• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل د بشري حقونو دوو سازمانونو خپل پوځ په نسل وژنې تورن کړی

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۵۸ GMT+۱

د اسرایيل د بشري حقونو دوو سازمانونو د دوشنبې په ورځ وویل، چې اسراییل په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې نسل وژنه کوي. دا لومړی ځل دی چې په اسرایيلي ټولنه کې داسې غږونه پورته کېږي چې پر خپل دولت تر ټولو شدیدې نیوکې کوي، خو اسراییل دا ردوي.

د بشري حقونو سازمان بتسیلم (B'Tselem) او د اسرایيل لپاره د بشري حقونو ډاکټرانو خپل راپورونه په بیت‌المقدس کې په یوه خبري غونډه کې خپاره کړل او ویې ویل، اسرایيل په غزه کې د فلسطینۍ ټولنې د له منځه وړو لپاره «منظم او قصدي اقدامات» کوي.

د اسراییل پوځ دا تورونه رد کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د سکاټلنډ پولیسو هغه کس نیولی چې په الوتکه کې یې «الله اکبر» او «مرګ پر ټرمپ» نارې وهلې

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د برېتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو یو سړی نیولی چې له لندن څخه ګلاسګو ته په الوتکه کې یې "الله اکبر"، "مرګ پر ټرمپ" نارې وهلې او ادعا یې کوله چې بم ورسره دی. په الوتکه کې دننه اخیستل شوې ویډیو کې، یو کس لیدل کېږي چې د الله اکبر له نارو وروسته یې نور مسافر نیسي.

په ویډیو کې څرګندیږي، چې یو سک د یکشنبې په سهار د لندن له لوټن هوایی ډګر څخه د سکاټلینډ ګالسکو ته په الوتنه کې د الله اکبر، مرګ پر امریکا او مرګ پر ټرمپ چیغې وهلې او بیا وايي، "ما الوتکې ته بم راوړی دی."

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د انګلستان د رسمي سفر پرمهال په ګالسکو، سکاټلینډ کې و.

ویډیو دا هم ښيي چې مسافرین دغه کس د الوتکې په منځنۍ لاره کې نیسي او ترې پوښتنه کوي چې ولې. هغه خپله ادعا بېرته اخلي، او وايي چې هغه یوازې غوښتل ولسمشر ته پیغام «خبرداری» ولېږي.

مسافر د هغه سړي بټوه له جیب څخه راوباسي، چې وايي په انګلستان کې پناه غوښتونکی دی.

هغه د موټر چلولو جواز او له هند څخه د بانک کارت لري او په کارت کې یې نوم "ابهي دیوداس نایک" لیکل شوی دی.

د سکاټلینډ پولیسو دغه کس د ګالسکو په هوایی ډګر کې د الوتکې له ښکته کیدو وروسته ونیوه.

د پولیسو په وینا، پیښه کنټرول شوې او له نیول شوي کس پرته بل څوک پکې ښکیل نه وو.

اسراییل په غزه کې د لسو ساعتونو لپاره پوځي عملیات دروي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۰ GMT+۱

اسراییل تازه اعلان کړی، چې هره ورځ به د غزې په ځینو برخو کې د ۱۰ ساعتونو لپاره پوځي عملیات ودروي او د مرستو رسولو لپاره به ځینې لارې هم پرانیزي.

دغه دمه به هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو پیل شي او د ماښام تر ۸ بجو پورې به دوام وکړي او د خوړو او درملو رسولو لارې به د سهار له ۶ بجو څخه تر ۱۱ بجو پرانیستې وي.

ملګري ملتونه وايي، باید اسراییل ژر تر ژره د مرستو رسولو لارې پرانيزي چې خلکو ته بشري مرستې ورسېږي.

د مصر سور صلیب ویلي، تر ۱۰۰ ډېر موټرونه چې ۱۲۰۰ ټنه خوراکي توکي په کې بار وو؛ سوېلي غزې ته استولي، خو ځیني موټرونه بیا په خان‌یونس کې لوټ شوي دي.

