• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېتانیا د پارلمان امنیتي کمېټه د افغان همکارانو د معلوماتو د افشا کېدو قضیه څېړي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د برېتانیا د پارلمان د استخباراتي او امنیتي چارو څارونکې کمېټې «ای اېس سي»ا علان کړی، چې د هغو افغان همکارانو د معلوماتو د افشا کېدو په تړاو به رسمي پلټنه پیل کړي، چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ میاشت کې د زرګونو غوښتونکو شخصي معلومات رسنیو ته افشا شوي وو.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې د کمېټې مشر لارډ بیومېش د دفاعي بیاکتنې اسنادو له څېړلو وروسته وویل: «موږ هوکړه کړې چې کله مو اړوند اسناد وڅېړل، نو د افغان کډوالو د معلوماتو د افشا کېدو د پېښې په تړاو به د استخباراتي ټولنې رول وڅېړو.»

یاده قضیه هغه مهال جنجالي شوه، چې «د افغانانو د بیا مېشتېدو او مرستو پروګرام» (ARAP) د نږدې ۱۸،۷۱۴ افغان غوښتونکو نوملړ د برېتانیا د دفاع وزارت له خوا په تېروتنه کې افشا شو. له دې سره اندېښنې راپورته شوې، چې دا معلومات به د طالبانو لاس ته ورسېږي او د یادو کسانو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.

د قضیې د حساسیت له امله یو بې‌ساری قانوني بندیز (superinjunction) صادر شو، چې نه یوازې یې د رسنیو د راپور ورکولو مخه ونیوله، بلکې د پارلمان استخباراتي کمېټې ته یې هم معلومات ورنه کړل، چې دا موضوع د برېتانیا د اساسي قانون له مخې "جدي اندېښنې" راولاړې کړې.

لارډ بیومېشن زیاته کړه، د معلوماتو له افشا کېدو وروسته د برېتانیا حکومت د یوه پټ پلان په چوکاټ کې چې «د افغانستان غبرګون لاره» نومېږي، هڅه وشوه چې اغېزمن افغانان برېتانیا ته راولي.

تمه کېږي، چې د دې پروژې له لارې به ټول ۶،۹۰۰ کسان برېتانیا ته ولېږدول شي. د دې پروژې اټکل شوی لګښت ۸۵۰ میلیونه پونډه ښودل شوی دی.

د برېتانیا د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې حکومت به د هر ډول قانوني دعوې یا د تاوان غوښتنو پر ضد "په کلکه" دفاع وکړي او دا غوښتنې یې "فرضي" بللي دي.

همداراز، راپورونه ښيي چې حکومت به اغېزمنو کسانو ته په خپله خوښه تاوان ورنکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د (ای اېس سي) کمېټې له حکومته غوښتي، هغه دفاعي اسناد خپاره کړي چې د پټې پرېکړې (superinjunction) بنسټ جوړوي او همداراز نور مهم معلومات چې د ARAP پروګرام سره تړاو لري.

دوی استدلال کړی، چې د ۲۰۱۳م کال د عدالت او امنیت قانون له مخې یوازې د محرمیت درجه نه شي کولی چې دا معلومات له کمېټې پټ وساتل شي، ځکه کمېټه ځانګړې صلاحیت لري چې د استخباراتي بنسټونو کار وڅاري.

په دې قضیه کې نه یوازې د زرګونو افغانانو معلومات افشا شوي، بلکې د شاوخوا ۱۰۰ برېتانوي چارواکو نومونه هم بربنډ شوي، چې پکې د ځانګړو ځواکونو (Special Forces) او استخباراتي ادارې (MI6) کارکوونکي هم شامل دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

افغان سفیر: د طالبانو له لوري د ښځو نیول د شریعت له ارزښتونو سره په ټکر کې دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر وایي، چې د کابل په بېلابېلو برخو کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیول د اسلامي اصولو او شرعي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

هغه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې نن یې په یاد سفارت کې د یوې ناستې په ترڅ کې د طالبانو دا چاره غندلې او ټینګار یې کړی، چې دا ډول اقدامات نه یوازې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د اسلامي ارزښتونو، د شریعت د حقیقي تعلیماتو او د انساني کرامت له روحیې سره هم په تضاد کې دي.

اغبر د افغان سفارت له لوري پر نړۍوالې ټولنې، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې د دې ظلم او سرغړونې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او یو روښانه او قاطع دریځ غوره کړي.

هغه زیاته کړې: «د طالبانو اوسنۍ کړنې نه یوازې د ښځو او نجونو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د ټول افغان ملت د ارزښتونو، باور او نړۍوال حیثیت لپاره هم ګواښوونکي دي.

