• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نرېندرا مودي د اړیکو ښه‌والي لپاره مالدیف ته رسېدلی

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د هند ولسمشر نرېندرا مودي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوستانه اړیکو د کچې لوړېدو په موخه د مالدیف پلازمېنې مالي ته رسېدلی او هلته د یاد هېواد ولسمشر موییز یې په هوايي ډګر کې هرکلی کړی دی. مودي ډاډ څرګند کړی، چې د هند او مالدیف دوستي به لا پیاوړې شي.

تر دې سفر وړاندې د مالدیف کابینې یو شمېر غړو د نرېندرا مودي پر ضد څرګندونې کړې وې، چې په هند کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.

د مالدیفي چارواکو د څرګندونو له امله هندي سیاست‌والو او ان د فلمونو لوبغاړو له خلکو غوښتي وو، چې یاد هېواد ته دې د سیاحت لپاره له تګ څخه ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د مسلکي رېسلنګ افسانه، هولک هوګن له دې نړۍ سترګې پټې کړې

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۴ GMT+۱

هولک هوګن، چې د نړۍ تر ټولو پېژندل شويو مسلکي رېسلرانو(پهلوان) څخه و، د امریکا په فلوریډا ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د ۷۱ کلونو په عمر ومړ.

د هغه مړینه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د هغه د مرستیال جی ډی وینس، د« ډبلیو ډبلیو اي »سازمان او ګڼو نورو مشهور شخصیتونو له‌خوا د ژورې خواشینۍ سره بدرګه شوې ده.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، هوګن چې اصلي نوم یې ټېري بولیا و، د ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د« ډبلیو ډبلیو اي » یو له سترو او اغېزناکو ستورو څخه شمېرل کېده.

د هغه ځانګړې بڼه اوږده ژیړ ویښتان، غټ عضلات او ځانکړی ښکارېدونکی سټایل د هغه نوم نړیوال شهرت ته رسولی و.

هوګن یوازې رېسلر نه و؛ هغه د فلمي نړۍ او تلویزیوني ریالېټي پروګرامونوبرخه هم پاتې شوی. د هغه مشهور تلویزوني خپرونه"Hogan Knows Best"د ګڼو مینوالو پام ځان ته اړولی و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې له هوګن سره یې نږدې اړیکې درلودې، د هغه پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي: « نن مې یو ستر ملګری له لاسه ورکړ. هولک هوګن تل زموږ لپاره یو ځواکمن، زړور او زړه‌سواندی شخصیت و. هغه د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې داسې وینا وکړه چې د ټولې اوونۍ تر ټولو مهمه شیبه وه. نړۍ ته یې خوښي ورکړه او د هغه کلتوري اغېز نه‌هېرېدونکی دی.»

په سوریه کې د وسلو په زېرمتون کې د چاودنې له امله ۱۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د سوریې په شمال لویدیځ ادلب ولایت کې د وسلو په یوه زېرمتون کې د پرله‌ پسې چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، دغه چاودنې د پنجشنبې په ورځ د ادلب ولایت په شمال کې د معرت مصرین په سیمه کې د ترکستان اسلامي ډلې (TIP)اړوند وسلو او مهماتو په یوه زېرمتون کې رامنځته شوې دي.

بشري حقونو څار بنسټ تایید کړې چې په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

د سوریې د روغتیا وزارت د لومړنیو شمېرو له مخې، په چاودنو کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۱۶ نور ټپیان دي، خو د بشري حقونو څار اداره وایي چې د مړو شمېر تر دې ډېر دی.

د چاودنو دقیق لامل تر دې دمه ندې روښانه شوې، خو د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي چې له سیمې نه یو لوی سپین لوګی پورته شوی او ګڼ شمېر ماشومان هم ټپیان شوي دي.

زرغون بهیر: د قره‌داغي څرګندونې د طالبانو د مشروعیت لپاره د قطر د استخباراتو هڅه ده

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د افغانستان زرغون بهیر وايي، چې د مسلمانو علماوو د نړېوالې ټولنې مشر علي قره داغي د طالبانو د رسميت پېژندې غوښتنه د قطر د استخباراتو په اشاره کړې. دغه بهیر ویلي د عراق کردستان دغه ملا علي قره داغي چې دا مهال په قطر کې اوسيږي د اسلام پر تندي یو داغ دی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح تر مشرۍ لاندې زرغون بهير د پنجنشبه په ورځ (د مزي ۲مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« د مسلمانو علماوو د نړېوالې ټولنې مشر علي قره داغي، چې په قطر کې مېشت دی د قطر استخباراتو لپاره کار کوي.»

