طالبان وايي، ۲۹ سیاسي او قونسلي استازلیو کې د پاسپورټونو د ورکړې لړۍ روانه ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مشر محمد شعیب بریالی وايي، چې دا مهال ۲۹ سیاسي او قونسلي استازلیو کې د پاسپورټونو د ورکړې لړۍ روانه ده. هغه زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د جرمني په بن ښار کې د پاسپورټ چاپ حوزه له څلور کلن ځنډ وروسته بیا فعاله شي.