کمبوډیا له ټایلنډ سره اوربند ته غاړه کېښوده

نړۍوالې رسنۍ وايي چې کمبوډیا له ټایلنډ سره اوربند ته غاړه کېښوده. رویټرز خبري اژانس شنبه (زمري ۴مه) په ملګرو ملتونو کې د کمبوډیا استازي چیا کیو په حواله ویلي چې دغه هېواد له ټایلنډ سره اوربند ته حاضر دی.