تر دې وړاندې هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او د ملګرو ملتونو استازو د طالبانو له لوري د ښځو نیول، وهل ټکول او بندي کول له قانوني چوکاټه وتلي عملونه بللي دي.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ د کابل په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې یوې کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل: «مازدیګر ۵ بجې زموږ د کورنۍ نجونې کورس ته په لاره وې چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسباتو له خوا ونیول شوې او نامعلوم ځای ته یې یوړې.»

شاهدانو ویلي، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو دا ښځې له رستورانتونو، کوڅو او سوداګریزو مرکزونو څخه په "زور او تاوتریخوالي" سره نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، طالبانو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د "حجاب نه اغوستلو" په پلمه د ښځو د نیولو یوه لویه لړۍ پیل کړې ده.

سرچینو وویل، چې طالبانو په زور سره ښځې په موټرو کې واچولې او نامعلوم ځای ته یې بېولي دي.

په کوټه سنګي سیمه کې یوه بل عیني شاهد ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان یو رستورانټ ته ننوتل او څو ښځې یې پرته له دې چې له هغوی څخه پوښتنه وکړي ووهلې او «په زور یې موټر ته واچولې.»

هغه وویل، چې طالبانو دا ښځې د دې ډلې د ټاکل شوي حجاب د نه مراعاتولو په تور نیولې دي.

یو شمېر هېواوال نیوکه کوي، چې که طالبان ښځې د «حجاب نه اغوستلو" له امله نیسي، نو ولې یې په عام محضر کې وهي او "بې عزته کوي یې.»

ریچارډ بېنېټ: طالبان دې ژر تر ژره برېتانوۍ جوړه «پیټر او باربي رینولډز» له بنده ازاد کړي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو له لوري له افغان بندیانو، ښځو، نجونو او بهرنیو وګړو سره د ظالمانه چلند په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او له طالبانو یې غوښتي، چې برېتانوۍ جوړه «پیټر او باربي رېنولډز» ژر تر ژره خوشې کړي.

بېنېټ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې یاده برېتانوۍ جوړه له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوې، هغوی ناروغه دي او تر دې دمه پرې هېڅ ډول رسمي تور نه دی لګول شوی.

نوموړي زیاته کړې: «د طالبانو ظلمونه چې ډېری وخت پر افغان بندیانو، ښځو او نجونو ترسره کېږي، اوس برېتانوۍ جوړه هم ورسره مخ ده. دا جوړه چې د خرابې روغتیا په حالت کې ده، له پنځو میاشتو زیاتې مودې راهیسې بندي ساتل شوې او راپورونه ښيي، چې تر اوسه هېڅ قانوني تور پرې نه دی لګول شوی. زه له طالبانو غوښتنه کوم چې دوی ته بېړنۍ او مناسبه روغتیايي پاملرنه وشي او ژر تر ژره دې خوشې شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو حکومت د بهرنیانو د نیولو له امله د نړۍوالې ټولنې له فشار سره مخ شوی دی.

ریچارډ بېنېټ چې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ټاکل شوی، تر دې وړاندې یې هم پر طالبانو سختې نیوکې کړې دي، په ځانګړي ډول د ښځو پر زده‌کړو بندیز، کار ته د تګ مخنیوی او په عام محضر کې د هغوی پر حجاب لګول شوي محدودیتونه.

د بشري حقونو فعالان او نړۍوال مدافعین د طالبانو له حکومته غواړي، چې د نړۍوالو قوانینو او بشري اصولو درناوی وکړي او د افغانانو په ګډون له بهرنیانو سره عادلانه او انساني چلند وکړي.

یاده برېتانوۍ جوړه د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو له لوري هغه مهال ونیول شوه، چې بامیان ولایت ته د خپل کور خوا ته په لاره وو.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت بیا څه موده مخکې خبر ورکړی و، چې د دغه زنداني شوې جوړې د خوشې کېدو لپاره هڅې کوي.

د دغه برېتانوۍ جوړې اولادونو په زندان کې د خپل مور او پلار له حالت څخه اندېښنه ښوولې او نیوکه یې کړې، چې په ښه توګه ورته خواړه هم نه رسېږي.

ویل شوي، چې په زندان کې په کافي توګه د خوړو نشتوالي له امله دغه برېتانوي جوړه له خوارځواکۍ او روغتیایي ستونزو سره هم مخ شوې ده.

زنداني شوې برېتانوۍ جوړه له اتلسو کلونو راهیسې په افغانستانه کې اوسېږي او په افغانستان کې یې د زده‌کړو په برخه کې بېلابېل فعالیتونه کول.

ملګري ملتونه: د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیونه د اندېښنې وړ ده

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۴۲ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د طالبانو له لوري په کابل کې د هغو ښځو او نجونو د نیولو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې، چې د دغه ډلې په اند د حجاب (اسلامي لباس) له اصولو یې سرغړونه کړې ده.

