طالبان عصري علوم ضروري ګڼي، خو د ودې په برخه کې یې له جدي نیوکو سره مخامخ دي

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا وايي چې د دیني زدهکړو سربېره د ټولنې د پرمختګ لپاره عصري علوم ضروري او مهم دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا وايي چې د دیني زدهکړو سربېره د ټولنې د پرمختګ لپاره عصري علوم ضروري او مهم دي.
هغه کابل کې په کانکور ازموینه کې چې د نجونو له ونډې پرته ترسره شوې د ممتازو شاګردانو په ستاینغونډه کې ویلي چې علم او پوهه داسې یو کمال دی چې د ترلاسه کولو لپاره هر څومره کوښښ وشي، بیا هم کمه ده.
نوموړي وویل: «د دیني علومو سربېره هغه علوم چې موږ ورته ضرورت لرو هغه عصري او سیاینسي علوم دي چې د ترلاسه کولو لپاره یې باید ډېرې هلې ځلې وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو تل له دې کبله نیوکې کېږي چې په افغانستان کې یې د عصري علومو ودې ته چندان پام نه دی کړی. همداراز دغې ډلې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګې پورته افغان نجونې د ښوونځي او پوهنتون له زدهکړې محرومې کړې دي.

د تهران د والي د ټولنیزو او فرهنګي چارو عمومي مشر علي رضا چراغ علي وایي، د ناقانونه افغان کډوالو اېستل ایراني ځوانانو ته د کارموندنې او وړتیاوو لوړېدو په برخه کې یو مهم فرصت او ګام دی.
نوموړي شنبه (زمري ۴مه) ایرنا خبري اژانس ته ویلي: «د افغان کډوالو وتل یو بېساری فرصت دی چې د ایران د ځوان نسل وړتیاوې په بېلابېلو برخو کې وځلوي».
چراغ علي زیاته کړه، دا کار کولای شي په ښاري خدماتو او قراردادي سکټورونو کې د مسلکي او لوستو ایراني ځوانانو د اغېزناک حضور زمینه برابره کړي. د هغه په وینا، ګڼ شمېر وړ او کارپوه ځوانان له کلونو راهیسې داسې فرصتونو ته په تمه دي چې خپلې وړتیاوې ښکاره کړي، خو د بهرنیو کارګرو له امله دا زمینه نه ده برابر شوې.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ناقانونه بهرنیو کارګرانو پرځای، اوس دا اسانتیا رامنځته شوې چې د کورنیو شرکتونو کارکوونکي او مسلکي ایراني کاري ځواک د لوړې کچې خدمتونو په ډګر کې خپلې تشې ډکې کړي
علي رضا چراغ علي څرګنده کړه چې هغه د بېاسنادو افغان کډوالو د اېستلو کلک ملاتړی دی، تر څو د داخلي بشري ځواک د پیاوړتیا او ځایناستې لپاره پوره فرصت برابر شي.

د مخکېني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې انځور او اېډېټ شوی متن پر خپله اېکسپاڼه خپاره کړي دي. د هغه په وینا، دوی د ترهګرۍ خلاف نه، بلکې د هغې د پراخېدو او د سیمې د ثبات د خرابولو په تړاو کتلي دي.
په اصلي انځور او لیکلي متن کې راغلي چې مارک روبیو او اسحاق ډار د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او همکارۍ په اړه کتلي؛ خو په طنزیه ایډېټ شوې بڼه کې چې امرالله صالح خپور کړی راغلي، دوی د ترهګرۍ خلاف نه، بلکې د هغې د پراخېدو او د سیمې د ثبات د خرابولو په تړاو کتلي دي.
امرالله صالح پر خپلې اېکسپاڼې یاد انځور ته په اشارې سره ویلي چې «د واقعیت د ښه انځورولو لپاره یوه لږه بېاجازې اېډېټ.»
د مخکېني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح په کراتو کراتو د پاکستان او په وروستیو کې د امریکا پر خلاف توندې او له غبرګونه ډکې څرګندونې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره درې ورځې وړاندې په نیویارک کې وکتل او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې سربېره د ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم غږېدلي دي.

ایرانۍ رسنۍ وايي چې د تهران په سوېل کې د یوې ځوانې افغانې مېرمنې او هغې د درېیو ماشومانو مړي موندل شوي دي. صراط نیوز وېبپاڼې لیکلي چې مېرمن په چړو وژل شوې او د هغې درې ماشومان زندۍ شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د تهران په سوېل کې له مرتضی ګرد سیمې څخه یوې ایرانۍ مېرمنې پولیسو ته زنګ وهلی او خبر یې ورکړی چې ګاونډي یې له څو ورځو راهیسې نهښکاري او له کور څخه یې بد بوی راځي. کله چې پولیس کور ته ورغلي، د یوې مېرمنې او درېیو ماشومانو مړي یې موندلي چې په وینو ککړ وو.
د مېرمنې عمر ۲۵ کاله او درېیو ماشومانو عمرونه یو کال، دوه کاله او پنځه کاله ښودل شوي دي.
ایراني پولیسو وايي چې مړي یې د څېړنو لپاره عدلي طب څانګې ته وړي او تر دې دمه د پېښې لامل څرګند نهدی.
رسنیو ویلي چې د دې مېرمنې خاوند تر دې پېښې وړاندې افغانستان ته تللی، خو معلومه نه ده چې هغه په خپله خوښه خپل هېواد ته تللی او که د ایران حکومت په زور شړلی دی.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونو او مرموزو وژنو په اړه راپورونه خپاره شوي. څه موده مخکې په ایران کې د یوې ځوانې افغانې نجلۍ ټوک-ټوک بدن په خځلو کې موندل شوی و.

په قرغېزستان کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چې د دغې ډلې سفیر په بشکیک د قطر له سفیر سره په ناسته کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت، اقتصاد او له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل سربېره د رسمیت پېژندنې پر بهیر خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې طالب سفیر عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې له ګوانتنامو زندان نه د دغې ډلې د بندیانو پر راخوشې کېدو، قطر کې د سیاسي دفتر ورکړې او تازه یو شمېر افغان کارګرانو ته د فرصتونو له برابرېدو د دوحې له ملاتړه خوښي ښودلې ده. د طالبانو سفیر په دې ناسته کې همداراز ویلي چې اسلامي هېوادونه باید د غزې د مسلمانانو پر وړاندې د روان جګړو خلاف یو شي.
که څه هم قطر د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني، خو ډېری افغان سیاسیون په دې باور دي چې له دې ډلې سره ډېره خواخوږي لري او ان د دوحې مذاکراتو کې یې د مخکني جمهوري نظام پر مهال د طالبانو ملاتړ کاوه. دوحه د طالبانو او امریکا ترمنځ مهم منځګړی هېواد بلل کېږي.
تازه یو شمېر غربي هېوادونو سره هم د طالبانو تعامل د قطر حکومت له لوري رامنځته شوی او پر کابل واکمنې ډلې دې وروستیو کې له دوحې مننه وکړه چې له جرمني سره یې د دوی په خبرو اترو او ان د ډېپلوماټانو منلو کې مهم رول درلود.
باورونه دا دي چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د مخکېني جمهوري نظام پرځېدو ته سیاسي لارې چارې برابرې کړې او له همدې امله په لوی لاس طالبان یو ځل بیا پر کابل واکمن کړای شول.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی چې په تېر لمریز کال کې د افغانستان له فضا نه ۹۶ زره او ۵۰۰ عبوري الوتنې تېرې شوې دي. یادې ډلې همداراز ویلي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان دننه او دباندې ۲۰۰ الوتنې کېږي.
د طالبانو د یاد وزارت عملیاتي چارو مرستیال مولوي فتح الله منصور زیاته کړې چې دغه ډله په کابل هوایي ډګر کې د الوتنو د څار یو شمېر عصري سېسټمونه هم فعال کړي دي. همداراز یې یادونه کړې چې د ملکي هوایي چلند په انسټېسټیوټ کې اوس مهال ۳۰۰ زدهکوونکي پر روزنه بوخت دي.
ورته وخت کې یو شمېر نړۍوال هوایي شرکتونه لا هم افغانستان ته نه ځي او د طالبانو د واکمنۍ له پیله یې کابل ته خپلې الوتنې بندې کړي دي. خو طالبان ادعا کوي چې د ترکیش هوايي شرکت تر څنګ د متحده عربي اماراتو ځینو هوایي شرکتونو بېرته افغانستان ته خپل پروازونه پیل کړي.
پر کابل د واکمنو ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، په ټول افغانستان کې د «۵۸۴۶ باروړونکو موټر او ۲۴۵ مسافر وړونکو» ټرانسپورتي شرکتونه ورسره په رسمي توګه ثبت دي. هم مهاله په هېواد کې د پلازمېنې په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خلک له ټرانسپورټي خدمتونو څخه شکایتونه هم کوي.
د بار وړونکو موټرو چلوونکي نیوکې کوي چې طالبانو یې پاکستان ته د تګ راتګ پر مهال د اړونده اسنادو ستونزې نه دي حل کړي او ډېر کله په یاد هېواد کې له ځنډ او خنډ سره مخ کېږی. په دې وروستیو کې اسلاماباد د بار وړونکو موټرو پر افغان چلوونکو ویزې جبري کړي او له همدې امله ټرانسپورټي شرکتونو جدي اندېښنې هم ښودلې دي.
