فایق وايي، د طالبانو لهخوا اعلان شوې عمومي عفوه د باور وړ نه ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي چې د طالبانو عمومي عفوه د باور وړ نه ده. هغه یاده ډله د ملکي خلکو پر نيونې، ربړونې، ځورونې، د ښځو له حقونو پر سرغړونې او له علم سره پر دښمنۍ تورنه کړې ده.