• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شپږیزه کرېکټ لیګ؛ سپین غر لوبډلې له څلورو ماتو وروسته لومړۍ بریا خپله کړه

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۴۵ GMT+۱

په کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیالیو کې سپین غر لوبډلې تر څلورو ماتو وروسته په پنځمه لوبه کې بند امیر لوبډلې ته د څلورو وېکټو په توپیر ماته ورکړه او ورسره یې په یاد لیګ کې لومړۍ بریا هم خپله کړه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، په نننۍ لوبه کې بند امیر لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او د ۱۷۸ منډو هدف یې سیالې لوبډلې ته وټاکه.

سپين غر لوبډلې بیا د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف ترلاسه او لوبه د څلورو وېکټو په توپیر وګټله.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د هلمند سیند مشاعره؛ هېڅوک نه شي کولی له حاکم څخه د فرمانونو دلایل وغواړي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۵۹ GMT+۱

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په مرکزي لوبغالي کې د هلمند سیند د کلنۍ مشاعرې پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري زرګونه بروشرونه چې پکې له امیر او حاکم څخه د اطاعت اړوند موضوعات راغلي وېشل شوي و. په دغو برشرونو کې په هر ډول شرایطو کې له حاکم څخه اطاعت کول واجب بلل شوي.

د دغو برشرونو یوه برخه چې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته رسېدلې تر ډېره او په هر ډول شرایطو کې له حاکم څخه پر اطاعت کولو ټينګار شوی دی.

په دغو برشرونو کې په هر ډول شرایطو کې له حاکم څخه اطاعت کول واجب بلل شوي او همداراز په ډاګه شوې چې لاس لاندې کسان نه شي کولی له حاکم څخه د فرمانونو دلایل وغواړي.

تر دې مخکې ځينو طالبانو ویل چې د جهاد کولو په برخه کې د هېچا امر ته اړتیا نشته خو په دغو بروشرونو کې ویل شوي، که حاکم لاس لاندې کسان له جګړې منعه کړي نو لاس لاندې کسان د دې حق نه لري چې د منعه کېدو دلایل وغواړي.

د دغو بروشرونو په یوې برخه کې همداراز ویل شوي، د جهاد کولو یا نه کولو، له کفارو سره د سولې کولو یا نه کولو او نورو ورته مسایلو ټول واک له حاکم سره دی او منل یې پر لاس لاندې کسانو او رعیت واجب دي.

فیفا د جلا وطنه افغان ښځینه لوبډلې لپاره روزونکې وګومارله

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د سکاټلنډ پخوانۍ نړیواله لوبغاړې او روزونکې پاولین هامل یې د افغان ښځینه کډوالو لوبډلې لومړنۍ روزونکې ټاکلې ده. هامل د سکاټلنډ لپاره ۱۴۱ نړیوالې لوبې کړي او د دغه هېواد د ۱۷ او ۱۹ کلنو ښځینه لوبډلو روزونکې پاتې شوې ده.

فیفا ویلي، هامل به اوس د استعداد پېژندنې د درې روزنیزو کمپونو برخه وي، تر څو د نړیوالو دوستانه سیالیو لپاره یو پاوړې لوبډله جوړه کړې.

پاولین هامل ویلي:« دا یو بېساری کار دی، دا د یوه عادي روزنیز مقام نه ډېر پراخ مفهوم لري. هره لوبغاړې له ځان سره یوه کیسه لري او دا ډېره مهمه ده، چې دوی ته وښیو چې لا هم خپلې هیلې او ارمانونه څارلی شي.»

نوموړې زیاته کړه:«هغوی له خپل هېواد څخه وتلي، د کډوالۍ ژوند یې تېر کړی او اوس دا غوره فرصت ورته برابر شوی، چې سره راټول شي او یو موټی شي.»

د فوټبال نړیوالې شورا ویلي، چې د افغان ښځینه کډوالو لوبډله به د یو کلن پیلیز پړاو لاندې فعالیت پیل کړي او وروسته به یې د اوږدمهاله دوام امکان وارزول شي.

