طالبان وايي، اوسنیو شرایطو ته په کتو یې د پوځ شمېر بسنه کوي

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، چې د پوځ په اوسني شمېر کولای شي د افغانستان امنیت ټینګ کړي. نوموړي نن سې شنبه د (چنګاښ ۳۱مه) د دغه وزارت د لاسته راوړنو په غونډه کې ویلي، چې دا مهال د طالبانو د پوځ شمېر د ۱۵۰ تر ۲۰۰زرو ترمنځ دی.
