• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اردوغان: ممکن پدې اونۍ کې له پوتین او ټرمپ سره خبرې وکړم

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۳۲ GMT+۱

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې خبریالانو ته ویلي، چې ممکن په دې اونۍ کې د روسیې او امریکا له ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي. نوموړي وویل، هڅه کوي دواړه مشران استانبول ته را وبولي او ګډه ناسته وکړي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعه په ورځ (د زمري ۳مه) په استانبول کې خبریالانو ته ویلي: «په پيل کې د ترکيې دفاعي صنعت شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو ظرفیت درلود؛ خو اوس ۸۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلې.»

نوموړي د ترکیې د ځنګلونو د اور وژنې عملیاتو ته په اشارې زياته کړې: «اوس مهال ۲۷ الوتکې او ۱۰۵ هیلیکوپترې په فعاله توګه د اور وژنې په عملیاتو کې برخه لري. همدا راز ۱۰۰۰ ځمکني وسایط او ۲۵ زره کسان په دې عملیاتو کې بوخت دي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین د فساد ضد ادارې مشر: زموږ پر ضد «ناپاکو اطلاعاتي کمپاینونو» زور اخیستی

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۱

د اوکراین د فساد ضد ادارې مشر خبرداری ورکړی، چې د دوی پر ضد روانې«ناپاکې اطلاعاتي حملې» له سیاسي تاوتریخوالي سره هممهاله، د دوی خپلواکي له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده.

ددغه ادارې مشر کریفانوسوویل، چې د دې اونۍ هغو هڅو ډیر حیران کړی، چې غوښتل کېږي د دوی د ادارې واک محدود شي. نوموړي ونه ویل چې د بحث لاندې قانون تر شا څوک ولاړ دي، خو زیاته یې کړه:«ټول پر دې متفق شوي وو چې زموږ خپلواکي له منځه یوسي... دا زما لپاره یوه ضربه وه، دا چې څومره غوښتنه رامنځته شوې وه چې موږ له منځه یوسي.»

دا څرګندونې داسې مهال شوې چې ولسمشر زېلنسکي د پنجشنبې په ورځ نوی قانون وړاندې کړ چې د NABU او د دې ادارې خورلڼه بنسټ، د ځانګړې فساد ضد څارنوالۍ (SAPO) خپلواکي بېرته تضمینوي.

همدا اونۍ زرګونه خلک د اوکراین په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونو ته راووتل، وروسته له هغه چې پارلمان یو قانون تصویب کړ چې د زېلنسکي له‌خوا ټاکل شوی لوی څارنوال ته دا صلاحیت ورکوي چې پر NABU او SAPO کنټرول ولري. دا اقدام نه یوازې د کور دننه فشارونه راوپارول، بلکې له اروپایي ټولنې او لوېدیځو تمویلونکو سره یې د اوکراین اړیکې هم له ګواښ سره مخ کړې.

کریفانوس د ولسمشر له شا ته تګ هرکلی وکړ، خو خبرداری یې ورکړ چې د دوی ادارې لا هم د هغو ذیدخلو ګروپونو لپاره لویه موخه ده، چې د فساد پر ضد د دوی څارنې هڅې خنډوي.

ایلن ماسک د روسیې له خوا پر اوکراین د حملې پر مهال د«سټارلېنک»انټرنېټ پوښښ بند کړی و

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

ایلن ماسک، د «ایکس سپېس» شرکت بنسټ‌ایښودونکي، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې خپلو کارکوونکو ته لارښونه کړې وه چې د«سټارلېنک»انټرنېټ پوښښ د اوکراین په ضد حملې پر مهال، د خرسون سیمې په ګډون نورو سیمو کې بند کړي.

دغه پرېکړه د اوکرایني ځواکونو د اړیکو پرې کېدو، د ډرون عملیاتو ګډوډېدو، او د یوې روسي پوځي پوستې د محاصرې په هڅه کې د ناکامۍ لامل شوې وه.

