• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فیفا د جلا وطنه افغان ښځینه لوبډلې لپاره روزونکې وګومارله

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د سکاټلنډ پخوانۍ نړیواله لوبغاړې او روزونکې پاولین هامل یې د افغان ښځینه کډوالو لوبډلې لومړنۍ روزونکې ټاکلې ده. هامل د سکاټلنډ لپاره ۱۴۱ نړیوالې لوبې کړي او د دغه هېواد د ۱۷ او ۱۹ کلنو ښځینه لوبډلو روزونکې پاتې شوې ده.

فیفا ویلي، هامل به اوس د استعداد پېژندنې د درې روزنیزو کمپونو برخه وي، تر څو د نړیوالو دوستانه سیالیو لپاره یو پاوړې لوبډله جوړه کړې.

پاولین هامل ویلي:« دا یو بېساری کار دی، دا د یوه عادي روزنیز مقام نه ډېر پراخ مفهوم لري. هره لوبغاړې له ځان سره یوه کیسه لري او دا ډېره مهمه ده، چې دوی ته وښیو چې لا هم خپلې هیلې او ارمانونه څارلی شي.»

نوموړې زیاته کړه:«هغوی له خپل هېواد څخه وتلي، د کډوالۍ ژوند یې تېر کړی او اوس دا غوره فرصت ورته برابر شوی، چې سره راټول شي او یو موټی شي.»

د فوټبال نړیوالې شورا ویلي، چې د افغان ښځینه کډوالو لوبډله به د یو کلن پیلیز پړاو لاندې فعالیت پیل کړي او وروسته به یې د اوږدمهاله دوام امکان وارزول شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

معترضې ښځې وايي، طالبانو ته مشروعیت ورکول د جبر عادي کولو په مانا دی

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د «ارغواني شنبو» په نوم د معترضو ښځو غورځنګ خبرداری ورکړی، چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لپاره هر ډول تعامل، خبرې‌اترې یا هڅه په افغانستان کې د ظلم، جبر او پراخو بشري حقونو سرغړونو عادي کولو په مانا ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو راهیسې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره پر یوه ناورین بدل شوی دی. د معترضو ښځو په وینا؛ ښځې له عامه ژونده اېستل شوې، له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نشته، په ډېری سکتورونو کې ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي او له نارینه سرپرست پرته له کوره نه‌شي وتلی.

د ارغواني شنبو غورځنګ په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دا محدودیتونه ناڅاپي یا لنډمهالي نه دي؛ بلکې د طالبانو د اېډیالوژۍ یوه برخه ده، چې په سیستماتیک ډول د ښځو ازادي ځپي.

په بیان کې ویل شوي، چې د نړۍ ځینې هېوادونه هڅه کوي طالبان د بدلون لپاره مجبور کړي یا له دوی سره د پټ تعامل له لارې سیمه‌ییز ثبات ډاډمن کړي؛ خو د دغه بنسټ په وینا، دا ډول چلند د اصلاحاتو پرځای یوازې د یوه استبدادي رژیم له مشروعیت سره مرسته کوي.

نوموړي غورځنګ خبرداری ورکړی، چې د افراطیت پر وړاندې نرمښت نه یوازې سوله نه راوړي؛ بلکې د ترهګرۍ، تاوتریخجنو افکارو خپرېدو او ځپلو ته لاره هواروي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو تر واک افغانستان یوه ملي فاجعه او نړۍواله اندېښنه ده.

تر دې مخکې د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د ښځو شورا د جرمني حکومت له‌خوا په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د دوو استازو د منلو وروستۍ پرېکړه غندلې او هغه یې د «ډیموکراسۍ او بشري حقونو» له اصولو سرغړونه بللې ده.

د مسلکي رېسلنګ افسانه، هولک هوګن له دې نړۍ سترګې پټې کړې

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۴ GMT+۱

هولک هوګن، چې د نړۍ تر ټولو پېژندل شويو مسلکي رېسلرانو(پهلوان) څخه و، د امریکا په فلوریډا ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د ۷۱ کلونو په عمر ومړ.