اې بي سي نیوز په خپل راپور کې د یوناما له قوله ویلي، چې طالبانو د جولای له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې پورې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر ښځې او نجونې نیولې دي، چې طالب چارواکو ادعا کړې ده، چې دوی «مناسب حجاب» نه و اغوستی.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې یو فرمان صادر کړ، چې پکې ویل شوي وو ښځې باید یوازې خپلې سترګې ښکاره وساتي او له سره تر پښو پورې باید پټې وي.

په دغه فرمان کې د بورقې اغوستل هم وړاندیز شوی وو.

له کله نه چې طالبان په ۲۰۲۱ کې بیا واک ته رسېدلي، د ښځو پر ظاهري بڼه او چلند سخت محدودیتونه وضع شوي، چې دا چاره د طالبانو د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" وزارت له لارې په پراخه کچه ترسره کېږي.

یوناما زیاته کړې: «دا پېښې د ښځو او نجونو د لا منزوي کولو لامل کېږي، چې د وېرې فضا رامنځته کوي او د خلکو باور له منځه وړي.»

سره له دې چې د نیول شویو ښځو کره شمېر، عمرونه او ځایونه نه دي څرګند شوي، خو ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې هغه پالیسۍ او کړنلارې لغوه کړي، چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدودوي.

طالبانو لا تر دې مهاله د یوناما څرګندونو ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو څو ورځې وړاندې د "امر بالمعروف" وزارت اعلان وکړ، چې ځینې ښځې یې د "نامناسب حجاب" له امله نیولې وې، خو د نیول شویو ښځو کره شمېر او د "بد حجاب" تعریف یې نه و ورکړی.

ملګرو ملتونو همداراز څرګنده کړې، چې دوی هغه شکایتونه څېړي چې ګواکې نیول شویو ښځو سره ناوړه چلند شوی او د خوشې کولو په بدل کې ترې پیسې اخیستل شوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: که د نیول شویو بریټانیایانو درملنه ونه شي مرګ یې ګواښي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې د پیټر او باربي رینولډز په نومونو دوه بریټانیايي ښځه او مېړه چې له کوم تور پرته د طالبانو له لوري نیول شوي او دمګړۍ یې روغتیايي وضعیت هم ښه نه دی، له بندخونې ازاد کړي.

د دوی په وینا، دغه دوه بریټانیايي بوډاګان چې د روان کال له فېبرورۍ میاشتې راهیسې له کوم تور پرته په خپل سر نیول شوي سملاسي درملنې ته اړتیا لري او که درملنه یې ونه شي نو د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

د بشري حقونو کارپوهان وايي، پيټر رینولډز د زړه پر ناروغۍ اخته دی او باربي رینولډز د وینې له کمښته رنځېږي او په وینا یې د باربي پښې هم بې حسه شوې دي.

طالبانو د یادو بریټانیایانو په تړاو یوازې همدومره ویلي چې د هغوی دوسیه محکمې ته سپارل شوې خو لاتر اوسه محکمې د هغوی په اړه څه پرېکړه نه ده کړې.

۸۰کلن بریټانیایی پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه مېرمن یې د تېرې فېبرورۍ په لومړیو کې په بامیان کې په داسې حال کې ونیول شول چې د راپورونو له مخې یې هلته د زده کړو اړوند پروګرامونه مخته وړل.

متقي د اسلامي نړۍ په نږدېوالي کې د سعودي عربستان رول مهم وباله

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۴۸ GMT+۱

د اسلامي نړۍ پیوستون ټولنې (رابطة العالم الاسلامي) مشر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العيسی کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د اسلامي نړۍ پر ننګونو خبرې کړې دي. متقي د اسلامي نړۍ په نږدېوالی کې د سعودي عربستان رول مهم بللی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې امیرخان متقي په دې کتنه کې د خپلې ادارې د لاسته راوړنو او د طالبانو د مشر د عمومي عفوې اعلان، امنیت او ثبات او د دیني او معنوي اصلاحاتو هڅې یادې کړې.

متقي دغه راز په دې ناسته کې له اسلامي نړۍ سره د طالبانو پر ښو، نږدې او رغنده اړیکو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، هغه د اسلامي نړۍ د نږدېوالي لپاره د سعودي عربستان رول مهم وباله او له ټولو اسلامي هېوادونو سره یې د لا همغږۍ او همکاریو غوښتنه وکړه.

طالبان وايي، چې د رابطة العالم الاسلامي مشر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العيسی په افغانستان کې د ترسره شویو پرمختګونو او عمومي عفوې ستاینه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې نوموړي افغانستان د اسلامي نړۍ لپاره یو مهم هېواد یاد کړ او ویې ویل چې د رابطة العالم الاسلامي او طالبانو ترمنځ منظمې اړیکې او غونډې د لا ښه تفاهم لامل ګرځي.