ټرمپ: حماس په غزه کې د اوربند او برمته شویو کسانو د خوشې کولو هوکړه نه غواړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، چې حماس په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه هوکړې ته نه دی رسیدلی. ټرمپ زیاته کړه:« زه فکر کوم دوی غواړي مړه شي او دا ډېره بده خبره ده. موږ یوې داسې نقطې ته رسیدلي یوو، چې موږ باید دا مسله پای ته ورسو.»
ټرمپ د خپلو خبرو په دوام وویل:«هغوی (اسراییل) باید جګړه وکړي، سیمه پاکه کړي او هغوی (حماس) له منځه یوسي.»