د هغه مړینه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د هغه د مرستیال جی ډی وینس، د« ډبلیو ډبلیو اي »سازمان او ګڼو نورو مشهور شخصیتونو له‌خوا د ژورې خواشینۍ سره بدرګه شوې ده.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، هوګن چې اصلي نوم یې ټېري بولیا و، د ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د« ډبلیو ډبلیو اي » یو له سترو او اغېزناکو ستورو څخه شمېرل کېده.

د هغه ځانګړې بڼه اوږده ژیړ ویښتان، غټ عضلات او ځانکړی ښکارېدونکی سټایل د هغه نوم نړیوال شهرت ته رسولی و.

هوګن یوازې رېسلر نه و؛ هغه د فلمي نړۍ او تلویزیوني ریالېټي پروګرامونوبرخه هم پاتې شوی. د هغه مشهور تلویزوني خپرونه"Hogan Knows Best"د ګڼو مینوالو پام ځان ته اړولی و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې له هوګن سره یې نږدې اړیکې درلودې، د هغه پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي: « نن مې یو ستر ملګری له لاسه ورکړ. هولک هوګن تل زموږ لپاره یو ځواکمن، زړور او زړه‌سواندی شخصیت و. هغه د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې داسې وینا وکړه چې د ټولې اوونۍ تر ټولو مهمه شیبه وه. نړۍ ته یې خوښي ورکړه او د هغه کلتوري اغېز نه‌هېرېدونکی دی.»

بنګلدېش کرېکټ لوبډلې له پاکستان څخه د درېيو شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د بنګلدېش او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درې شل اوریزه لوبلړۍ کې بنګلدېش په لومړیو دوو پرله پسې لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکړه او دغه لړۍ يې په خپل نوم کړه. پاکستان یوازي په وروستۍ درېيمه لوبه کې بنګلدېش ته د ۷۴ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د بنګلدېش او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزه سیاليو د وروستۍ لوبې پچه کوربه لوبډلې بنګلدېش وګټل او لومړی يې د توپ اچونې او ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

پاکستان لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

بنلګدېش لوبډله په ۱۶.۴ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړې او د ۷۴ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلدېش پاکستان لوبډلې ته د ۷ ویکټو او په دویمه لوبه کې د ۸ منډو په توپير ماتې ورکړې وه او دغه لړۍ يې په خپل نوم کړه.

د لوبلړۍ غوره لوبغاړي بنګلديشي لوبغاړی جاکير علي وټاکل شو.

د نجونو پر زده‌کړو طالباني بندیز؛ اوس مدرسو د ښوونځیو او پوهنځیو ځای نیولی

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۷ GMT+۱

د طالبانو مشر ملاهبت الله له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله اوس ډېری نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې او د عصري علومو ځای اوس مدرسو نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ افغانستان کې اوس‌مهال د نجونو مدرسې هم ډېرې شوې دي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د ناهیدې په نوم د یوې ۱۳ کلنې افغان نجلۍ ژوند ته کتنه کړې، چې د زده‌کړو د بندیزونو له امله یې مدرسې ته مخه کړې ده. ناهیده د ډاکټرې کېدو هیله لري؛ خو پوهېږي چې دا خوب یې له خنډونو، ځنډونو او ننګوونو سره مخ دی.

نوموړې مدرسې ته د تګ تر څنګ په یوې هدیره کې پر زیارت کوونکو اوبه پلوري او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډودۍ برابروي. هغه وایي: «مکتب مې خوښ دی؛ خو نه شم تلای، نو مدرسې ته ځم. که مکتب ته تلای، نو تعلیم مې کاوه او ځان نه مې ډاکټره جوړوله؛ خو اوس نه کېږي.»

