• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزه کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې ۱۵ ماشومان د لوږې له امله مړه شوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۱

رويټرز خبري اژانس د غزې د روغتیايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان د لوږې له امله مړه شوي، چې په‌ کې د یوسف په نوم د شپږو اوونیو یو ماشوم هم شامل دی.

د راپور له مخې، یاد ماشوم په یوه روغتون کې پر مېز پروت موندل شوی او د هغه په لاس د سیروم نښې هم لیدل شوې دي.

ډاکټرانو ویلي، چې د هغه د مړینې اصلي لامل لوږه وه.

راپورونه ښيي، چې د لوږې له امله د مړو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او د خوراکي توکو د سخت کمښت له امله تر اوسه شاوخوا ۱۰۱ فلسطینیان چې ۸۰ یې ماشومان دي، د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

روغتیایي مرکزونه د ټپيانو او قحطۍ ځپلو کسانو له بې‌سارې ګڼې ګوڼې سره مخ دي او ان د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې UNRWA ځینې کارکوونکي هم د لوږې له امله بې‌هوښه کېږي.

په ورته وخت کې، اسراییل دا تور ردوي چې ګواکې بشري مرستې یې بندې کړي او پر حماس یې تور پورې کړی، چې مرسته شوې خواړه غلا کوي.
خو د نړۍوالو سازمانونو په وینا، پر غزې د لګېدلو محدودیتونو له امله مرستې په سمه توګه نه رسېږي، چې د وضعیت د لا خرابېدو اصلي لامل ګڼل کېږي.
یونېسف او نورې بشردوستانه ادارې خبرداری ورکوي، چې که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي نو د ماشومانو د مړینې کچه به په چټکۍ سره لوړه شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

مسعود پزشکیان: د اوبو د ناورین پر وړاندې شوي اقدامات بې‌اغېزې پاتې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، له تېرو څو لسیزو راهیسې د اوبو د زېرمو کمېدل ددې ښکارندویي کوي، چې ترسره شوي پراخ اقدامات چې د اوبو د مدیریت لپاره ترسره شوي، اغېزناک نه‌ وو. نوموړی ټینګار کوي، چې اوس جدي فکر او بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

پزشکیان د اوبو د ناورین په تړاو د تېرو کلونو د راپورونو یادونه وکړه او ویې ویل: «له څو لسیزو راهیسې د اوبو د ناورین په اړه خبرداری ورکړل شوی او د ستونزو د حل لپاره ډېرې هڅې او لګښتونه شوي، خو د شته شواهدو له مخې دې هڅو د وضعیت پر ښه کېدو هېڅ اغېز نه‌ دی کړی.»

په ورته وخت کې د انرژۍ د کمښت ناورین هم په ایران کې شدت موندلی دی.

د ایران د پارلمان د انرژۍ کمېسیون غړي رضا سپه‌وند خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې د اوبو جیره‌بندي رامنځته شي.

له بلې خوا، د تهران ښاروالۍ شورا غړو هم ویلي، د حکومت له لوري د کورنیو مصرفوونکو ملامت بلل د اصلي ستونزې حل نه ‌دی.
هغوی ټینګار کوي، چې د ښارونو شنې ساحې د څښاک اوبو پر ځای باید له بدیلو سرچینو خړوبې شي او د کرنې په برخه کې د اوبو ضایع کول باید مهار شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران ډېری سیمې د وچکالۍ، د اوبو د زېرمو د کمېدو او د ناسم مدیریت له امله له جدي ناورین سره مخ دي.

کارپوهان وایي، که سمدستي اصلاحات ونه ‌شي، دا ناورین به د ژوند ټولو برخو ته پراخ زیان ورسوي.

