خالد تڼیوال په روان شپږیزه لیګ کې لومړۍ سلیزه ووهله

د مس عینک اتلانو پیلیز توپوهونکي خالد تڼیوال نن د امو نهنګانو په وړاندې په ۵۲ توپونو ۱۰۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. نوموړی د شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیالیو کې لومړی توپوهنونکی شو، چې دغه کارنامه یې په خپل نوم ثبت کړه.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي:« د خالد تڼیوال سلیزه له ۲۰۱۶ کال راهیسې اوومه سلیزه ده چې په شپږیزه کرېکټ لیګ کې ترسره کیږي.»