مارکو روبیو: زموږ چارواکي په مالیزیا کې دي، چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د خبرو ملاتړ وکړي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۲۴ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د دوی چارواکي په مالیزیا کې دي چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د سولې د هڅو ملاتړ وکړي. ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ورځ په مالیزیا کې د ټایلنډ او کمبوډیا ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

ښاغلی روبیو وایي، چې هغه او ټرمپ له دواړو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او وضعیت له نږدې څاري.

ولسمشر ټرمپ دواړو هېوادونو ته ویلي؛ تر هغه چې جګړه و نه دروي له هغوی سره به سوداګریزې هوکړې ونه کړي.

دا خبرې تر هغه وروسته کېږي، چې په یوه پېښه کې د کمبوډيا یو سرحدي ساتونکی ووژل شو او له دې امله د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه.

امریکا اوکراین ته د ډرونونو ۳۳ زره کېټونه ورکوي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۱

اوکراین به د روان کال تر پایه د امریکا له‌خوا ۳۳ زره د مصنوعي ځیرکتیا لرونکي جنګي ډرون‌کېټونه ترلاسه کړي، چې موخه یې د روسیې د پراخو هوايي بریدونو پر وړاندې د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ده.

دا د یو ستر تړون برخه ده، چې د امریکايي-جرمني شرکتونو له‌خوا عملي کېږي او تمه ده، چې د اوکراین د ډرون جګړې بڼه بدله کړي.

د اوتیریون اجرایوي رییس لورېنز مایر ویلي: «موږ مخکې زرګونه کېټونه لېږلي وو، خو اوس په زیات شمېر کې کېټونه لېږو.» نوموړي دا پروسه "بې‌سارې" بللې ده.

د دغو ډرون کېټونو دا لویه بسته تر پخوانیو لس چنده زیاته ده. دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي، چې روسیې په تېرو اوونیو کې پر اوکراین خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکړی.

د جولای پر ۹مه روسیې په یوه ورځ کې تر ۷۰۰ زیات هوايي بریدونه کړي، چې دا شمېر د جګړې د ځینو پخوانیو میاشتو له ټولییز شمېر څخه زیات دی. د اوکرایني پوځ د اټکل له‌مخې، دا ډول حملې ښايي نورې هم زیاتې شي او پر یوه ورځ تر ۱۰۰۰ ډرون بریدونه هم وشي.

د دغو بریدونو پر وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې اوکراین د دفاعي ډرونونو داخلي تولید پیل کړی او موخه یې دا ده، چې په ورځني ډول لږ تر لږه ۱۰۰۰ ډرون نیوونکي تولید کړي.

د اسراییل دفاع وزیر د ایران مذهبي مشر ته: که له ګواښونو ونه درېږې دا ځل به تا په نښه کړو

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د اسراییل دفاع وزیر د رامون له هوايي نظامي اډې نه د لیدنې په ترڅ کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته خبرداری ورکړی چې د اسراییل له ګواښلو لاس واخلي ګنې دا ځل به پخپله دی په نښه کړي.

نوموړي زیاته کړې، "غواړم دیکتاتور خامنه يي ته روښانه پيغام ورسوم، چې که د اسراییل ګواښلو ته دوام ورکړئ، زموږ لاسونه به بیا تهران ته ورسېږي او په ډېر ځواک سره به نېغ په نېغه تا په نښه کړو. ګواښ مه کوئ، ګنې زیانمن به شئ."

د اسراییل دفاع وزیر تر دې مخکې له ایران سره ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې سره ویلي وو چې د اسراییل هوايي ځواک باید لا نور غښتلی شي او همداراز یې د ایران د اټومي او توغندیزو پروژو له بیا رغونې د مخنیوي په موخه د اغېزناکو پروګرامونو پر جوړېدو ټینګار کړی و.

نوموړي له خپلو لوړ پوړو نظامي قوماندانانو سر په کتنه کې په ډاګه کړې چې له ایران سره د جګړې بیا پیل هم شونی دی.