• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګلګت بلتستان کې د وروستیو بارانونو له امله څلور سېلانیان مړه او ۱۵ نور تري تم دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د پاکستان د ګلګټ بلتستان دیامیر ولسوالۍ په بابوسر سیمه کې د دوشنبې په ورځ د سختو بارانونو او سېلابونو راوتو له امله لږ تر لږه څلور سېلانیان مړه، دوه ټپیان او ۱۵ نور تري تم شوي دي.

د ګلګت بلتستان د حکومت ویاند فیض الله فراق په وینا؛ په مړو شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده او سلګونه بند پاتې سېلانیان ژغورل شوي هم دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

روسیې د اوکراین پر سوومي د بې‌پیلوټه الوتکو برید کې ۱۳ کسان ټپيان کړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۳۱ GMT+۱

د روسیې ځواکونو د جولای پر ۲۱مه د اوکراین شمال ختیځ سوومي ولایت پر ملکي سیمو د بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، یو ۵ کلن ماشوم هم په ټپیانو کې شامل دی.

د دغه ولایت والي اولېګ هریخروف په ټېلګرام کې لیکلي: «د نن ماښام د پوتویلپه ټولنه کې د دوښمن له لوري پر ملکي زېربناوو د ډرون برید وشو.»

نوموړي شاوخوا ۱۰ بجې (د سیمه‌ییز وخت له مخې) راپور ورکړی و، چې څلور تنه چې یو ماشومام هم پکې دی، ټپیان شوي او بې له دې چې روغتون ته ولېږدول شي، درملنه‌یې شوې ده.

هریخروف زیاته کړې، د برید له امله اور بل شوی او بېړني ټیمونه هڅه کوي چې د اور مخه ونیسي.

وروسته چارواکو تایید کړه، چې د ټپیانو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.

دغه برید داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، که د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې تړون ۵۰ ورځو کې ونه‌شي، نو پر روسیې به سختې تعرفې ولګوي.

ټاکل شوې چې کییف او مسکو د جولای پر ۲۳مه د سولې خبرې بیا پیل کړي.

په سوېلي کوریا کې د سېلابونو او ځمکښویېدنو له امله د مړو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۱

د سوېلي کوریا په ګاپیونګ ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او ځمکښویېدنو له امله نن دوه کسان مړه شوي او پنځه نور لا هم لادرکه دي، چې له دې سره د مړو شمېر ۱۷ او د لادرکه شویو شمېر ۱۱ تنو ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، ددغو سېلابونو له امله تراوسه تر ۱۳ زرو زیات خلک اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د کوریا ولسمشر لي جې-میونګ امر کړی، چې د زیان ژر ارزونه وشي او اغېزمنې سیمې "ځانګړې طبیعي آفت" سیمې اعلان شي، څو له دولت څخه یې ملاتړ ډېر شي.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي، باران به تر نن ورځې پای ته ورسېږي او ښايي له هغې وروسته ګرمۍ څپه پیل شي.

سعودي عربستان بوسنیا او هرزګووینا ته د ټولنیزو بنسټونو لپاره د ۳۲ میلیون ډالرو پور ورکړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۱

د سعودي پراختیایي صندوق (SFD) بوسنیا او هرزګووینا ته ۳۲ میلیونه ډالره پرمختیايي پور ورکړی، ترڅو د ساینس او ټېکنالوژۍ پارک او د محصلینو لپاره استوګنځای جوړ شي.

د دې پروژو هدف د لوړو زده‌کړو، اقتصاد او تخنیکي برخو وده ده.

دا مرکز به څېړونکي، ساینسپوهان او سوداګر سره راټول کړي.

سعودي عربستان له ۱۹۹۶ راهیسې په بوسنیا کې پرمختیايي فعالیتونه کوي او تراوسه یې له دې هېواد سره له ۱۶۳ میلیونه ډالرو څخه زیاتې مرستې کړې دي.

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله له ۵۰ ډېر کسان وژل شوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۱

اسراییلي ځواکونو د تازه بریدونو په ترڅ کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ ډېر فلسطینیان وژلي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دا بریدونه په داسې حال کې روان دي، چې د لوږې له امله هم د مړو شمېر په زیاتېدو دی.

د غزې ښاروالۍ ویلي، چې د ښار په شمال کې اصلي د اوبو پاکولو فابریکه د اسراییلو د بشپړ سون توکو بندیز له امله تړل شوې او خلک له "شدیدې تندې" سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، د غزې ډېری اوسېدونکي څو ورځې د خوړو پرته تېروي او د ناورین کچې خوارځواکي سره مخ شوي دي.

دغه اداره وايي، دا د لوږې داسې کچه ده چې تر دې وړاندې ورسره هېڅکله مخ شوي نه و.

د راپورونو له مخې، په سیمه کې د بشري وضعیت د خرابېدو له امله نړۍوالې ادارې له بېړني اوربند او بشري مرستو ته د لاسرسي غوښتنه کوي.

لوېدیځ هېوادونه: په غزه کې جګړه باید سمدستي پای ته ورسېږي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د برېتانیا، اسټرالیا، کاناډا، فرانسې او ایټالیا په ګډون ۲۵ لوېدیځو هېوادونو د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې جګړه باید اوس په غزه کې پای ته ورسېږي. دوی ویلي، چې د ولسي وګړو کړاوونه ژورې کچې ته رسېدلي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ له ټولو خواوو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې د دې وحشتناکې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو موټی شي او د سمدستي، بې‌قید او شرطه او دایمي اوربند ملاتړ وکړي.»

دغو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې د وینې تویېدل هېڅ معنا نه لري او دوی د امریکا، قطر او مصر له هڅو بشپړ ملاتړ اعلانوي، څو اوربند ته لاره هواره شي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت بیا دا ګډه اعلامیه رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی له واقعي حالاتو بې خبره دي او حماس ته ناسم پیغام استوي.

د اعلامیې په لاسلیک کوونکو کې جاپان، څو اروپايي هېوادونه، سویس او نیوزیلنډ هم شامل دي.

دوی ویلي: «چمتو یو چې د اوربند د عملي کېدو لپاره نور ګامونه واخلو.»