• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او یمن د کلتوري همکاریو پر تقویت خبرې وکړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۷ GMT+۱

په انقره کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې حمیدالله تمکین د یمن جمهوریت له سفیر محمد صالح طُریق سره په کتنه کې د افغانستان او یمن ترمنځ د کلتوري همکاریو د پراخولو او پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

طالبان وايي، چې محمد صالح طُریق په انقره کې د طالبانو له سفارت سره د کلتوري او تاریخي ګډو ارزښتونو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د طالبانو په وینا، په انقره کې د یمن سفیر هیله څرګنده کړه چې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه یو ودان، سوکاله، پرمختللی او پر ځان بسیا هېواد وګرځي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د امنیتي ادعاوو باوجود؛ د طالبانو لوی درستیز وايي تېرکال یې څه کم یو میلیون ځله عملیات کړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۵۲ GMT+۱

په داسې حال کې، چې طالبان په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، د دې ډلې لوی درستیز وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې په ټول هېواد کې ۹۶۴ زره عملیات کړي دي. د طالبانو د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې تر دې دمه د دوی د ځواک ۱۰سلنه، چې ۲۰زره کسان کېږي، تنقیص شوي.

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې وویل، چې ددفاع وزارت په چوکاټ کې طالبانو په ټول هېواد کې ۹۶۴ زره عملیات کړي دي.

فطرت د دغه وزارت د یو کلنو فعالیتونو د راپور ورکولو پر مهال وویل چې دغه عملیات په ټول هېواد کې د نظم ټینګښت، د جرمونو مخنیوي او د وسله‌والو ډلو پر ضد ترسره شوي دي.

فطرت په خپلو خبرو کې د طالبانو په لیکو کې د تنقیص په اړه وویل، چې تر دې مهاله لس سلنه سرتېري تنقیص شوي او ټاکل شوې چې ۲۰زره نور هم له دندو ګوښه شي.

د فطرت په وینا، په دې موده کې لس زره منسوبین د محاربوي زده کړو او څه باندې ۲۳ زره نور له مرکزي او ساحوي تعلیمي مرکزونو فارغ شوي‌ دي.

د طالبانو لوی درستیز وویل، چې د هوایي ځواکونو یو زر او ۲۴۴منسوبین د مسلکي زده کړو له مرکزونو فارغ شوي او ۸ الوتکې ترمیم شوې دي.

طالبان په یوه کال کې د شاوخوا یو میلیون ځله عملیاتو خبر داسې مهال ور کوي، چې ددې ډلې چارواکي د سرتاسري امنیت د ټینګښت او وسله والو ډلو د نشتوالي خبر ور کوي.

د طالبانو دفاع وزیر د ازبکستان له نظامي پلاوي سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ازبکستان له یوه نظامي پلاوي سره په لیدنه کې پر نړۍوال سټېج د طالبانو په تړاو د ازبکستان د دریځ مننه کړې او له تاشکند سره یې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراخوالي ټینګار کړی.

د ازبکستان د استخباراتو رییس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ او د ازبکستان د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال خسانوا سلیمژون د چارشنبې په ورځ کابل ته په یوه رسمي سفر تللي.

د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، دواړو لوریو د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا ټینګار کړی او د سرحدي همکاريو په تړاو یې د ښو اړیکو پر جوړېدو هم خبرې کړې دي.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د جمهوري نظام د رانسکورېدو پر مهال یو شمېر الوتکې ورولېږدول شوې او د طالبانو له څو ځلي غوښتنې سره سره یې لا تراوسه نه دي ورسپارلې.

د طالبانو لوی درستیز نن د تېر یوه کال لاسته راوړنو په غونډه کې وویل، سره له دې چې له ازبکستان نه یې د یادو الوتکو د غوښتلو په تړاو ۴ کلنو هڅو څه پایله نه ده ورکړې خو هېڅکله به له هغو الوتکو تېر نه شي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې طالب چارواکو له ازبکستاني پلاوي سره ددې الوتکو مساله یاده کړې او که نه.