طالبانو او ازبکستان د مصنوعي مخدره توکو پر مخنیوي هوکړه کړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۱ GMT+۱

د ازبکستان د استخباراتو د رييس کوربونوف باخودیر او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست تر منځ په کتنه کې پر دې هوکړه شوې، چې دواړو هيوادونو ته باید د کرنيزو او مصنوعي مخدره توکو د وارد کېدو مخه ونيول شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په دې کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا او په امنيتي برخه کې د دواړو لوريو تر منځ د دوامدارو همکاریو او د هغو پر تقويه کېدو خبرې وشوې، څو د دواړو هېوادونو په امنيت کې ښه والی راشي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ازبکستان د استخباراتو رييس په افغانستان کې د ازبکستان له لوري د پیل شویو اقتصادي پروژو پر امنیت ساتنې ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې د ازبکستان د استخباراتو د رييس په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی او غواړي له طالب چارواکو سره د دوه اړخیزو او په ځانګړې توګه امنیتي او استخباراتي مسایلو په تړاو خبرې وکړي.

د طالبانو دفاع وزیر د ازبکستان له نظامي پلاوي سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ازبکستان له یوه نظامي پلاوي سره په لیدنه کې پر نړۍوال سټېج د طالبانو په تړاو د ازبکستان د دریځ مننه کړې او له تاشکند سره یې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراخوالي ټینګار کړی.

د ازبکستان د استخباراتو رییس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ او د ازبکستان د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال خسانوا سلیمژون د چارشنبې په ورځ کابل ته په یوه رسمي سفر تللي.

د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، دواړو لوریو د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا ټینګار کړی او د سرحدي همکاريو په تړاو یې د ښو اړیکو پر جوړېدو هم خبرې کړې دي.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د جمهوري نظام د رانسکورېدو پر مهال یو شمېر الوتکې ورولېږدول شوې او د طالبانو له څو ځلي غوښتنې سره سره یې لا تراوسه نه دي ورسپارلې.

د طالبانو لوی درستیز نن د تېر یوه کال لاسته راوړنو په غونډه کې وویل، سره له دې چې له ازبکستان نه یې د یادو الوتکو د غوښتلو په تړاو ۴ کلنو هڅو څه پایله نه ده ورکړې خو هېڅکله به له هغو الوتکو تېر نه شي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې طالب چارواکو له ازبکستاني پلاوي سره ددې الوتکو مساله یاده کړې او که نه.

د طالبانو ویاند وايي چې د افغانستان جوړ لومړنی بس چمتو شوی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د طالبانو ویاند د بس د یوه انځور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ملي بس جوړولو لومړنۍ پروژه عملي پړاو ته رسېدلې او دی تېره شپه پخپله په دغه بس کې سپور شوی دی.

مجاهد د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، «یوه ورځ ما اعلان کړی و چې افغانستان خپل لومړی ملي بس جوړ کړی. ډیرو تبصرې کړې وې، چا دا د بلې کومې کمپنۍ تصویر وباله، تیره شپه په همغه ملي بس کې سپور شوم».

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا له شرکته مننه کړې، چې خپله ژمنه یې پوره کړې ده.

مجاهد ددغه بس په اړه نور جزئیات نه دي ور کړي، چې له باډۍ پرته نور وسایل یې د کومو کمپنیو پکې کارېدلي دي.

نوموړی زیاتوي چې دا بس تېره شپه د ملي پراختیا شرکت له لوري د څو تولیدي فابریکو د کمپلېکس د پرانیستې پر مهال نندارې ته وړاندې شوی.

په اسلام کلا کې راستنېدونکو ته د لنډمهاله خیمو درولو بهیر پیل شوی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، له ایران څخه په جبري توګه راستنو کړای شویو کورنیو لپاره یې د هرات د اسلام‌ کلا په پوله کې د پنډغالي جوړولو لپاره د خېمو درولو بهیر پیل کړی.

د دغې ادارې په وینا، دغه خیمې به په لومړنیو اسانتیاوو لکه، د څښاک پاکو اوبو، برېښنا، تشنابونو، حمام، د کثافاتو ځایونو او نورو اړینو اړتیاوو سمبالې شي او په لومړي سر کې به هم راستنېدونکو ښځو، ماشومانو، سپین‌ږیرو او له زیان سره مخ کسانو ته په واک کې ورکړل شي.

دغې ادارې په دې اړه چې پر دغو خیمو څومره لګښت شوی، څه نه دي ویلي.

ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو یو مخیزه اېستنه پیل کړې او تر اوسه یې سلګونه زره کسان افغانستان ته اړولي دي.

بشرپالو بنسټونو په پنډغالو کې د را ستنو شویو هېوادوالو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او له نړۍوالو یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.