افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په کندهار کې د یوې میاشتي امنيتي وضعیت تعقیب کړی او ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې په تېره یوه میاشت کې یوازې په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه پنځه ځوانان د وسله والو غلو له خوا وژل شوي، شاوخوا ۱۴ نور کسان او ۷ دوکانونه لوټ شوي دي.
د ښار په زړه کې په سپینه ورځ موټرسایکلونه، قیمتي موبایلونه او نغدې پیسې د وسله والو له خوا له خلکو اخیستل کېږي.
د کندهار ښار د هرات بازار یو دوکاندار صدیقالله د دغو پېښو په اړه په اندېښنې سره وایي: «د شپې خو لا څه کوې، غله خو د ورځې هم ګرځي. موږ خپل کاروبار ژر بندوو، مازدیګر ولاړ شو، ځکه پر غلو باور نشته؛ هر وخت ممکن راسره پېښ شي. یو ځل مې د خپلو سترګو مخې ته ولیدل چې غلو د خلکو پیسې او موبایلونه واخیستل او هېچا یې مخه ونشو نیولای.»
دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې د کندهار په درېيمه ناحيه کې یو ځوان د کور مخې ته د موټر سایکل سپرو وسله والو غلو له لورې ووژل شو او موټرسایکل یې ترې واخیستل شو.
په تېره یوه میاشت کې د کندهار په درېیمه، څلورمه، شپږمه، نهمه او یوولسمه ناحیه کې پنځه تنه د وسلهوالو غلو لهخوا وژل شوي او د ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا اووه دوکانونه لوټ شوي دي.
که څه هم په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هره ورځ د وسله والو غلو د نیولو خبره کوي، خو دغه ډله نه د نیول شویو غلو هویت په ډاګه کوي او نه یې هم له رسنیو سره بشپړ معلومات شریکوي.
د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي پر طالبانو نیوکه کوي، چې وسله والې غلاوې ورځ تر بلې زياتېږي؛ خو دوی يې پروړاندی هېڅ اقدام نه کوي.
کندهار ښاریان وايي: «عام خلک حتی یو چاقو لا د ځان سره نه شي ګرځولی، خو غله د وسلو سره په ښار او کوڅو کې ګرځي.»
په ډېرو سيمو کې لا هم د وسله والو غلو او طالبانو ترمنځ توپير نه شي کېدلی؛ ځکه دواړه ډلې په شخصي جامو کې له خاصو کارټونو سره له وسلو سره ګرځي.
د طالبانو یو شمېر امنيتي کسان په شخصي جامو کې د وسلو سره له خلکو پوښتنې او تالاشۍ کوي، چې خلکو ته د طالبانو او غلو معلومول سخت دي.
که څه هم په کندهار کې د طالبانو امنيتي مسوولين د امنیت د ټينګښت ادعاوې کوي؛ خو ځايي خلک د ژوند د ناامنۍ له سخت حالت سره مخ دي.
دوی د طالبانو له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د وسله والو غلو مخه ونيسي.