، په دې ټپيانو کې د ۶ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د یادې ادارې ویاند کپټان اډم وینګرپن ویلي چې موټر لومړی د کلب مخې ته له بل موټر سره ټګر کړای شوی او وروسته په پارکېنګ کې د خلکو پر یوې ډلې وروخوت.

پولیسو ویلي، چې پر موټر چلوونکي د خلکو له‌خوا برید شوی او په ډزو وژل شوی دی. دې سره هم‌مهاله، موټر چلوونکی روغتون ته وړل شوی، خو تر دې دمه یې د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نشته.