د طالبانو د باختر اژانس مشر د شانګهای سازمان غونډې ته ورغلی

د طالبانو باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه اژانس مشر مولوي ضیاءالحق حقمل د شانګهای سازمان غونډې ته ورغلی دی.

د طالبانو باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه اژانس مشر مولوي ضیاءالحق حقمل د شانګهای سازمان غونډې ته ورغلی دی.
د شانګهای سازمان د خبریالانو، علمي او تحقیقاتي مرکزونو غونډې ته د نورو استازو په لړ کې د طالبانو د باختر اژانس اطلاعاتي اژانس مشر هم ورغلی.
دا غونډه چې د چین حنان ولایت په زېنګ زو ښار کې جوړه شوې، د څو هېوادونو د رسنیو او خبري اژانسونو، علمي او څېړنیزو مرکزونو استازو برخه پهکې لرله.
په اعلامیه کې یوازې د غونډې د عمومي اجنډا یادونه شوې ده.
د پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوې مقاله کې ادعا کړې چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي او د هغه د ملي امنيت سلاکار اجيت دوال له اوږدې مودې راهيسې ټيټيپي او بلوڅ بېلتون غوښتونکي د اسلاماباد د بېثباته کېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.
نوموړې ورځپاڼې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې دا هم لیکلي چې هند د طالبانو له لارې په افغانستان کې د پاکستان خلاف له وسلهوالو ډلو سره مالي مرستې کوي، وسلې ورته برابروي او ان خوندي پټنځایونه یې هم ورکړي دي. همداراز پر کابل د واکمنو له لوري ورته د لوژستیکي امکاناتو برابرېدو او د ښکاره فعالیت د اجازې یادونه هم شوې ده.
مقاله وایي، د سمېع سادات دا څرګندونې د اسلاماباد د هغو اندېښنو ښکاره ډاډ دی چې هند په افغانستان کې د دوی ضد ډلو ملاتړ کوي. مقاله کې د سیمې د امنيتي کارپوهانو په اند، درې ستر عوامل د پاکستان د روانې بېثباتۍ ريښې بلل شوي: «په افغانستان کې د حاکميت خلا، د امريکا له وتو وروسته پاتې پرمختللې وسلې او د ټيټيپي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ترمنځ همغږي او همکاري».
ملګرو ملتونو هم په تېر ۲۰۲۴ کال کې په خپل یو راپور کې ويلي و چې طالبان د دغو ترهګرو ډلو د فعاليتونو پر وړاندې چوپه خوله دي او پر وړاندې یې هېڅ اقدام نهکوي.
د امريکا د یو نظامي څېړنيز مرکز وسټ پوینټ راپور ښيي چې د پاکستان خلاف ترهګرو ډلو ډيجیټلي شبکې د هند له خوا کنټرولېږي او د دوی د مخابراتو سرورونه د هند استخباراتو پورې تړلي دي. په دې راپور کې دا هم راغلي چې د کندهار او هرات هوايي ډګرونه چې اوس د نيابتي ډلو تر ولکې لاندې دي، د وسلو او بېپيلوټه الوتکو د لېږد اصلي مرکزونه ګرځېدلي.
ورځپاڼه کاږي، طالبانو افغانستان د نشهيي توکو او ترهګرۍ د نړۍوالې شبکې په مرکز بدل کړی. په ۲۰۲۴ کال کې د يوې ډنمارکۍ موسسې د څېړنې له مخې، له افغانستان نه د نشهيي توکو د ټرانزیت له لارې د بلوچستان په بېثباتۍ کې مرسته کېږي.
د ۲۰۲۴ کال له پيله تر اوسه، په پاکستان کې تر پنځه زرو او ۴۰۰ ډېر ترهګریز بريدونه ثبت شوي چې له امله يې نږدې دوه زره وسلهوال وژل شوي دي. د پاکستان د امنيتي ادارو په وينا، دا يوازې د دوی د پوځي عملیاتو يوه وړه برخه ده.
پاکستان له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ د استفادې پر وړاندې بېطرفه پلټنه وکړي او لازم اقدامات تر سره کړي، خو طالبانو په وار-وار د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي او ویاند یې لا څو ځله ویلي چې اسلاماباد دې د خپلې امنیتي ناکامیو پړه پر دوی نه اچوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي چې د طالبانو عمومي عفوه د باور وړ نه ده. هغه یاده ډله د ملکي خلکو پر نيونې، ربړونې، ځورونې، د ښځو له حقونو پر سرغړونې او له علم سره پر دښمنۍ تورنه کړې ده.
نوموړي یکشنبه (زمري مه) پر خپله اېکسپاڼه د پخواني پوځي احمدفهیم حیدري وژلو ته په اشارې لیکلي: «کله چې هدفي وژني دوام لري، خلک نيول کېږي، شکنجه او وژل کېږي، موږ به د طالبانو لهخوا پر اعلان شوې عمومي عفوه څنګه باور وکړو؟»
ښاغلي فایق زیاته کړې چې د غیر وسلهوالو خلکو وژنه او ځورونه هم له ديني اصولو او هم له نړۍوالو قوانینو سره ټکر لري.
