د طالبانو ویاند وايي چې د افغانستان جوړ لومړنی بس چمتو شوی

د طالبانو ویاند د بس د یوه انځور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ملي بس جوړولو لومړنۍ پروژه عملي پړاو ته رسېدلې او دی تېره شپه پخپله په دغه بس کې سپور شوی دی.

د طالبانو ویاند د بس د یوه انځور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ملي بس جوړولو لومړنۍ پروژه عملي پړاو ته رسېدلې او دی تېره شپه پخپله په دغه بس کې سپور شوی دی.
مجاهد د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، «یوه ورځ ما اعلان کړی و چې افغانستان خپل لومړی ملي بس جوړ کړی. ډیرو تبصرې کړې وې، چا دا د بلې کومې کمپنۍ تصویر وباله، تیره شپه په همغه ملي بس کې سپور شوم».
نوموړي د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا له شرکته مننه کړې، چې خپله ژمنه یې پوره کړې ده.
مجاهد ددغه بس په اړه نور جزئیات نه دي ور کړي، چې له باډۍ پرته نور وسایل یې د کومو کمپنیو پکې کارېدلي دي.
نوموړی زیاتوي چې دا بس تېره شپه د ملي پراختیا شرکت له لوري د څو تولیدي فابریکو د کمپلېکس د پرانیستې پر مهال نندارې ته وړاندې شوی.


د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، له ایران څخه په جبري توګه راستنو کړای شویو کورنیو لپاره یې د هرات د اسلام کلا په پوله کې د پنډغالي جوړولو لپاره د خېمو درولو بهیر پیل کړی.
د دغې ادارې په وینا، دغه خیمې به په لومړنیو اسانتیاوو لکه، د څښاک پاکو اوبو، برېښنا، تشنابونو، حمام، د کثافاتو ځایونو او نورو اړینو اړتیاوو سمبالې شي او په لومړي سر کې به هم راستنېدونکو ښځو، ماشومانو، سپینږیرو او له زیان سره مخ کسانو ته په واک کې ورکړل شي.
دغې ادارې په دې اړه چې پر دغو خیمو څومره لګښت شوی، څه نه دي ویلي.
ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو یو مخیزه اېستنه پیل کړې او تر اوسه یې سلګونه زره کسان افغانستان ته اړولي دي.
بشرپالو بنسټونو په پنډغالو کې د را ستنو شویو هېوادوالو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او له نړۍوالو یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