کرزي د مکرون هغه پرېکړه وستایله، چې غواړي فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون له‌خوا هغه پرېکړه وستایله، چې غواړي فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني او دارنګه په غزه کې د اوربند او زندانیانو تبادله هم د سولې لپاره مهم اقدامات بولي.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې د فلسطین په رسمیت پېژندل په منځني ختيځ کې د شخړو ختمولو او سولې راوستلو لپاره یوازینۍ لاره ده.

ښاغلي کرزي په غزه کې پر اوربند، د زندانیانو پر تبادلې او د مرستو پر رسولو هم ټینګار کړی دی.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون به په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین په رسمیت پېژندل اعلان کړي.

د افغانستان پخوانی سفیر: طالبان په مدرسو کې نوی نسل ځانمرګو بریدونو ته هڅوي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۵۱ GMT+۱

په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمد اشرف حيدري ویلي، چې طالبان په مدرسو کې نوی نسل ځانمرګو بریدونو ته هڅوي.

ښاغلي حیدري پر اېکس پاڼه د خپلې مرکې یوې برخې په خپرولو سره کاږلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې جنسیتي توپیر یوازې یو اخلاقي مسله نه‌ده؛ بلکې دا یو امنیتي ګواښ دی، چې د سیمې او نړۍ پر سولې او ټیکاو پراخه اغېزه کوي.

نوموړي له نیو انډین اېکسپرېس شبکې سره په دغه مرکه کې ويلي، چې طالبانو د نجونو د زده‌کړو مخه نیولې او له ښځو سره توپیري سره توپیري چلند کوي.

ښاغلي حیدري زیاته کړې،« زه د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د راپورونو پر بنسټ استدلال کوم، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې جنسيتي توپير له هیچا پټ نه دی.»

هغه وایي، طالبان په مدرسو کې د نوي نسل ذهن بدلوي او هغوی ځانمرګو بریدونو ته هڅوي. د نوموړي په وینا:« د دوی ذهنیت هیڅ نه دی بدل شوی، دوی یوازې د رسمیت پېژندنې لپاره ځينې مدني مانورې کوي.»

حیدري له افغانستان څخه د خلکو د تېښتې پړه هم پر طالبانو ور واچوله. هغه وویل، خلک اصلا د طالبانو د ناسم سیاست او بې عدالتۍ له امله وطن پرېږدي او کډوال کېږي.

نوموړي په دغه مرکه کې پر ایران او پاکستان نیوکه کړې، چې افغان کډوال په زور افغانستان ته ستنوي، دغه ډول هندوستان هم افغانانو ته وېزې نه ورکوي، ان دا چې هلته د افغان زده‌کړیالانو زده‌کړې هم نیمګړې پاتې شوې دي.

د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: د القاعده په تړاو د طالبانو معلومات «غولوونکي او بې‌باوره» دي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۱

د امریکا د استخباراتو پخوانۍ ماموره او د طالبانو منتقده سارا اډمز یو وار بیا په افغانستان کې د القاعده فعالیتونو ته په اشارې د امریکا پر استخباراتي ادارې یا سي‌ای‌اې‌ توندې نیوکې کړې دي، چې ولې د دغې ډلې پر ورکړل‌شویو معلوماتو باور کوي.

نوموړې جمعه (د زمري ۲مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «استخباراتي ټولنه به څه وخت بالاخره دا ومني، چې له طالبانو نه ترلاسه‌شوي معلومات په بشپړ ډول ناپاک او د باور وړ نه دي.»

سارا اډمز زیاته کړې، د امریکا ولس فکر کوي چې د هغوی امنیتي ادارې د القاعدې په څېر ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره په میدان کې حضور لري؛ «خو دا حقیقت نه دی.»

هغه انځورونه چې د امریکا د استخباراتو یادې مامورې خپاره کړي، ظاهراً د طالبانو تر کنټرول لاندې د هلمند ولایت په یوې سیمه کې د القاعده د روزنیز او عملیاتي مرکز دننه اخیستل شوي دي.

اډمز وخت ناوخت د طالبانو په اړه څرګندونې او معلومات افشا کوي.

نوموړې څه موده مخکې ویلي و، چې د اسامه بن لادن زوی، حمزه بن لادن د محمودشاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او د هغه پر وړاندې عملیات د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست سراج‌الدین حقاني په مشرۍ شوي وو.