رویټرز لیکلي، دا اقدام ماسک هغه مهال د دې له وېرې وکړ چې ښايي روسیه په غبرګون کې اټومي وسلې وکاروي.

دا لومړی ځل دی چې د اوکراین د جګړې پر مهال د ماسک مستقیم رول په « سټارلېنک» سیستم کې د بندېدو په توګه راپور ورکول کېږي.

ماسک تر دې وړاندې په خپل ټولنیز پلاتفورم "ایکس" کې دا رد کړې وه چې ګواکې نوموړي د«سټارلېنک»خدمات بند کړي و، خو اوسنی راپور د دې بحث لامل شوی چې د پوځونو او حکومتونو د مهمو مخابراتي سیستمونو پر شخصي مالکیت او کنټرول باید بیا غور وشي.

راپور وایي، د دې ډول واک تمرکز یوازې په یوه فرد باندې "خطرناک" ګڼل کېږي.

په اوکراین کې، دواړه اړخونه د جګړې لپاره د ډرون او ټېکنالوژۍ پر بنسټ عملیاتو باندې تکیه لري، او د انټرنېټ نشتون کولای شي پوځي تګلارو ته لوی زیان ورسوي.

بریتانیا، فرانسه او جرمني په غزه کې د سمدستي اوربند او مرستو د لارو پرانیستلو غوښتنه کړې

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۷ GMT+۱

درې اروپايي هېوادونو بریتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې غوښتنه کړې، چې په غزه کې باید ژر تر ژر اوربند وشي او بشري مرستو ته باید بشپړ لاسرسی تضمين شي.

د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، چې د «ای درې» ډلې په چوګاټ کې همکاري کوي له اسراییل څخه غوښتنه کړې، چې د نړیوالو بشر دوستانه قوانینو له مخې دې خلکو ته اوبه، برېښنا، روغتيايي پاملرنه او د بېړني طبي تخلیو ته لاس رسۍ برابر کړي.

دغه اعلامیه، چې د جمعه په ورځ خپره شوې په کې ویل شوي: «موږ له اسراییل څخه غوښتنه کوو، چې د نړیوال بشري قانون سره سم د اوبو، برېښنا، روغتیايي پاملرنې او بيړني طبي تخليې په ګډون بشري لاسرسی بيرته فعاله کړي.»

دې درې اروپايي هېوادونو په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او دا يې «زړه دردونکې» بللې ده.

د اعلامیې په یوه برخه کې له حماس ډلې غوښتنه شوې، چې د اسراییل یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټينګار کړی، چې روان کړکېچ پوځي حل نه لري او یو دوامداره اوربند یوازينۍ باوري لاره ده، چې سولې ته رسولی شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې اروپايي حکومتونه د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر په غزه کې د ودانۍ له پېښې سخت ماثره دي او دا پېښه يې «شدیده خواشینوونکې» بللې.

دوی د دې پېښې د یو خپلواک او ناپېيلي څېړنې غوښتنه کړې ده.

امریکا د کډوالو د څارنې لپاره د«جي پي ایس» پښه بندونو کارول پراخ کړي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۴ GMT+۱

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې خپلو افسرانو ته امر کړي چې دڅارنې «جي پي ایس» بندونه په پراخه توګه وکاروي، ترڅوشاوخوا ۱۸۰ زره کډوال د ۲۴ ساعته څارنې لاندې راشي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو قانون پلي کوونکې ادارې (ICE) خپلو افسرانو ته امر کړی چې د GPS بندونه (ankle monitors) په پراخه کچه وکاروي.

دا بندونه، چې له اوږدې مودې راهیسې د مدافع ډلو له لوري "ډیجیټلي زندانونه" بلل شوي، د هغو کډوالو د ۲۴ ساعته څارنې لپاره کارول کېږي چې د توقیف پر ځای ازاد پرېښودل شوي وي.

