د اسلامي نړۍ پیوستون ټولنې (رابطة العالم الاسلامي) مشر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العيسی کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د اسلامي نړۍ پر ننګونو خبرې کړې دي. متقي د اسلامي نړۍ په نږدېوالی کې د سعودي عربستان رول مهم بللی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې امیرخان متقي په دې کتنه کې د خپلې ادارې د لاسته راوړنو او د طالبانو د مشر د عمومي عفوې اعلان، امنیت او ثبات او د دیني او معنوي اصلاحاتو هڅې یادې کړې.
متقي دغه راز په دې ناسته کې له اسلامي نړۍ سره د طالبانو پر ښو، نږدې او رغنده اړیکو ټینګار کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، هغه د اسلامي نړۍ د نږدېوالي لپاره د سعودي عربستان رول مهم وباله او له ټولو اسلامي هېوادونو سره یې د لا همغږۍ او همکاریو غوښتنه وکړه.
طالبان وايي، چې د رابطة العالم الاسلامي مشر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العيسی په افغانستان کې د ترسره شویو پرمختګونو او عمومي عفوې ستاینه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې نوموړي افغانستان د اسلامي نړۍ لپاره یو مهم هېواد یاد کړ او ویې ویل چې د رابطة العالم الاسلامي او طالبانو ترمنځ منظمې اړیکې او غونډې د لا ښه تفاهم لامل ګرځي.
د را رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، «طالبان نه یوازې د پوهنتون استادان بلکې راتلونکې اونۍ د هر پوهنځي محصلین هم غواړي او سپارښتنې ورته کوي او د نه منلو په صورت کې هغوی له پوهنتون څخه محروموي».
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د افغانستان په ټولو اداراتو کې ځانګړي ریاستونه او امریتونه ایجاد کړي دي، چې د ټولو دولتي کارکوونکو دیني او دنیاوي مسایل تعقیبوي.
د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی د طالبانو له رییس الوزرا ملاحسن اخوند او د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره په ارګ کې وکتل.
د طالبانو چارواکو په کتنه کې ویلي چې افغانستان او سعودي عربستان اوږدې او ژورې اړیکې لري.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ او کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه د چنګاښ ۳۰مه وویل، چې په لومړۍ ناسته کې سراج الدین حقاني د رابطة العالم اسلامي مشر محمد بن عبدالکریم العیسی ته ښه راغلاست ووایه او دغه ډول لیدنې کتنې یې د افغانستان او سعودي عربستان د مسلمانو ملتونو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي په ټینګښت کې اغېزناکې وګڼلې.
طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې د محمد بن عبدالکریم العیسی په حواله لیکلي:«افغانستان ته زموږ د راتګ لامل د دواړو هېوادونو ترمنځ دعلماوو د علمي اړیکو ټینګښت او د رابطة عالم اسلامي له لارې د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ ترمنځ د علمي روابطو تحکیم دی»
د طالبانو تر واک لاندې د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ډلې رییس الوزرا په دې لیدنه کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د دوام هیله څرګنده کړه او د یاد سازمان له رییس څخه یې وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه په استفادې دې د حج فریضې د ادا کولو لپاره د افغان حاجیانو د سهم د زیاتوالي غوښتنه له اړوندو مقاماتو سره مطرح کړي.
په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ بېپیلوټه الوتکو او بریدونو پر پاکستاني طالبانو فشار ډېر کړی او درندې مرګ ژوبلې یې ور اړولې، وسلهوال د دغو بریدونو پر وړاندې نوې لارې لټوي. اوس هغوی د ارزانه تجارتي ډرونونو په لټه کې دي چې د جګړې په ډګر کې د دوی لپاره یو حمایوي چتر رامنځته کړي.
دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ټي ټي پي اړوند ځینې سیمهییز همکاران له تېرو دریو میاشتو راهیسې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې په هغو شرکتونو پسې ګرځي، چې چینايي تجارتي ډرونونه، یا کواډکوپترونه، واردوي. خو خبره یوازې د پېرلو نه ده. دغه ډلې هڅه کوي تخنیکي کسان او د پوهنتونونو محصلان هم پیدا کړي، څو دا ساده ډرونونه داسې تعدیل کړي، چې بم یا مرمۍ وغورځولی شي.