د ای ایس ای پخواني رییس جنرال حمیدګل زوی عبدالله ګل وايي چې واک ته د سراج الدین حقاني له رسېدو سره په پاکستان کې ۶۰ سلنه ترهګري زیاته شوې. عبدالله ګل زیاتوي چې سراجالدین حقاني څو ځله پاکستان ته سفر کړی، خو له پاکستان سره یې اړیکې د پلار یا مشر ورور نصیرالدین حقاني په کچه نهدي.
د پاکستاني د څارګرې ادارې د پخواني رییس جنرال حمیدګل زوی کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سفر او د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره د لیدنې په تړاو د پاکستان له راډیو سره په یوه بحث کې ویلي، چې هغه د خپل پلار په څېر له پاکستان سره اړیکې نه لري.
عبدالله ګل وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په توګه د سراج الدین حقاني له ټاکل کېدو وروسته په پاکستان کې ۶۰ سلنه ترهګري زیاته شوې ده او اوس مهال په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې پاکستان د امنیتي وضعیت له پلوه له سختو ننګونو سره مخ دی.
عبدالله ګل ویلي چې « سراج الدین حقاني د جلال الدین حقاني زوی دی چې له پاکستان سره یې مینه وه. سراج الدین حقاني څو ځله پاکستان ته سفرونه کړي خو له پاکستان سره یې اړیکې د خپل پلار جلال الدین حقاني یا د مشر ورور نصیرالدین حقاني په کچه نه دي؛ دواړه د پاکستان ریښتیني ملګري وو.»
عبدالله ګل همدراز زیاتوي، چې په ځانمرګي برید کې د سراج الدین حقاني د تره خلیل حقاني وژل کېدل د پاکستان لپاره یوه لویه ضربه وه.
د جنرال حمیدګل زوی وايي، « په دې وروستیو کې د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشوه، او چین پر افغانستان فشار راوړ، چې که کابل له اسلاماباد سره اړیکې نه سموي، نو د ۲۲ میلیارده ډالرو پانګونه به بېرته واخلي». د هغه په باور، « چین پوهېږي چې د افغانستان او پاکستان خرابې اړیکې د دوی د یو سړک او یو کمربند پروژې ته خنډ جوړوي. له دې وروسته دا لهافغان چارواکو سره د محسن نقوي لومړۍ ناسته ده او ښايي مثمره هم وي».
خو د جنرال حمیدګل زوی زیاتوي:« موږ په دې وروستیو کې له افغان مشرانو سره صمیمانه غونډې درلودې خو د دې غونډو پایلې ډېرې ګټورې نه وې.»
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزریر محسن نقوي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره په لېدنه کې پر ترهګرۍ ضد جګړه او په ځانګړې توګه تحریک طالبان، د ډیورنډ کرښې پر اغېزناک مدیریت، نشه يي توکو او پاکستان ته پر تګ راتګ خبرې کړې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینډت وایي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د مجرمو کسانو د شړلو وروستۍ پرېکړې په اروپا کې پراخ پام راجلب کړی. د دوبرینډت په وینا، اوس یو مهم بحث دا دی چې ایا دا کار عملي کېدای شي؟ او که هو، څنګه؟
الکساندر دوبرینډت د سې شنبې په ورځ په کوپنهاګن کې د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو غیر رسمي غونډې ته وویل، « موږ څو ځله دا خبره کړې چې افغانستان ته زموږ له لوري ترسره شویو شړنو د نورو هېوادونو لېوالتیا را پارولې. هغوی غواړي د دغو عملیاتو برخه وي».
تېره اونۍ، برلین یو شمېر محکوم شوي کسان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته شړلي او په دې توګه لومړی اروپایي هېواد شو چې طالب ډېپلوماټانو ته یې اجازه ورکړه څو د شړنو په برخه کې د مرستې لپاره جرمني ته لاړ شي.
د دوبرینډت په وینا، اوس یو مهم بحث دا دی چې ایا دا کار عملي کېدای شي؟ او که هو، څنګه؟
جرمني د اروپایي کمیسیون د مارچ د وړاندیز ملاتړ کوي، چې موخه یې د هغو کسانو بېرته لېږل ګړندي کول دي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې. په دې پلان کې د بېرته ستنولو مرکزونو د جوړولو قانوني اساسات هم شامل دي.
دوبرینډت وویل، « موږ دا یوه نوې او مطلقاً ضروري تګلاره بولو». هغه د دې لپاره اصلي هېوادونو ته نږدې له درېیمو هېوادونو سره د هوکړو غوښتنه وکړه.
دوبرینډت دا رد نه کړه چې جرمني ښایي له نورو هېوادونو سره خپلواکې مهاجرتي موافقې وکړي.
هغه وویل، « ډېر هېوادونه اوس لا پرمختللي پلانونه لري چې دا ډول جوړښتونه رامنځته کړي. موږ اړتیا لرو هغو هېوادونو ته، چې له مبدا هېوادونو سره نږدې وي، د رد شویو پناه غوښتونکو لپاره تر انساني شرایطو لاندې د استوګنې هوکړې وکړو. دا زموږ د تګلارې اساسي برخه ده».
نوموړي ومنله چې دا موضوع سیاسي حساسیت لري، « موږ پوهېږو چې دا کار د ځینو غړو هېوادونو لپاره ډېر سخت دی، موږ دا مخکې هم لیدلي، خو باور لرو چې یوه اروپایي ګډه تګلاره به د عملي کېدو ډېر احتمال ولري».
د دوبرینډت دا څرګندونې وروسته له هغې دي، چې د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو یوه سخته اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي افغانستان او سوریې ته بېرته ستنول باید ممکن شي.
ددې اتحادیې غړي هېوادونه جرمنی، فرانسه، پولنډ، اتریش، ډنمارک، چک او د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو کمېشنر مګنوس برونر دي.

