طالبانو په نورستان کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلي

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوې سیمې شاوخوا ۸ ټنه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د یوې داوطلبۍ له لارې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.