• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي، په تخار کې یې یوه ۸ کلنه نجلۍ له جبري نکاح څخه ژغورلې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۷ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی چې د دغې ډلې متحسبینو د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یوه ۸ کلنه ماشومه له جبري نکاح څخه ژغورلې ده. وایي، کورنۍ یې غوښتل دا یتیمه نجلۍ د پور په بدل کې یو بوډا سړي ته واده کړي.

د یاد وزارت ویاند مولوي سیف‌الاسلام خېبر شنبه (زمري ۴مه) په خپلې اېکس‌پاڼې کې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي. پر افغانستان د واکمنې ډلې د ناسمو سیاستونو، بندیزونو،‌ نړۍوالې ټولنې سره د تعامل برعکس چلند او په هېواد کې د سخت اقتصادي ناورین له امله خلک اړ شوي چې خپلې کم عمره لوڼې د پیسو په بدل کې عمر خوړلو کسانو ته په نکاح کړي.

تر دې مخکې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول پېښې شوي او کورنیو یې لاملونه د لوږې او بې‌وزلۍ زیاتوالی بلل دی. څه موده وړاندې په ننګرهار کې یوې ښځې خپلې دوه لوڼې له دې امله پلور ته وړاندې کړې وې چې ګوندې د خپل ناروغ مېړه د درملنې لپاره پیسې نه‌لري.

یو شمېر بشري سازمانونو هم اندېښنې ښودلې چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین، بې‌وزلۍ او لوږې له امله د پیسو په بدل کې د کم عمره نجونو د ودیدو کچه تر بل هره وخته ډېره شوې ده.

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د دغه ډول کړنو لپاره قانوني سزاګانې ټاکل شوې وې؛ خو طالبانو بیا یوازې د دغه ډول پېښو د مخنېوی خبرې کړي او عاملینو ته یې د سزا په تړاو هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي.

همداراز د طالبانو په یو شمېر غړو او سیمه ییزو قوماندانانو هم تورونه دي چې له کم عمره نجونو سره یې دویم، درېیم او ان څلورم ودونه کړي. که څه هم ملا هبت‌الله د خپلې ډلې غړي له دویم او یا له هغې زیاتو ودونو څخه منعه کړي:؛ خو د هغه دې حکم ته چندان پام نه دی شوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د باختر اژانس مشر د شانګهای سازمان غونډې ته ورغلی

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۵ GMT+۱

د طالبانو باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه اژانس مشر مولوي ضیاءالحق حقمل د شانګهای سازمان غونډې ته ورغلی دی.

د شانګهای سازمان د خبریالانو، علمي او تحقیقاتي مرکزونو غونډې ته د نورو استازو په لړ کې د طالبانو د باختر اژانس اطلاعاتي اژانس مشر هم ورغلی.

دا غونډه چې د چین حنان ولایت په زېنګ زو ښار کې جوړه شوې، د څو هېوادونو د رسنیو او خبري اژانسونو، علمي او څېړنیزو مرکزونو استازو برخه په‌کې لرله.

په اعلامیه کې یوازې د غونډې د عمومي اجنډا یادونه شوې ده.

د پاکستانۍ رسنۍ ادعا: هند د طالبانو له لارې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوې مقاله کې ادعا کړې چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي او د هغه د ملي امنيت سلاکار اجيت دوال له اوږدې مودې راهيسې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکي د اسلام‌اباد د بې‌ثباته کېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

نوموړې ورځپاڼې د افغانستان د مخکېني‌ جمهوري نظام د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې دا هم لیکلي چې هند د طالبانو له لارې په افغانستان کې د پاکستان خلاف له وسله‌والو ډلو سره مالي مرستې کوي، وسلې ورته برابروي او ان خوندي پټن‌ځایونه یې هم ورکړي دي. همداراز پر کابل د واکمنو له لوري ورته د لوژستیکي امکاناتو برابرېدو او د ښکاره فعالیت د اجازې یادونه هم شوې ده.

مقاله وایي، د سمېع سادات دا څرګندونې د اسلام‌اباد د هغو اندېښنو ښکاره ډاډ دی چې هند په افغانستان کې د دوی ضد ډلو ملاتړ کوي. مقاله کې د سیمې د امنيتي کارپوهانو په اند، درې ستر عوامل د پاکستان د روانې بې‌ثباتۍ ريښې بلل شوي: «په افغانستان کې د حاکميت خلا، د امريکا له وتو وروسته پاتې پرمختللې وسلې او د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ترمنځ هم‌غږي او همکاري».

ملګرو ملتونو هم په تېر ۲۰۲۴ کال کې په خپل یو راپور کې ويلي و چې طالبان د دغو ترهګرو ډلو د فعاليتونو پر وړاندې چوپه خوله دي او پر وړاندې یې هېڅ اقدام نه‌کوي.