پخوانی پوځي احمدفهیم حیدري جمعه (زمری ۳مه) په کابل کې ناڅرګندو وسلهوالو وواژه. ځیني سياسي شنونکي وايي چې دا کار طالبانو کړی او تر دې مخکې د تېر جمهوري نظام نور پوځیان هم وژل شوي دي.

له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتلو نه یوازې د امریکا یوه اوږده، د لوړې بیې او ناکامه جګړه پای ته ورسوله؛ بلکې د سیمې په سیاسي، استخباراتي او امنیتي معادلو کې یې ژور بدلونونه راوستل چې لا تر اوسه دوام لري.
یوه پاکستاني لیکوال په یوې مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو دوه لسیزې حضور، زرګونه مېلیارده ډالري لګښتونو او تر قربانیو وروسته، یو ځل بیا واک ته د طالبانو ستنېدو ثابته کړه چې د متحدهایالتونو له لوري د «لوېدیخې بڼې افغانستان» جوړونه یوه ناکامه هڅه وه.
خو د امریکايي پوځیانو وتلو مساله یوازې تر افغانستان محدوده نه وه، بلکې یو له مهمو اغېزو نه یې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو بدلون و؛ هغه هېواد چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د امریکا کلیدي متحد بلل کېده، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې.
مقاله کاږي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور ژور کمښت موجود و، خو د پاکستان د جغرافیایي موقعیت له امله، واشنګټن مجبوره و چې له اسلاماباد سره همکاري وکړي. خو کله چې کابل سقوط وکړ او امریکایان بشپړ ووتل، دا اړیکې ژر بېرته سړې شوې؛ هماغسې لکه څنګه چې د شوروي اتحاد پر خلاف د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، امریکا پاکستان یوازې پرېښی و.
د امریکا مخکېني ولسمشر جوبایډن د حکومت پر مهال، دا واټن نور هم زیات شو. بایډن د خپلې څلور کلنې دورې په جریان کې هېڅکله د پاکستان له لومړي وزیرانو سره اړیکه ټینګه نه کړه. دغه ډېپلوماټیکه چوپتیا او له دې وړاندې اقتصادي بندیزونه، د امریکا په اړه د پاکستان شکمن ذهنيت نور هم ژور کړ.
هغه مهال چې ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې لپاره بیا سپینې ماڼۍ ته ننوت، سیمهییزې معادلې په ناڅاپي توګه بدلې شوې. شنونکو فکر کاوه چې امریکا به خپل تمرکز پر هند زیات کړي او پاکستان به له پامه وغورځوي؛ خو په افغانستان کې ځینو پېښو دا لوری بدل کړ.
د دغو اړیکو مهمه شېبه هغه وخت راغله چې پاکستان له امریکا سره د استخباراتي همکارۍ په ترڅ کې د کابل پر هوایي ډګر د برید یو طراح تر نیولو وروسته امریکا ته وسپاره. په دې برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي وو او ټرمپ له مخکې ژمنه کړې وه چې عاملان به یې عدالت ته راکاږي.
مقاله زیاتوي، اسلاماباد نه یوازې په دې کار سره واشنګټن حیران کړ؛ بلکې د ټرمپ د کمپاین له ژمنو سره همغږي عمل یې ترسره کړ. دا کار د دواړو هېوادونو د استخباراتي او سیاسي ادارو ترمنځ د نوې نږدېوالي لامل هم شو.
همداراز، کله چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ په پهلګام کې برید وشو او د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي شخړې رامنځته شوې، امریکا د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند د منځګړیتوب په برخه کې مهم رول ولوباوه چې اسلاماباد یې هرکلی وکړ. تر دې ځایه چې د پاکستان حکومت، ټرمپ د سولې د نوبل جایزې لپاره هم نوماند کړ.
په همدغه سیوري کې کله چې د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه روانه وه، ټرمپ د پاکستان لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر ته د سپینې ماڼۍ بلنه ورکړه او له هغه سره یې غرمنۍ هم وکړه. اېکسپرېس ټربیون لیکي: «دې اقدام جوته کړه چې پاکستان لاهم د سیمې یو مهم لوبغاړی دی. دې ګام د هند غصه راوپاروله، ځکه هغوی هڅه کوله چې د پاکستان پوځ منفي انځور کړي».
په همدې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره هم تازه په تازه واشنګټن کې ولیدل. دا لیدنه د څو کلن رکود وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنی جوړښتي ډیالوګ و. روبیو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د سیمې د ثبات لپاره د پاکستان هڅې وستایلې چې دا خبره د هند لپاره د منلو وړ نه وه.
اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې اسحاق ډار په امریکا کې و، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په بېجینګ کې له چینايي نظامي او ملکي مشرانو سره لیدنې کتنې لرلې. د مقاله پای کې راغلي چې دا هممهاله ډېپلوماټیک خوځښتونه ښيي چې پاکستان هڅه کوي د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ توازن وساتي. دا هڅې د اقتصادي، امنیتي او جیوپولېټیکي ننګوونو تر سیوري لاندې، د دې هېواد د بقا لپاره تر بل هر وخت مهمې بلل کېږي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې استادان او محصلین باید په پوهنتونونو کې ږیره ولري او خولۍ پر سر کړي. دغه وزارت په یوه مکتوب کې امر کړی، چې له دې وروسته به هغه استادان او محصلین چې د دوی له لارښوونو سرغړونه وکړي، مجازات او له پوهنتونه وشړي.
په دغه مکتوب کې ویل شوي، چې پوهنتونونه به وخت پر وخت تر څار او تفتیش لاندې وي او هر استاد یا محصل چې «پر شریعت برابر نه وي» له پوهنتون څخه به واېستل شي.
همداراز په دې مکتوب کې ویل شوي، چې استادان او محصلین باید افغاني جامې واغوندي او اجازه نه لري چې کرتۍ او پتلون واغوندي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو دغه اقداماتو پوهنتون ته د استادانو او محصلینو د تګ انګیزه سخته زیانمنه کړې ده.
تر دې مخکې هم طالبانو له استادانو او محصلینو غوښتي و، چې پوهنتون ته دې له بګړۍ، خولۍ، محلي جامو او یوې قبضه ږیرې سره ورشي.
طالب چارواکو اعلان کړی، چې دا اقدامات د امربالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو سره سم ترسره کېږي.
دا قانون له پراخو کورنیو او نړۍوالو نیوکو سره مخ شوی دی، ځکه چې ښځې یې په عملي ډول په کورونو کې بندیانې کړي او تر دې قانون لاندې د ټولنیزو ډلو نیول او ځورول هم ترسره کېږي.
دغه قانون پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او ټولنیز او کلتوري ازادۍ یې ترې اخیستې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو په دولتي ادارو کې هم د ږیرې پرېښودل، خولۍ او د افغاني جامو اغوستل لازمي کړي وو.
کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان په تدریجي ډول د ۱۹۹۰ لسیزې خپلې سخت دريځه تګلارې بیا راژوندۍ کوي.
یادې ډلې په هغه وخت کې هم پګړې او افغاني لباس په پوهنتونونو او حتی ښوونځیو کې جبري کړي وو.
د طالبانو له لارښوونو سره سم ماشومان او تنکي ځوانان هم اړ دي، چې لنګوټې وتړي.

سره له دې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خلک هره ورځ د کار د نشتوالي او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله شکایت کوي، خو د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ادعا کوي چې یوازې په رغنیزو پروژو کې یې ۴۰۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
طالبانو ویلي، چې تېر کال یې د ټول هېواد په کچه د شاوخوا ۲۰۰ رغنیزو او ترمیماتي پروژو چارې پیل کړي، چې پکې د سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو، کانالونو او نورو عامه بنسټونو جوړول شامل دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو پروژو څخه ډېر شمېر یې بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي دي، په داسې حال کې چې د یو شمېر نورو کارونه یې لا هم روان دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسوولینو د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د دغه وزارت د کلني لاسته راوړنو د راپور ورکولو پر مهال ویلي، چې د پروژو د کار پر مهال يې شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو ته په مستقیم او غېرمستقیم ډول د کار زمينه برابره کړې.
د دغه وزارت چارواکو تر اوسه دغو کسانو ته د کار د زمینې د برابرولو، تنخواوو، د کاري مودې او نورو اړوندو برخو په اړه هېڅ ډول جزیات نه دي شریک کړي.
یو شمېر خلک وایي، چې د طالبانو په دغه ډول رغنیزو پروژو کې لکه د سړکونو او چریو پاکولو د کار موده یوازې یوه اوونۍ یا تر لسو ورځو پورې وي، چې د هېڅ یوې کورنۍ اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای.
طالبان په داسې حال کې یاد شمېر کسانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو خبره کوي، چې اوس مهال په افغانستان کې وزګاري خپل اوج ته رسېدلې او زرګونه مسلکي او کارګر کسان د کار په لټه کې ورځې او شپې سبا کوي.
د خلکو په خبره، د کار د نشتوالي له امله په دغه هېواد کې جنايي پېښې هم زياتې شوي، چې لویه برخه يې وسله والې غلاوې دي.
طالبان که څه هم ادعا لري، چې په بېلابېلو برخو کې يې کاري فرصتونه پراخ کړي؛ خو د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د بې روزګارۍ له امله لوږه مخ په ډېرېدو ده.