متقي له جرمني سره په خبرو کې د قطر د اسانچاري رول مننه کړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر له بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ټیلیفوني خبرې کړي دي. امیرخان متقي د جرمني فدرالي جمهوریت سره په وروستیو خبرو او پرمختګونو کې د قطر د اسانچاري رول مننه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، «د چنګاښ ۳۱مه» وویل، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د طالبانو او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، له جرمني څخه د ۸۱تنو افغانانو د راستنولو پر بهیر او پاتې پړاوونو او دغه راز افغانستان ته پر راستنېدونکو افغان کډوالو خبرې وشوې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د امیرخان متقي په حواله لیکلي:« د بشري ادارو په مرسته به وکولای شو چې له جرمني څخه راستانه شوي افغانان په وطن کې خپل عادي ژوند پیل کړي او ډاډ یې ورکړ چې جرمني کې به د افغان دیپلوماتانو له خوا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات په شفاف ډول وړاندې شي او د خبرو راتلونکي پړاوونه به هم په مثبت ډول پرمخ ولاړشي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په حواله لیکلي چې نوموړي افغانستان د قطر دولت په بهرني سیاست کې مهم وباله او زیاته یې کړه، چې د قطر دولت به له جرمني نه د افغان کډوالو د ستنولو په راتلونکو پړاوونو کې هم خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.

د قطر د دولت وزیر همداراز ویلي، چې هېواد یې افغانستان ته د مهاجرینو د راګرځېدو وروستۍ څپې له نږدې څاري او له اړونده ارګانونو سره کار کوي چې له طالبانو سره د وضعیت په مدیریت کې مرسته وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې جرمني ۸۱ مجرم افغانان کابل ته ولېږل او دغه هېواد د طالبانو دوه ډېپلوماټان ومنل.

د طالبانو ویاند وايي چې د افغانستان جوړ لومړنی بس چمتو شوی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د طالبانو ویاند د بس د یوه انځور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ملي بس جوړولو لومړنۍ پروژه عملي پړاو ته رسېدلې او دی تېره شپه پخپله په دغه بس کې سپور شوی دی.

مجاهد د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، «یوه ورځ ما اعلان کړی و چې افغانستان خپل لومړی ملي بس جوړ کړی. ډیرو تبصرې کړې وې، چا دا د بلې کومې کمپنۍ تصویر وباله، تیره شپه په همغه ملي بس کې سپور شوم».

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا له شرکته مننه کړې، چې خپله ژمنه یې پوره کړې ده.

مجاهد ددغه بس په اړه نور جزئیات نه دي ور کړي، چې له باډۍ پرته نور وسایل یې د کومو کمپنیو پکې کارېدلي دي.

نوموړی زیاتوي چې دا بس تېره شپه د ملي پراختیا شرکت له لوري د څو تولیدي فابریکو د کمپلېکس د پرانیستې پر مهال نندارې ته وړاندې شوی.

په اسلام کلا کې راستنېدونکو ته د لنډمهاله خیمو درولو بهیر پیل شوی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، له ایران څخه په جبري توګه راستنو کړای شویو کورنیو لپاره یې د هرات د اسلام‌ کلا په پوله کې د پنډغالي جوړولو لپاره د خېمو درولو بهیر پیل کړی.

د دغې ادارې په وینا، دغه خیمې به په لومړنیو اسانتیاوو لکه، د څښاک پاکو اوبو، برېښنا، تشنابونو، حمام، د کثافاتو ځایونو او نورو اړینو اړتیاوو سمبالې شي او په لومړي سر کې به هم راستنېدونکو ښځو، ماشومانو، سپین‌ږیرو او له زیان سره مخ کسانو ته په واک کې ورکړل شي.

دغې ادارې په دې اړه چې پر دغو خیمو څومره لګښت شوی، څه نه دي ویلي.

ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو یو مخیزه اېستنه پیل کړې او تر اوسه یې سلګونه زره کسان افغانستان ته اړولي دي.

بشرپالو بنسټونو په پنډغالو کې د را ستنو شویو هېوادوالو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او له نړۍوالو یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.