یوه سرچینه، چې له دغو کسانو سره یې لیدلي، وایي، « دوی غواړي داسې ډرونونه عیار کړي، چې په لومړي ګام کې څار وکړای شي او په دویم ګام کې لږ تر لږه تر ۱۰ کیلومترو یا تر دې لرې هدف ته بمونه ورسولی شي. د دې لپاره باید د ډرون تخنیکي برخې، لکه بېټرۍ او کمرې بدلې شي او دا کار له متخصصو کسانو پرته ممکن نه دی».
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې لومړی ډرون برید د حافظ ګل بهادر ډلې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې کړی او وروستۍ د ډرون برید هڅه د جولای پر ۱۹مه د بنو ولسوالۍ د میریان امنیتي حوزې په حدودو کې وه، چې پاکستاني ځواکونو تر برید وړاندې شنډه کړه. د بنو د میریان امنیتي حوزې مسوولانو د هاوان هغه مرمۍ هم وښودې، چې ټي ټي پي غوښتل پر امنیتي حوزه یې وکاروي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې جنګیالیو تر برید وړاندې ډرون ډیورنډ کرښې ته څېرمه په لمن سیمه کې ازمویلی و. د سرچینې په وینا، « د دوی په لاس کې موجود ډرونونه تر اوسه یوازې د ورځې کار کوي او یوازې ساکن اهداف په نښه کولای شي».
سرچینې وايي، چې طالبانو ته له امریکایانو ګڼې څارونکې الوتکې پاتې شوې دي، چې شاوخوا یو متر اوږدوالی او په لکۍ کې یو څرخ لري. دغه الوتکې یوازې د کشف لپاره کاریږي او ځینې وخت یې طالبان پخپله فضا ته الوزوي.
سرچینو وویل، چې کواډکاپټرونه ټي ټي پي او د ګل بهادر ډلې دواړو ترلاسه کړي دي، خو له دې امله یې نه کاروي، چې سیسټم یې پرمختللی نه دی او زر کشف کېدای او له منځه وړل کېدای شي.
خو اوس جنګیالي غواړي پرمختللي ډرونونه ومومي چې حرارتي کمرې ولري او د شپې له خوا اهداف او د دښمن حرکات وڅارلای شي.
حرارتي کمرې (thermal cameras) په جګړه کې د ډرونونو د اغېز کچه څو برابره لوړولای شي او د شپې له مخې د انساني بدن، موټرو، یا نورو تودوخه لرونکو څیزونو موقعیت کشفوي. د دې لپاره د ډي جې ای مټریس (DJI Matrice) په څېر ډرونونو ته اړتیا ده، چې وزن انتقالولی شي او حرارتي کمره، اضافي بیټرۍ او نور سنسرونه پکې ځای پرځای کېدای شي.
په ازاد بازار کې، د چینايي ډي جې ای ډرون مختلف ډولونه موندل کېږي او بیې یې هم مناسبې دي، خو دا وړې الوتکې زر کشفېږي او شنډېدای شي ځکه پاکستانی پوځ د ډرون ضد وسایلو پراخ سیسټمونه، جیمرونه او ټکنالوژي کاروي.
بلخوا، د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان او پاکستان ته د ځینو تخنیکي وسایلو واردات بند شوي، چې پرمختللي ډرونونه، پټاکۍ او ټي ټي تومانچې پکې شاملې دي.
د طالبانو حکومت له اجازې پرته د ډرون پر استعمال بندیز لګولی او په فبروري میاشت کې یې په بامیان ولایت کې یوه برېټانیايۍ جوړه، باربي او پیټر رینولډز له دې امله زندان ته واچول، چې ددوی په وینا، په خپل سر یې الوتکه پورته کړې وه.
چین، ټي ټي پي او بلوچ بېلتونپالو ډلو ته د دغو وسایلو د رسیدو له ویرې دا ډول صادرات محدود کړي دي. پټاکۍ اوبارودي مواد، چې پخوا د سړک جوړونې شرکتونو له لارې پاکستان ته واردېدل، اوس بند شوي یا ازاد مارکیټ ته یې رسېدل ناشوني شوي دي.
دغو محدودیتونو پاکستاني طالبان د ایران بازارونو ته متوجه کړي، چې ډرونونه یې د منځني ختیځ په جګړو کې موثر ثابت شوي، خو د ایران او اسراییل له جګړې وروسته په ایران کې پر بې پیلوټه څرخکو بندیزونو دا احتمال اوس کم کړی، چې دغه ډلې دې ایراني ډرون څرخکې ترلاسه کړای شي.