په اسلاماباد کې مېشتو یوشمېر افغانانو نن سېشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې نن یو وار بیا پولیس بي۱۷ ښارګوټي ته ورغلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ځینې کورنۍ له ځان سره بېولې دي.
دغه کډوال وایي، نن سهار یې بیا ورځ د پولیسو په تالاشۍ پیل کړه.
په دې کې یو کډوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، چې پولیسو د ځینو کورونو دروازې ماتې کړې دي او د کور دننه نیول شوې کورنۍ یې له ځانه سره بېولې دي.
د سرچینو په خبره؛ په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه سرچېنې وایي، پولیسو ځینې کورنۍ چې د ویزو موده یې ختمه شوې وه د بې ۱۷ ښارګوټې له بېلابېلو سیمو له ځان سره بېولي دي.
د یاد ښارګوټي یوه اوسېدونکي هم افغانستان انټرنشتل – پښتو ته ومنله، چې پولیس یې کورونو ته د تالاشۍ لپاره ورغلي وو؛ خو هغه ترې پټ شوی دی.
که څه هم د تازه نیول شویو کسانو د کره شمېرې په اړه معلومات نشته؛ خو پرون هم یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشل پښتو ته ویلي و، چې پولیسو له دغه ښارګوټي د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ تنه افغانان نیولي وو.
له هغه وروسته چې په پاکستان کې د ویزو موده یوې میاشتې ته راکمه شوه او بیا له تېرو څه باندې درېیو اوونیو د ویزو د تمدید لړۍ په ټپه درېدلې؛ افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي، که څه هم تراوسه د هغو الوتکو چې د تېر نظام د پرځېدو پرمهال له افغانستانه دباندې وړل شوې وې؛ د بېرته ترلاسه کولو هڅو پایله نهده ورکړې، خو هیڅکله به ترې تېر نه شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن سې شنبه د (چنګاښ ۳۱مه) په کابل کې د تېر یوه کال په موده کې د طالبانو د دفاع وزارت د لاسته راوړنو په غونډه کې کړې دي.
ښاغلی فطرت وايي:« هغه څه چې د افغانستان دي، موږ به ترې هیڅکله تېر نه شو. په تېرو څلورو کالو کې هڅې شوې دي، تراوسه یې پایله نه ده ورکړې؛ خو موږ نهیلي نه یو.»
د راپورونو پربنسټ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې له افغانستانه ازبکستان ته لېږدول شوې وې.
د طالبانو د فاع وزارت د دغې غونډې پرمهال دا رنګه ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۷۰۰ امنیتي پوستې جوړې کړې دي.
د دغه وزارت لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت ويلي، چې دغه پوستې د پولې په اوږدو کې د امنیتي تدابیرو په موخه جوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، دوی هیڅکله نه دي غوښتي چې د کرښې په اوږدو کې له پاکستاني او ایراني پوله ساتو ځواکونو سره په جګړه کې ورښکېل شي؛ خو که له هغې خوا پرې برید شوی هغه یې بېځوابه نه دی پرېښي.
فطرت یو وار بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه راپورونه بېبنسټه وبلل او ویې ویل، چې دغه ډول خبرونه حقیقت نه لري او د تبلیغاتو تر بریده دي.
نوموړی وايي، طالبانو په افغانستان کې بشپړ امنیت ټنیګ کړی او د وسلهوالو ډلو د حضور په اړه اندېښنې بېځایه دي.