هغه څو ورځې وړاندې له اسلامي هېوادونو څخه غوښتې وه، چې طالبان په رسميت وپېژنې.

زرغون بهیر یا رسا وايي، چې قطر له سعودي عربستان سره پټ او ښکار رقابتونه لري او غواړي دغه سړی د اسلامي نړۍ د عالمانو د نړيوالې ټولنې د مشر محمد بن عبدالکریم پر وړاندي د موازي سیال په توګه وروزي.

رسا لیکلي: «قره‌داغي په حقیقت کې د اسلام پر تندي یوه داغ دی. هغه د قطر د استخباراتو په امر له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې طالبان په رسميت وپېژني.»

زرغون بهیر د طالبانو تر واک لاندې رسنيو له خوا د نوموړي خبرې نشرول د شرم وړ ګڼلي دي.

دوی زياته کړې ده: «رسا غواړي، چې خلکو ته دا خبره روښانه کړي، چې دا کس د اسلامي مقدس دین د اصولو پر بنسټ نه، بلکې د حرامو معاشونو د اخیستو له امله، دا شرموونکې غوښتنه کړې ده.»

د مسلمانو علماوو د نړېوال اتحاد مشر علي قره داغي څو ورځې وړاندې د اسلامي نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی، چې د دې وخت را رسېدلی چې مسلمانان خپله طالبان په رسمیت وپېژني؛ نه دا چې دا کار هغو نړېوالو حسابونو ته پرېښودل شي چې رحم نه لري او دوه ګوني معیارونه لري او د هیچا سره انصاف نه کوي.

زیلینسکي، د فساد ضد ادارو د خپلواکۍ خوندیتوب لپاره د قانون نوې مسوده پارلمان ته وړاندې کړه

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلینسکي، د پراخو کورنیو نیوکو، لاریونونو او نړیوال فشار په غبرګون کې، د فساد ضد ادارو د خپلواکۍ د خوندیتوب لپاره د قانون نوې مسوده پارلمان ته وړاندې کړې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، دا مسوده د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته وسپارل شوه. موخه یې دا ده چې د ملي فساد ضد اداره (NABU)او فساد ضد ځانګړې څارنوالۍ (SAPO)واکونه بېرته اعاده او د دوی خپلواکي تضمین شي.

دواړو ادارو د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي: « نوې مسوده به زموږ د واکونو او خپلواکۍ تضمین بېرته راولي.»

دا اقدام وروسته تر هغې رامنځته شو چې ولسمشر زیلینسکي د سه‌شنبې په ورځ یو لانجمن قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې یادې ادارې د لوی څارنوال تر مستقیم واک لاندې راغلې. لوی څارنوال د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي، چې د سیاسي نفوذ اندېښنې یې راوپارولې.

د دغه قانون تر تصویب وروسته، په اوکراین کې پراخ مدني اعتراضونه وشول، او اروپايي متحدینو هم سخت غبرګون وښود.

بنګلدېش کرېکټ لوبډلې له پاکستان څخه د درېيو شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د بنګلدېش او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درې شل اوریزه لوبلړۍ کې بنګلدېش په لومړیو دوو پرله پسې لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکړه او دغه لړۍ يې په خپل نوم کړه. پاکستان یوازي په وروستۍ درېيمه لوبه کې بنګلدېش ته د ۷۴ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د بنګلدېش او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزه سیاليو د وروستۍ لوبې پچه کوربه لوبډلې بنګلدېش وګټل او لومړی يې د توپ اچونې او ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

پاکستان لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

بنلګدېش لوبډله په ۱۶.۴ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړې او د ۷۴ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلدېش پاکستان لوبډلې ته د ۷ ویکټو او په دویمه لوبه کې د ۸ منډو په توپير ماتې ورکړې وه او دغه لړۍ يې په خپل نوم کړه.

د لوبلړۍ غوره لوبغاړي بنګلديشي لوبغاړی جاکير علي وټاکل شو.