دیني علومو ته مخه

په کابل کې د تسنیم نصرت په نوم د اسلامي علومو د یو مرکز مشر زاهدالرحمان صاحبي ویلي، د تړلو ښوونځیو له کبله اوس نجونو ته مدرسې ښه فرصت ښکاري او له همدې کبله زده‌کړو ته ورځي. په دغه مرکز کې شاوخوا ۴۰۰ زده‌کوونکې په زده‌کړو بوختې دي، چې عمرونه یې له درېیو څخه ان تر ۶۰ کلونو پورې رسېږي. د دغه مرکز ۹۰ سلنه زده‌کوونکي ښځینه دي او د قران، فقې او احادیثو تر څنګ په کې عربي ژبه هم تدریسېږي.

صاحبي زیاتوي، چې افغانان په طبیعت کې دین‌دوسته دي او حتی له دې مخکې هم خلکو دیني مدرسو ته لېوالتیا لرله؛ خو اوس چې مکتبونه تړلي، دا لېوالتیا نوره هم زیاته شوې ده.

اوس‌مهال کوم تازه رسمي ارقام نشته، چې وښيي څو نجونې دیني مدرسو ته تللې دي؛ خو چارواکي وایي چې دیني مدرسې ورځ تر بلې زیاتې مشهوره کېږي. د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال کرامت‌الله اخندزاده تېر کال په سپتمبر کې اعلان کړی و، چې په یوه کال کې له یو مېلیون ډېر زده‌کوونکي د مدرسو برخه شوي او ټول شمېر یې درې مېلیونو ته رسېدلی دی.

د ځمکتلو ټولګي؛ غلي غږونه

د تسنیم نصرت مرکز د ځمکتلي په یوې کوټه کې ځوانې نجونې د پلاستیکي مېزونو تر شاناستې دي او د خپلو قلمونو په مرسته د قران ایتونه لیکي. ټولو تور نقابونه اغوستي او یوازې سترګې یې ښکاري. له دې ډلې ۲۵ کلنه فایزه وایي: «نجونو ته ښه ده، چې په مدرسه کې زده‌کړه وکړي؛ ځکه قران د خدای کلام دی او موږ مسلمانان یو. دا زموږ دنده ده، چې پوه شو خدای تعالی په دې کتاب کې څه ویلي».

فایزې هم د ناهیدې په شان غوښتل طب ولولي؛ خو دا خوب یې اسانه نه دی. نوموړې هیله لري، که کورنۍ یې وویني چې هغه دین‌دوسته ده؛ نو کېدای شي اجازه ورکړي چې د طب زده‌کړې وکړي؛ خو د ملاهبت الله بندیزونه یې پر وړاندې لا هم لوی او جدي خنډ دی.

د فایزې ښوونکې وایي، غوره دا ده چې نجونې یوازې په دیني علومو پورې محدودې پاتې نه شي.

یو لانجمن بندیز

د نجونو پر زده‌کړو بندیز ان د طالبانو د دننه کړیو ترمنځ هم یوه لانجمنه او له جنجاله ډکه مساله ده. د روان زېږدیز کال د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی خوست کې یوې لویې غونډې ته د ملي هبت الله دریځ وننګولو. هغه د اسلامي شریعت له مخې؛ د نجونو زده‌کړې روا وبللې او روان بندیزونه یې د خپل مشر شخصي طبعیت وباله.

تر هماغو څرګندونو وروسته عباس ستانکزی د خلکو له سترګو پناه شوی، هبت الله یې د نیولو امر کړی و او هماغه مهال یې له کابله متحده عربي اماراتو ته پښې سپکې کړې. د هغه دنده او راتلونکی د طالبانو دننه په یوه نامعلوم حالت کې دی.

د روان تعلیمي کال په پیل کې د یونېسف اجراییه رییسې کترین راسل خبرداری ورکړ: «که دا بندیز تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، له څلورو مېلیونو څخه زیاتې نجونې به له ابتدايي ښوونځي پورته زده‌کړو ته لاسرسی ونه‌ لري. دا به د نجونو او د افغانستان د راتلونکي لپاره یو ناورین وي».