د ایران پارلمان د یوې مصوبې له لارې د بې پیلوټه څرخکو واردات، صادرات، تولید، وېش، پېرل او پلورل ټول بند کړل.
د ټي ټي پي جنګیالیو له دې وړاندې معمولاً شپږ بېلا بېلې کوچنۍ بېټرۍ په یوه قالب کې سره تړلې، چې د یوه ماین د ریموټ کنټرول فعالولو لپاره یې ولتاژ برابر کړي، خو ددې بېټریو چارج زر ختمېده او ماین ایښودونکی مجبور و چې بېرته ورشي او نوې بېټرۍ پکې کیږدي. دې چارې د مرګ خطر درلود او په ډېرو خپل ماینونه وچاودېدل.
خو اوس جنګیالي په خپلو ماین چاودنو کې د هونډا موټرسایکل بیټرۍ کاروي، چې تر یوې اونۍ چارج ساتي او د ایکم مخابرو له لارې فعالېږي.
پاکستاني طالبان ولې د ډرونونو په لټه کې دي؟
د پاکستان پوځ ته په وروستیو څلورو کلونو کې د ټي ټي پي او بلوڅ جنګیالیو په لاسونو کې پرمختللې امریکایۍ وسلې مرګونې ثابتې شوې، خو اسلام اباد اوس خپله جنګي او عملیاتي ستراتیژي بدله کړې او په خپلو عملیاتو کې یې د بې پیلوټه الوتکو او څلور وزرو ډرونونو استعمال زیات کړی دی.
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې په وروستیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو اعلان وکړ، چې د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې یې ۵۴ وسله وال جنګیالي په داسې حال کې ووژل، چې له ډیورنډ کرښې اوښتل. د برید له ویډیو برېښي چې جنګیالي په ډله ییز او یوځايي ډول وژل شوي او شاوخوا لوړې ونې هم له بېخه ماتې شوې دي. د پاکستان پوځ ته نږدې سوشل اکاونټونو دغه برید د بې پیلوټه الوتکې برید وباله. دې ته ورته څو نور بریدونه هم شوي، چې ټول یې د جنګیالیو لپاره مرګوني ثابت شوي.
د جنګیالیو خلاف ډېری کارېدونکي ډرونونه د منځنۍ ارتفاع ډرون دي، چې پخپله په پاکستان کې تولیدیږي او طالبان یې د راغورځولو یا شنډولو لپاره اړتیا وړ وسلې او وسیلې په لاس کې نه لري.
پاکستاني پوځ د جنګیالیو خلاف د ډرون استعمال نه دی تایید کړی، خو د سیمې خلک، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي (پي ټي ایم) او د تحریک طالبان پاکستان سرچینې مني چې «پوځ اوس ډېری بېپیلوټه الوتکې کاروي».
د پاکستان پوځ له ۲۰۱۵ کال راهیسې چې د خپل لومړي وسلهوال ډرون «براق» بریالۍ ازموینه وکړه، په دې برخه کې خپلواک تولید ته مخه کړې ده. د پوځ درې واړې برخې ځمکنۍ، هوایي او سمندري ځواکونه د څارنې، جاسوسۍ او هدفي بریدونو لپاره بېپیلوټه الوتکې استعمالوي.
د هند او پاکستان په وروستۍ جګړه کې د ډرون موثریت اسلام اباد د دې وسیلې پر اغیزناکتوب لا باوري کړی دی.
تر ټولو مهم کورني جوړ شوي ډرونونه یې «براق»، « ابابیل» او «شاهپر» دي، چې معمولا په یاغیګرۍ ضد جګړو کې کورنی مصرف لري. پر دې سربېره څلور او شپږ وزري ډرونونه هم کاریږي.
براق یو مسلح ډرون دی چې د پاکستان د ملي انجنیري ادارې (NESCOM) له خوا جوړ شوی او لیزري هدایت وړ «برق» توغندی هم ورسره لېږدوي.
پاکستانی پوځ د استخباراتو او څارنې لپاره شاهپر۱ او د پرمختللو بریدونو لپاره شاهپر۲ استعمالوي.
پر دې سربېره دوی کواډ کوپټرونه هم کاروي. دغه ډرونونه ډېری د شپې لید او حرارتي کمرې وړتیاوې لري، خو پاکستاني طالبان ادعا کوي چې د شپې عملیات پر دوی دومره اغیز نه پرېباسي.