تمه ده چې دا نوې تګلاره به د ۱۸۰ زره کډوالو د دوامداره څارنې لامل شي، چې د د توقیف بدیل پروګرام (Alternatives to Detention) تر چتر لاندې ترسره کېږي.

دغه پروګرام د دې پر ځای چې کډوال د توقیف تر مرکزونو لاندې وساتي، هغوی د تخنیکي وسایلو له لارې څاري.

خو د کډوالو مدافعین وايي، دا ډول اقدامات د خلکو شخصي ازادۍ ته زیان رسوي، د هغوی د محرمیت حق تر پښو لاندې کوي، او کډوال د ټېکنالوژیکو بندونو لاندې په پټه توګه زنداني کوي.

هغوی خبرداری ورکوي چې دا بندونه یو ډول نوې څارنیزه بڼه لري چې د عدالت له اصولو سره په ټکر کې ده.

دغه پالېسي داسې مهال پلي کېږي چې د امریکا کډوالۍ سیستم له پراخو سیاسي او حقوقي نیوکو سره مخ دی.

څو ورځې وړاندې یو افغان ژباړن چې د امریکايي ځواکونو سره یې د افغانستان د جګړې پر مهال کار کړی و، د خپل ګرین‌کارډ د پروسې پر مهال د کډوالۍ قانون پلي کونکې ادارې افسرانو له خوا ونیول شو. دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو قانون پلي کوونکې ادارې د کډوالو پر ضد د څارنې فعالیتونو د پراخوالي خبر ورکړی.

دغه افغان، چې یوازې د "ضیا" په نوم یاد شوی، له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه د طالبانو د بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته وتښتېده. دوی ته په ۲۰۲۴ کال کې د بشر دوستانه پروګرام (humanitarian parole) اسناد ورکړل شوي وو.

ضیا له خپلو قانوني اسنادو سره د ګرین‌کارډ لپاره یوه ټاکل شوې مرکې ته ورغلی و، خو له ودانۍ د وتلو سره سم پټ مخو فدرالي افسرانو نیولی او نامعلوم لوري ته یې لېږدولی دی.

داسي ښکاري چې نتنیاهو او ټرمپ له حماس سره د غزې د اوربند خبرې پرېښي دي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزير بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعه په ورځ داسي څرګندونې وکړې، چې ښکاري دوی له حماس سره د غزې د اوربند خبرې پرېښي دي. دواړو وویل، اوس دا خبره روښانه شوې، چې فلسطيني وسله وال حماس د سولې هوکړې ته علاقه نه لري.

د اسراییل لومړي وزير بنیامین نتنیاهو وویل، چې اسراییل اوس د بدیلو لارو چارو په اړه فکر کوي تر څو خپلې موخې تر لاسه کړي.

نوموړي ویلي، هڅه کوي له غزې خپل یرغمل شوي کسان راولي او د حماس واکني پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې د غزې په تړانګه کې لوږه زياته شوې، ډېری خلک بې کوره شوي او په سیمه کې پراخه ویجاړي رامنځ ته شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس مشرانو د «تعقیب او نیولو» ته په اشارې په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وویل: « حماس رښتیا هم نه غوښتل کومه هوکړه وشي. زه فکر کوم دوی غواړي مړه شي او دا ډېره بده ده او دا کار تر هغه حده رسېدلی چې باید دغه موضوع بشپړه حل شي.»

د ټرمپ له څرګندونو داسي ښکاري، چې د لنډ مهالي جګړې د بندېدو یا اوربند د خبرو د بیا پيل لپاره وخت نه شته، په داسي حال کې، چې د نړيوالو په اندېښنه په غزه کې د جګړه ځپلې سيمې د لوږې خرابېدونکی حالت ورځ تر بلې زیاتیږي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون په غزه کې د بشري وضعیت خرابوالي ته په غبرګون کط ویلي، چې پاريس به د لوېديځو قدرتونو له ډلې لومړۍ هېواد وي، چې فلسطین دولت به په رسميت وپېژنې.