د امريکا د یو نظامي څېړنيز مرکز وسټ پوینټ راپور ښيي چې د پاکستان خلاف ترهګرو ډلو ډيجیټلي شبکې د هند له خوا کنټرولېږي او د دوی د مخابراتو سرورونه د هند استخباراتو پورې تړلي دي. په دې راپور کې دا هم راغلي چې د کندهار او هرات هوايي ډګرونه چې اوس د نيابتي ډلو تر ولکې لاندې دي، د وسلو او بې‌پيلوټه الوتکو د لېږد اصلي مرکزونه ګرځېدلي.

ورځپاڼه کاږي، طالبانو افغانستان د نشه‌يي توکو او ترهګرۍ د نړۍوالې شبکې په مرکز بدل کړی. په ۲۰۲۴ کال کې د يوې ډنمارکۍ موسسې د څېړنې له مخې، له افغانستان نه د نشه‌يي توکو د ټرانزیت له لارې د بلوچستان په بې‌ثباتۍ کې مرسته کېږي.

د ۲۰۲۴ کال له پيله تر اوسه، په پاکستان کې تر پنځه زرو او ۴۰۰ ډېر ترهګریز بريدونه ثبت شوي چې له امله يې نږدې دوه زره وسله‌وال وژل شوي دي. د پاکستان د امنيتي ادارو په وينا، دا يوازې د دوی د پوځي عملیاتو يوه وړه برخه ده.

پاکستان له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ د استفادې پر وړاندې بې‌طرفه پلټنه وکړي او لازم اقدامات تر سره کړي،‌ خو طالبانو په وار-وار د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي او ویاند یې لا څو ځله ویلي چې اسلام‌اباد دې د خپلې امنیتي ناکامیو پړه پر دوی نه اچوي.

فایق وايي، د طالبانو له‌خوا اعلان شوې عمومي عفوه د باور وړ نه ده

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۵۹ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي چې د طالبانو عمومي عفوه د باور وړ نه ده. هغه یاده ډله د ملکي خلکو پر نيونې، ربړونې، ځورونې، د ښځو له حقونو پر سرغړونې او له علم سره پر دښمنۍ تورنه کړې ده.

نوموړي یک‌شنبه (زمري مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د پخواني پوځي احمدفهیم حیدري وژلو ته په اشارې لیکلي: «کله چې هدفي وژني دوام لري، خلک نيول کېږي، شکنجه او وژل کېږي، موږ به د طالبانو له‌خوا پر اعلان شوې عمومي عفوه څنګه باور وکړو؟»

ښاغلي فایق زیاته کړې چې د غیر وسله‌والو خلکو وژنه او ځورونه هم له ديني اصولو او هم له نړۍوالو قوانینو سره ټکر لري.

پخوانی پوځي احمدفهیم حیدري جمعه (زمری ۳مه) په کابل کې ناڅرګندو وسله‌والو وواژه. ځیني سياسي شنونکي وايي چې دا کار طالبانو کړی او تر دې مخکې د تېر جمهوري نظام نور پوځیان هم وژل شوي دي.

له افغانستانه د امریکا تر وتو وروسته سیمه‌ییز قدرتونه، بدلونونه، د‌ پاکستان رول او اندېښنې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۲ GMT+۱

له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتلو نه یوازې د امریکا یوه اوږده، د لوړې بیې او ناکامه جګړه پای ته ورسوله؛ بلکې د سیمې په سیاسي، استخباراتي او امنیتي معادلو کې یې ژور بدلونونه راوستل چې لا تر اوسه دوام لري.

یوه پاکستاني لیکوال په یوې مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو دوه لسیزې حضور، زرګونه مېلیارده ډالري لګښتونو او تر قربانیو وروسته، یو ځل بیا واک ته د طالبانو ستنېدو ثابته کړه چې د متحده‌ایالتونو له لوري د «لوېدیخې بڼې افغانستان» جوړونه یوه ناکامه هڅه وه.

خو د امریکايي پوځیانو وتلو مساله یوازې تر افغانستان محدوده نه وه، بلکې یو له مهمو اغېزو نه یې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو بدلون و؛ هغه هېواد چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د امریکا کلیدي متحد بلل کېده، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې.

مقاله کاږي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور ژور کمښت موجود و، خو د پاکستان د جغرافیایي موقعیت له امله، واشنګټن مجبوره و چې له اسلام‌اباد سره همکاري وکړي. خو کله چې کابل سقوط وکړ او امریکایان بشپړ ووتل، دا اړیکې ژر بېرته سړې شوې؛ هماغسې لکه څنګه چې د شوروي اتحاد پر خلاف د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، امریکا پاکستان یوازې پرېښی و.

د امریکا مخکېني ولسمشر جوبایډن د حکومت پر مهال، دا واټن نور هم زیات شو. بایډن د خپلې څلور کلنې دورې په جریان کې هېڅکله د پاکستان له لومړي وزیرانو سره اړیکه ټینګه نه کړه. دغه ډېپلوماټیکه چوپتیا او له دې وړاندې اقتصادي بندیزونه، د امریکا په اړه د پاکستان شکمن ذهنيت نور هم ژور کړ.

هغه مهال چې ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې لپاره بیا سپینې ماڼۍ ته ننوت، سیمه‌ییزې معادلې په ناڅاپي توګه بدلې شوې. شنونکو فکر کاوه چې امریکا به خپل تمرکز پر هند زیات کړي او پاکستان به له پامه وغورځوي؛ خو په افغانستان کې ځینو پېښو دا لوری بدل کړ.

