طالبان وايي چې په کاپیسا کې یې یو جادوګر د پنځم ځل لپاره نیولی

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې د کاپیسا ولایت په حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې یې یو جادوګر د جادو پر مهال لاس په لاس نیولی. طالبان وايي، چې نوموړی څلورځله مخکې هم نیول شوی و او د کورنیو ترمنځ یې شخړې رامنځته کولې.