طالبان له پاکستان سره د ترجیحي تعرفې په اړه هوکړه لاسلیکوي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ نن یو پلاوی پاکستان ته ولاړ او هلته به له پاکستاني لوري سره د ترجیحي تعرفې په اړه یوه هوکړه لاسلیک کړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي.