• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح وايي، مارکو روبیو او اسحاق ډار د ثبات د خرابولو په اړه کتلي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۵ GMT+۱

د مخکېني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې انځور او اېډېټ شوی متن پر خپله اېکس‌پاڼه خپاره کړي دي. د هغه په وینا، دوی د ترهګرۍ خلاف نه، بلکې د هغې د پراخېدو او د سیمې د ثبات د خرابولو په تړاو کتلي دي.

په اصلي انځور او لیکلي متن کې راغلي چې مارک روبیو او اسحاق ډار د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او همکارۍ په اړه کتلي؛ خو په طنزیه ایډېټ شوې بڼه کې چې امرالله صالح خپور کړی راغلي، دوی د ترهګرۍ خلاف نه، بلکې د هغې د پراخېدو او د سیمې د ثبات د خرابولو په تړاو کتلي دي.

امرالله صالح پر خپلې اېکس‌پاڼې یاد انځور ته په اشارې سره ویلي چې «د واقعیت د ښه انځورولو لپاره یوه لږه بې‌اجازې اېډېټ.»

د مخکېني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح په کراتو کراتو د پاکستان او په وروستیو کې د امریکا پر خلاف توندې او له غبرګونه ډکې څرګندونې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره درې ورځې وړاندې په نیویارک کې وکتل او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې سربېره د ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم غږېدلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې یوه افغانه مېرمن او د هغې درې ماشومان په مرموز ډول وژل شوي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۱

ایرانۍ رسنۍ وايي چې د تهران په سوېل کې د یوې ځوانې افغانې مېرمنې او هغې د درېیو ماشومانو مړي موندل شوي دي. صراط نیوز وېب‌پاڼې لیکلي چې مېرمن په چړو وژل شوې او د هغې درې ماشومان زندۍ شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د تهران په سوېل کې له مرتضی ګرد سیمې څخه یوې ایرانۍ مېرمنې پولیسو ته زنګ وهلی او خبر یې ورکړی چې ګاونډي یې له څو ورځو راهیسې نه‌ښکاري او له کور څخه یې بد بوی راځي. کله چې پولیس کور ته ورغلي، د یوې مېرمنې او درېیو ماشومانو مړي یې موندلي چې په وینو ککړ وو.

د مېرمنې عمر ۲۵ کاله او درېیو ماشومانو عمرونه یو کال، دوه کاله او پنځه کاله ښودل شوي دي.

ایراني پولیسو وايي چې مړي یې د څېړنو لپاره عدلي طب څانګې ته وړي او تر دې دمه د پېښې لامل څرګند نه‌دی.

رسنیو ویلي چې د دې مېرمنې خاوند تر دې پېښې وړاندې افغانستان ته تللی، خو معلومه نه ده چې هغه په خپله خوښه خپل هېواد ته تللی او که د ایران حکومت په زور شړلی دی.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونو او مرموزو وژنو په اړه راپورونه خپاره شوي. څه موده مخکې په ایران کې د یوې ځوانې افغانې نجلۍ ټوک-ټوک بدن په خځلو کې موندل شوی و.

طالبانو له قطر سره پر امنیت، اقتصاد او رسمیت پېژندنې خبرې وکړې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۶ GMT+۱

په قرغېزستان کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چې د دغې ډلې سفیر په بشکیک د قطر له سفیر سره په ناسته کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت،‌ اقتصاد او له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل سربېره د رسمیت پېژندنې پر بهیر خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې طالب سفیر عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې له ګوانتنامو زندان نه د دغې ډلې د بندیانو پر راخوشې کېدو، قطر کې د سیاسي دفتر ورکړې او تازه یو شمېر افغان کارګرانو ته د فرصتونو له برابرېدو د دوحې له ملاتړه خوښي ښودلې ده. د طالبانو سفیر په دې ناسته کې همداراز ویلي چې اسلامي هېوادونه باید د غزې د مسلمانانو پر وړاندې د روان جګړو خلاف یو شي.

که څه هم قطر د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني، خو ډېری افغان سیاسیون په دې باور دي چې له دې ډلې سره ډېره خواخوږي لري او ان د دوحې مذاکراتو کې یې د مخکني جمهوري نظام پر مهال د طالبانو ملاتړ کاوه. دوحه د طالبانو او امریکا ترمنځ مهم منځګړی هېواد بلل کېږي.

تازه یو شمېر غربي هېوادونو سره هم د طالبانو تعامل د قطر حکومت له لوري رامنځته شوی او پر کابل واکمنې ډلې دې وروستیو کې له دوحې مننه وکړه چې له جرمني سره یې د دوی په خبرو اترو او ان د ډېپلوماټانو منلو کې مهم رول درلود.

باورونه دا د‌ي چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د مخکېني جمهوري نظام پرځېدو ته سیاسي لارې چارې برابرې کړې او له همدې امله په لوی لاس طالبان یو ځل بیا پر کابل واکمن کړای شول.

طالبان: تېر کال د افغانستان پر هوایي حریم تر ۹۶ زره ډېرې الوتنې شوې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی چې په تېر لمریز کال کې د افغانستان له فضا نه ۹۶ زره او ۵۰۰ عبوري الوتنې تېرې شوې دي. یادې ډلې همداراز ویلي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان دننه او دباندې ۲۰۰ الوتنې کېږي.