دیني علوم؛ بنسټ که بدیل؟

اسوشیټېډ پرېس اژانس د خپل راپور په پای کې کاږي،‌ د افغانستان په څېر یوه دودیزه او مذهبي ټولنه کې دیني زده‌‌کړې لا هم ځانګړی ارزښت لري. د کابل په شمال کې د یوې دیني مدرسې مشر ملا محمد جان مختار په خبره: «قران د ټولو علومو بنسټ دی. څوک چې قران زده کړي، نورو علومو ته هم ښه تیاری لري».

نوموړي پنځه کاله وړاندې د ۳۵ زده‌کوونکو سره خپله مدرسه پیل کړه او اوس ۱۶۰ زده‌کوونکي لري. هلته سربېره پر دیني مضامینو، یو څه درسونه د انګلیسي ژبې او ریاضي هم ورکول کېږي. د همدې مدرسې د نجونو یو څانګه هم شته، چې د شاګردانو شمېر یې ۹۰ ته رسېږي.

هغه نجونو ته د نورو مدرسو په جوړولو ټینګار کوي او وایي: «کله چې ښځې د دیني احکامو سره اشنا شي، د خاوند او کورنۍ حقونه به ښه درک کړي.»

د بې‌حجابۍ په تور نیونو سره سم؛ طالبان: کابل کې مو تېره میاشت د ښځو لسګونه قضیې حل کړې دي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لړ کې یې د ښځو د حقونو، مهرم، جبري ودونو، بدو کې ورکړې او د میراث اړوند لسګونه قضیې حل کړې دي.

د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خېبر په خبره: «۱۶ د میراث، ۱۴ د مهر، ۴۸ د ظلم او تاوتریخوالي، ۳۵ د جبري ودونو او ۷ قضیې مو بدو کې د ورکړې حل کړې دي.»

د هغه په وینا؛ ټول ټال ۱۲۰ قضیې څېړل شوې او ورته حل لارې موندل شوې دي. نوموړی همدا راز د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د «۱۰۵ قومي شخړو او ۱۷ اوږدمهاله دوښمنیو» ختمېدو خبر هم ورکړی دی.

ښاغلي خېبر زیاته کړې: «تېره میاشت مو ۱۷ کوډګر هم نیولي دي،‌ سوداګرو او هټۍوالو سره مو د بازارونو د اصلاح په موخه مو ۱۴۰ ناستې کړې دي.»

طالبان داسې مهال د ښځو حقونو ته د رسېدو ادعا کوي، چې همدې ډلې په افغانستان کې د مېرمنو ژوند له سختو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ کړی دی.

تازه پر کابل دغو واکمنو یو شمېر ښځې هم نیولې دي او دا کار د ملا هبت الله په مستقیم امر شوی دی.

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د امربالمعروف وزارت پر محتسبانو بې‌باوره شوی او د بې حجابۍ مخنېوي تر نامه لاندې یې کابل ته یو پلاوی لېږلی او د ښځو د نیول کېدو امر یې کړی.

که څه هم طالبان دا نه مني، چې ګوندې د بې‌حجابۍ په تور یې ځینې ښځې نیولې دي؛ خو د افغانستان انټرنشنل موندنو څرګنده کړې، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې کابل کې دا لړۍ پیل شوې او بېلابېلو سیمو کې یو شمېر ښځې نیول شوې دي.

د ښځو د حقونو نړۍوالو سازمانونو د طالبانو تر چتر لاندې په افغانستان کې د مېرمنو پر ژوند جدي اندېښنې ښوولې دي.

دغه ډلې د ښځو پر کار،‌ زده‌کړو او سفرونو سخت محدودیتونه لګولي‌ او له همدې امله د جرمونو نړۍوالې محکمې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د نیول کېدو حکم هم صادر کړی دی.