ترافیکي پېښې په نورستان کې ۶ کان کېندونکو ته مرګ ژوبله واړوله

د نورستان ولایت ځايي طالب مسوولان وايي، د دغه ولایت د برګمټال ولسوالۍ په سمریګام سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کان کېندونکی مړ شوی او ۵ نور ټپیان دي. په ټپيانو کې د یوه کس روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.