• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو یوځل بیا له ایران نه د افغان کډوالو د تدریجي اخراج غوښتنه کړې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو پر لړۍ اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې د کډوالو اېستلو بهیر دې په تدریج او درناوي ترسره شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره د دوه اړخیزو مسایلو، په غزه کې د بشري ناورین او له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې امیرخان متقي له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې تهران باید د افغانانو د اېستلو پرمهال د درناوي اصول په پام کې ونیسي.

طالبانو ویلي، عراقچي ژمنه کړې، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ به په تدریج او درناوي سره ترسره شي.

په ورته وخت کې دواړو لوریو په غزه کې انساني وضعیت کړکېچن بللی او ټینګار یې کړی، چې اغېزناک اسلامي هېوادونه دې د غزې کړکیچ په پای ته رسولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي، چمتو دی چې د اړیکو د نوي څپرکي پرانېستلو لپاره افغانستان ته سفر وکړي. پزشکیان ویلي، چې له ګاونډیانو سره د اړیکو پراخول د هغه د حکومت د بهرني سیاست لومړیتوب دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال میرزا کټوازي ۲۰ همکاران نیولي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۱
•
خبرخونه

دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د ځمکو په اسنادو کې د «جعل» په تور د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال محمد میرزا کټوازي شاوخوا ۲۰ همکاران نیولي دي. سرچینې وايي، دغه کسان د عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي او د هغه شخصي زندان ته اچول شوي.

دریو سرچینو د شنبې او یکشنبې په ورځ، د زمري څلورمه او پنځمه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کټوازی د کابل په بګرامیو، احمدشاه بابا مېنه، درېیم مکروریان او نورو سیمو کې د ځمکو په جعلکارۍ تورن شوی او د نوموړي د ځمکو او پولي معاملاتو د تصفیې امر ور کړل شوی دی.

سرچینو وویل، چې « د کابل په بګرامیو، احمدشاه بابا مېنه، قبایلو وزارت ته څېرمه درېیم مکروریان او نورو سیمو کې د نوموړي د ملکیتونو د اسنادو د تصفیې امر ورکړل شوی او ۲۰اړوند کسان یې نیول شوي دي».

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کټوازي پر همکارانو دا تور هم دی، چې د جعلکاریو له لارې یې د پخوانیو شاهي ځمکو د خپلولو هڅه کړې ده.

سرچینې دغه راز وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هڅه وکړه، چې یاد کسان له زندان نه خوشې کړي، خو د عدلیې پر وزیر عبدالحیکم شرعي یې زور نه رسیږي، ځکه نوموړي ته ملا هبت الله اخوندزاده د ځمکو د غصب د تعقیب په مساله کې خلاص لاس ور کړی دی.

د میرزا کټوازي په اړه ویل کیږي، چې له سراج الدین حقاني او ددې ډلې له کسانو سره نږدې اړیکې لري.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سراج الدین حقاني مخالف ګڼل کیږي او د هغه د مالي او نفوذي لارو پر ډب کولو تورن دی.

میرزامحمد کټوازي ته نږدې سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی له هېواده بهر په متحده عربي امارات کې اوسیږي، خو دا یې ومنله، چې د کټوازي یو شمېر همکاران د طالبانو اړوند ادارو نیولي دي.

افغانستان انټرنشنل د میرزا کټوازي له شمېرې سره اړیکه ونیوله، خو له دوو ورځو هڅو سره سره هغه د موضوع په اړه جزئیات ور نه کړل او د یکشنبې په ورځ یې له اړوند شمېرې ځواب راغی، چې نوموړی بېرته کابل ته ستون شوی.

له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د نوموړي د نیولو امر هم ور کړل شوی، خو افغانستان انټرنشنل دغه رپوټونه تایید نه کړای شول.

طالبانو په تېره غویي میاشت کې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې پارک د میرزا کټوازي ګروپ ته په ۲۰۰میلیونه افغانیو په قرارداد ورکړ. په قرارداد کې د کټوازي شرکت مکلف ګڼل شوی، چې د ٦ کالونو په بهیر کې به پر پارک د ٢٠٠ میلیونه افغانیو پانګونه کوي او هر کال به طالبانو ته دوه میلیونه افغانۍ ورکوي.