د دغو اړیکو مهمه شېبه هغه وخت راغله چې پاکستان له امریکا سره د استخباراتي همکارۍ په ترڅ کې د کابل پر هوایي ډګر د برید یو طراح تر نیولو وروسته امریکا ته وسپاره. په دې برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي وو او ټرمپ له مخکې ژمنه کړې وه چې عاملان به یې عدالت ته راکاږي.

مقاله زیاتوي، اسلام‌اباد نه یوازې په دې کار سره واشنګټن حیران کړ؛ بلکې د ټرمپ د کمپاین له ژمنو سره همغږي عمل یې ترسره کړ. دا کار د دواړو هېوادونو د استخباراتي او سیاسي ادارو ترمنځ د نوې نږدې‌والي لامل هم شو.

همداراز، کله چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ په پهلګام کې برید وشو او د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي شخړې رامنځته شوې، امریکا د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند د منځګړیتوب په برخه کې مهم رول ولوباوه چې اسلام‌اباد یې هرکلی وکړ. تر دې ځایه چې د پاکستان حکومت، ټرمپ د سولې د نوبل جایزې لپاره هم نوماند کړ.

په همدغه سیوري کې کله چې د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه روانه وه، ټرمپ د‌ پاکستان لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر ته د سپینې ماڼۍ بلنه ورکړه او له هغه سره یې غرمنۍ هم وکړه. اېکسپرېس ټربیون لیکي: «دې اقدام جوته کړه چې پاکستان لاهم د سیمې یو مهم لوبغاړی دی. دې ګام د هند غصه راوپاروله، ځکه هغوی هڅه کوله چې د پاکستان پوځ منفي انځور کړي».

په همدې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره هم تازه په تازه واشنګټن کې ولیدل. دا لیدنه د څو کلن رکود وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنی جوړښتي ډیالوګ و. روبیو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د سیمې د ثبات لپاره د پاکستان هڅې وستایلې چې دا خبره د هند لپاره د منلو وړ نه وه.

اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې اسحاق ډار په امریکا کې و، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په بېجینګ کې له چینايي نظامي او ملکي مشرانو سره لیدنې کتنې لرلې. د مقاله پای کې راغلي چې دا هم‌مهاله ډېپلوماټیک خوځښتونه ښيي چې پاکستان هڅه کوي د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ توازن وساتي. دا هڅې د اقتصادي، امنیتي او جیوپولېټیکي ننګوونو تر سیوري لاندې، د دې هېواد د بقا لپاره تر بل هر وخت مهمې بلل کېږي.

استادانو او محصلینو ته د طالبانو خبرداری: له ږیرې او خولۍ پرته به له پوهنتون څخه وشړل شئ

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې استادان او محصلین باید په پوهنتونونو کې ږیره ولري او خولۍ پر سر کړي. دغه وزارت په یوه مکتوب کې امر کړی، چې له دې وروسته به هغه استادان او محصلین چې د دوی له لارښوونو سرغړونه وکړي، مجازات او له پوهنتونه وشړي.

په دغه مکتوب کې ویل شوي، چې پوهنتونونه به وخت پر وخت تر څار او تفتیش لاندې وي او هر استاد یا محصل چې «پر شریعت برابر نه وي» له پوهنتون څخه به واېستل شي.

همداراز په دې مکتوب کې ویل شوي، چې استادان او محصلین باید افغاني جامې واغوندي او اجازه نه لري چې کرتۍ او پتلون واغوندي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو دغه اقداماتو پوهنتون ته د استادانو او محصلینو د تګ انګیزه سخته زیانمنه کړې ده.

تر دې مخکې هم طالبانو له استادانو او محصلینو غوښتي و، چې پوهنتون ته دې له بګړۍ، خولۍ، محلي جامو او یوې قبضه ږیرې سره ورشي.

طالب چارواکو اعلان کړی، چې دا اقدامات د امربالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو سره سم ترسره کېږي.

دا قانون له پراخو کورنیو او نړۍوالو نیوکو سره مخ شوی دی، ځکه چې ښځې یې په عملي ډول په کورونو کې بندیانې کړي او تر دې قانون لاندې د ټولنیزو ډلو نیول او ځورول هم ترسره کېږي.

دغه قانون پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او ټولنیز او کلتوري ازادۍ یې ترې اخیستې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو په دولتي ادارو کې هم د ږیرې پرېښودل، خولۍ او د افغاني جامو اغوستل لازمي کړي وو.

کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان په تدریجي ډول د ۱۹۹۰ لسیزې خپلې سخت دريځه تګلارې بیا راژوندۍ کوي.

یادې ډلې په هغه وخت کې هم پګړې او افغاني لباس په پوهنتونونو او حتی ښوونځیو کې جبري کړي وو.

د طالبانو له لارښوونو سره سم ماشومان او تنکي ځوانان هم اړ دي، چې لنګوټې وتړي.