د طالبانو د یاد وزارت عملیاتي چارو مرستیال مولوي فتح الله منصور زیاته کړې چې دغه ډله په کابل هوایي ډګر کې د الوتنو د څار یو شمېر عصري سېسټمونه هم فعال کړي دي. همداراز یې یادونه کړې چې د ملکي هوایي چلند په انسټېسټیوټ کې اوس مهال ۳۰۰ زده‌کوونکي پر روزنه بوخت دي.

ورته وخت کې یو شمېر نړۍوال هوایي شرکتونه لا هم افغانستان ته نه ځي او د طالبانو د واکمنۍ له پیله یې کابل ته خپلې الوتنې بندې کړي دي. خو طالبان ادعا کوي چې د ترکیش هوايي شرکت تر څنګ د متحده عربي اماراتو ځینو هوایي شرکتونو بېرته افغانستان ته خپل پروازونه پیل کړي.

پر کابل د واکمنو ټرانسپورت‌ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، په ټول افغانستان کې د «۵۸۴۶ باروړونکو موټر او ۲۴۵ مسافر وړونکو» ټرانسپورتي شرکتونه ورسره په رسمي توګه ثبت دي. هم مهاله په هېواد کې د پلازمېنې په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خلک له ټرانسپورټي خدمتونو څخه شکایتونه هم کوي.

د بار وړونکو موټرو چلوونکي نیوکې کوي چې طالبانو یې پاکستان ته د تګ راتګ پر مهال د اړونده اسنادو ستونزې نه دي حل کړي او ډېر کله په یاد هېواد کې له ځنډ او خنډ سره مخ کېږی. په دې وروستیو کې اسلام‌اباد د بار وړونکو موټرو پر افغان چلوونکو ویزې جبري کړي او له همدې امله ټرانسپورټي شرکتونو جدي اندېښنې هم ښودلې دي.

طالبان وایي، په تخار کې یې یوه ۸ کلنه نجلۍ له جبري نکاح څخه ژغورلې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۷ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی چې د دغې ډلې متحسبینو د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یوه ۸ کلنه ماشومه له جبري نکاح څخه ژغورلې ده. وایي، کورنۍ یې غوښتل دا یتیمه نجلۍ د پور په بدل کې یو بوډا سړي ته واده کړي.

د یاد وزارت ویاند مولوي سیف‌الاسلام خېبر شنبه (زمري ۴مه) په خپلې اېکس‌پاڼې کې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي. پر افغانستان د واکمنې ډلې د ناسمو سیاستونو، بندیزونو،‌ نړۍوالې ټولنې سره د تعامل برعکس چلند او په هېواد کې د سخت اقتصادي ناورین له امله خلک اړ شوي چې خپلې کم عمره لوڼې د پیسو په بدل کې عمر خوړلو کسانو ته په نکاح کړي.

تر دې مخکې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول پېښې شوي او کورنیو یې لاملونه د لوږې او بې‌وزلۍ زیاتوالی بلل دی. څه موده وړاندې په ننګرهار کې یوې ښځې خپلې دوه لوڼې له دې امله پلور ته وړاندې کړې وې چې ګوندې د خپل ناروغ مېړه د درملنې لپاره پیسې نه‌لري.

یو شمېر بشري سازمانونو هم اندېښنې ښودلې چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین، بې‌وزلۍ او لوږې له امله د پیسو په بدل کې د کم عمره نجونو د ودیدو کچه تر بل هره وخته ډېره شوې ده.

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د دغه ډول کړنو لپاره قانوني سزاګانې ټاکل شوې وې؛ خو طالبانو بیا یوازې د دغه ډول پېښو د مخنېوی خبرې کړي او عاملینو ته یې د سزا په تړاو هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي.

همداراز د طالبانو په یو شمېر غړو او سیمه ییزو قوماندانانو هم تورونه دي چې له کم عمره نجونو سره یې دویم، درېیم او ان څلورم ودونه کړي. که څه هم ملا هبت‌الله د خپلې ډلې غړي له دویم او یا له هغې زیاتو ودونو څخه منعه کړي:؛ خو د هغه دې حکم ته چندان پام نه دی شوی.

د طالبانو د باختر اژانس مشر د شانګهای سازمان غونډې ته ورغلی

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۵ GMT+۱

د طالبانو باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه اژانس مشر مولوي ضیاءالحق حقمل د شانګهای سازمان غونډې ته ورغلی دی.

د شانګهای سازمان د خبریالانو، علمي او تحقیقاتي مرکزونو غونډې ته د نورو استازو په لړ کې د طالبانو د باختر اژانس اطلاعاتي اژانس مشر هم ورغلی.

دا غونډه چې د چین حنان ولایت په زېنګ زو ښار کې جوړه شوې، د څو هېوادونو د رسنیو او خبري اژانسونو، علمي او څېړنیزو مرکزونو استازو برخه په‌کې لرله.

په اعلامیه کې یوازې د غونډې د عمومي اجنډا یادونه شوې ده.