د ننګرهار جهادي مدرسې پخواني رییس د شيخ غزنوي بندي کول ناروا وبلل

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د ننګرهار جهادي مدرسې پخوانی مشر شیخ سلطان محمد ثاقب وايي، د طالبانو له خوا د شیخ عبدالسمیع غزنوي زنداني کېدل د مسالې حل نه دی. هغه دا چاره ناروا بللې ده. غزنوي د نجونو د زده کړو د ملاتړ او د پاکستان ضد څرګندونو له امله طالبانو په ۴۵ ورځني زندان محکوم کړی.

د ننګرهار د جهادي مدرسې پخوانی مشر شیخ سلطان محمد ثاقب په یوه غږیز پېغام کې ویلي چې په تېرو نظامونو کې هم عالمان زنداني شوي خو هېڅ حل یې نه دی راوتلی بلکې د هغه عالم له نظام سره په زړه کې نوره هم مقابله زیاته شوې ده.

100%

شیخ سلطان ثاقب وویل:«کله کله یو څوک دیني عالم وي او هغه حق خبره نه کوي او هغه د اسلامي نظام تخریب کوي خو یو داسې عالم وي چې هغه ریښتیا او حق خبره وکړي خو هغه حق خبره یې پر نظام باندې بده ولګېږي او نظام هغه بندي کړي، بالکل دا ناجایزه ده.»

د طالبانو دا پرنفوذه شیخ نیوکه کوي، چې د طالبانو په ادارو کې کشران مسوولین دي چې شېخان ځان ته غواړي او زیاتوي هغه حاکمان ښه ښکاري چې د علماوو خواته ورشي او د څرګندونو په اړه یې لږ نږدې واوري.

شیخ سلطان محمد ثاقب همدراز زیاتوي چې د یو عالم بندي کول د لکونو عالمانو د بندي کولو په معنا دي.

نوموړي وویل:« د یو داسې عالم بندي کول چې درې څلور سوه طالبان اوس مهال په درس کې ورسره شریکان ول، اوس هغه ټول طالبانو در په دره ګرځي، نو اسلامي نظام باید د طالبانو حق ضایع نه کړ، دا استاد باید داسې تنبیه کړي چې د طالبانو سبقونه خراب نه شي.»

د طالبانو دا استاد هم له اوسنۍ ادارې غواړي، چې باید د عالمانو خولی خلاصې پرېږدي او خبرداری ورکوي چې که د هغوی خولې بندې شی نو دا په ډېره غټه فتنه رامنځته شي او خلک به د حرام او حلال په کیسه کې هم نه وي.

د زمري ۲مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شیخ عبدالسمیع غزنوي تېره پنجشنبه له خپلې مدرسې نیول شوی او په ۴۵ ورځو زندان محکوم شوی.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «د طالبانو د استخباراتو دریو امرانو د نوموړي له نیولو ډډه کړې وه او دلیل یې داو، چې ددوی استاد تېر شوی، خو وروسته د کندهاري طالبانو یوې ډلې په داسې حال کې ونیوه چې د مدرسې په ازموینو کې بوخت و».

د عبدالسمیع غزنوي خپلوان وايي، چې نوموړی د چنګاښ پر ۲۵مه له خپلې مدرسې نیول شوی او د زمري پر لومړۍ نېټه د طالبانو نظامي محکمې په ۴۵ ورځني زندان محکوم کړی دی.

د غزنوي خپلوانو زیاته کړه، « موبایلونه او ټول وسایل ترې اخېستل شوي او بچیانو ته یې یوازې یوځل اجازه ورکړل شوې، چې له نوموړي سره وګوري. غزنوي ته د ۴۵ ورځو قید سزا ورکړل شوې».

عبدالسمیع غزنوي په خپلو ویناوو کې د مباح علم او د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو پر دریځ نیوکې کړې وې.

هغه پر دیني عالمانو نیوکه کړې وه، چې له خلکو دین پټوي او د خپلې څوکۍ، نوم او شتمنیو لپاره دین تحریفوي.

غزنوي د پاکستان پر حکومت نیوکې درلودې او په پاکستان کې یې د جهاد ملاتړ کړی و.

د شنونکو په باور، د شیخ عبدالسمیع نیول ښيي چې طالبان نور د خپلمنځني منتقدینو زغملو ته تیار نه دي.

تر اوسه د طالبانو ویاندویانو ددې نیونې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

طالبان وايي په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو جوړونې لپاره بودیجه منظور شوې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو جوړونې لپاره بودیجه منظور شوې ده. د یاد وزارت په وینا، د دغو روغتونونو د جوړونې لومړني کارونه شوي دي.

د دغه وزارت په بیان کې راغلي د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مالي لګښت د ۲۰ عمومي روغتونونو جوړونې چارې پيل شوي او د ۵ روغتونونو کار بشپړ شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په بیان کې د روغتونونو د جوړونې لپاره د بودیجې اندازه مشخصه شوې نه‌ده.

که څه هم د طالبانو تر دویمۍ واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې ډېر مرکزونه تړل شوي او یا یې بستري خدمتونه کم شوي، خو په دې کلني راپور کې اشاره نه ده ورته شوې.

په بیان کې همداراز راغلي چې په تېر کال کې ۶ زره او ۳۶۷ مسلکي او حمایوي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده، خو دا نه دي ويل شوي چې دا پخواني او با نوي کارکوونکي استخدام شوي دي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اقلیمي بدلون بحران پیل شوی

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي د نړۍوالې انرژۍ د نوي او عصري پړاو په برخه کې د دغه سازمان د سرمنشي خبرو ته په اشارې ویلي چې دا پړاو د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري، ځکه په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون بحران پيل شوی دی.

اندریکا رټوټه یک‌شنبه (زمري ۵مه) وويل: «که په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون مدیریت ونه شي، پایله به یې نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې لپاره هم خطرناکه وي. رتوټه زیاته کړه چې باید د افغانستان دانرژۍ پر اوږدمهالي خوندیتوب پانګونه ډېره شي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د روانې اونۍ په پيل کې وویل، چې د انرژۍ له پخواني دورې څخه نوي دورې ته تلل یوه اړتیا ده او خلکو ته ډېرې اقتصادي ګټې لري.

روټه زیاته کړه چې افغانستان له هغو ۱۰ هېوادونو څخه دی چې اقلیمي بدلون ډېر زیانمن کړی دی. دا هېواد د اوږدې وچکالۍ، سېلابونو او اوبو د کموالي له امله له جدي ګواښ سره مخ دی.

ملګري ملتونه او د دې سازمان ملګري مرستندویه بنسټونه هڅه کوي چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې ناورین کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د ځنګلونو د ساتنې پروژې بشپړېدل؛ طالبان وايي ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۷ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي بدلون د برخې مشر روح‌الله امین وايي چې د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې پروژه بشپړه شوې او په روانه زمري میاشت کې به یې عملي چارې پیل شي.

نوموړي نن (یک‌شنبه، زمري پځمه) په کابل کې د «اماراتي ادارو د لاسته راوړنو» په نوم کلنۍ غونډه کې ویلي چې د دغې پروژې مالي تمویل د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا یواېن‌ډي‌يي کوي.

ورته مهال، د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي معین زین‌العابدین عابد بیا په یاده ناسته کې ویلي هڅه کوي افغانستان ته د اقلیمي بدلون د ناببره څپو د بدلون له کبله د متوجه ګواښونو په اړه د نړۍوالو پام او ملاتړ جلب او مناسبې حل لارې ورته ومومي.

افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله په نړۍ کې د هغو پنځو هېوادونو په کتار کې دی چې زیات زیانمونکی دی او په وروستیو کې د اقلیمي بدلون د څپو له کبله په دغه هېواد کې خلکو ته د مرګ ژوبلې سربېره ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.