• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا اوکراین ته د ډرونونو ۳۳ زره کېټونه ورکوي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۱

اوکراین به د روان کال تر پایه د امریکا له‌خوا ۳۳ زره د مصنوعي ځیرکتیا لرونکي جنګي ډرون‌کېټونه ترلاسه کړي، چې موخه یې د روسیې د پراخو هوايي بریدونو پر وړاندې د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ده.

دا د یو ستر تړون برخه ده، چې د امریکايي-جرمني شرکتونو له‌خوا عملي کېږي او تمه ده، چې د اوکراین د ډرون جګړې بڼه بدله کړي.

د اوتیریون اجرایوي رییس لورېنز مایر ویلي: «موږ مخکې زرګونه کېټونه لېږلي وو، خو اوس په زیات شمېر کې کېټونه لېږو.» نوموړي دا پروسه "بې‌سارې" بللې ده.

د دغو ډرون کېټونو دا لویه بسته تر پخوانیو لس چنده زیاته ده. دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي، چې روسیې په تېرو اوونیو کې پر اوکراین خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکړی.

د جولای پر ۹مه روسیې په یوه ورځ کې تر ۷۰۰ زیات هوايي بریدونه کړي، چې دا شمېر د جګړې د ځینو پخوانیو میاشتو له ټولییز شمېر څخه زیات دی. د اوکرایني پوځ د اټکل له‌مخې، دا ډول حملې ښايي نورې هم زیاتې شي او پر یوه ورځ تر ۱۰۰۰ ډرون بریدونه هم وشي.

د دغو بریدونو پر وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې اوکراین د دفاعي ډرونونو داخلي تولید پیل کړی او موخه یې دا ده، چې په ورځني ډول لږ تر لږه ۱۰۰۰ ډرون نیوونکي تولید کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل دفاع وزیر د ایران مذهبي مشر ته: که له ګواښونو ونه درېږې دا ځل به تا په نښه کړو

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د اسراییل دفاع وزیر د رامون له هوايي نظامي اډې نه د لیدنې په ترڅ کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته خبرداری ورکړی چې د اسراییل له ګواښلو لاس واخلي ګنې دا ځل به پخپله دی په نښه کړي.

نوموړي زیاته کړې، "غواړم دیکتاتور خامنه يي ته روښانه پيغام ورسوم، چې که د اسراییل ګواښلو ته دوام ورکړئ، زموږ لاسونه به بیا تهران ته ورسېږي او په ډېر ځواک سره به نېغ په نېغه تا په نښه کړو. ګواښ مه کوئ، ګنې زیانمن به شئ."

د اسراییل دفاع وزیر تر دې مخکې له ایران سره ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې سره ویلي وو چې د اسراییل هوايي ځواک باید لا نور غښتلی شي او همداراز یې د ایران د اټومي او توغندیزو پروژو له بیا رغونې د مخنیوي په موخه د اغېزناکو پروګرامونو پر جوړېدو ټینګار کړی و.

نوموړي له خپلو لوړ پوړو نظامي قوماندانانو سر په کتنه کې په ډاګه کړې چې له ایران سره د جګړې بیا پیل هم شونی دی.

درې اسراییلي سرتېري په غزه کې له جګړې د انکار له امله ګوښه او بنديان شول

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د "نحال" پلي ځواکونو لوا درې تنه سرتېري د غزې تړانګې جګړې ته له تګه د انکار له امله له جګړه‌ییزې دندې ګوښه شوي او په زندان محکوم شوي دي. دغو سرتېرو له فزیکي او رواني معایناتو وروسته هم پر نه تګ ټینګار درلود.

د ټایمز اف اسراییل د راپور له مخې، د نهال لوا اړوند د ۹۳۱ کنډک څلور سرتېرو له څو پړاوه جګړو وروسته غزې تړانګې ته له تګ انکار وکړ.

پوځ وایي، درې تنه له ۷ تر ۱۲ ورځو پورې پوځي بند باندې محکوم شوي، خو څلورم تن لا تر اوسه نه‌دی محاکمه شوی.

یادو سرتېرو خپلو قوماندانانو ته ویلي چې هغوی "د ژور داخلي بحراني حالت" له امله بېرته غزې ته نه شي تلای.

د پوځ اعلامیه وایي، سرتېري د رواني روغتیا له افسر سره ولیدل او هغه تایید کړه چې هغوی په فزیکي او ذهني ډول جګړې ته چمتو دي.

د اسراییل پوځ زیاتوي: « تر انضباطي بهیر وروسته، هغوی پر خپل دریځ ودرېدل، نو له همدې امله په پوځي زندان محکوم شول».

اسراییلي پوځ ټینګار کړی چې دا قضیه یې "په حساس ډول او د مقرراتو مطابق" حل کړې، خو په جګړه کې د نافرمانۍ موضوع جدي سرغړونه بولي او وایي چې د انضباط او قوماندې ارزښتونو ته به دوام ورکړي.

پاکستان عراق او ایران ته د ځمکې له لارې د اربعین زیارت کوونکو پر سفر بندیز ولګاوه

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې سږ کال د امنیتي اندېښنو له امله له پاکستان نه ایران او عراق ته د اربعین یا د حسین بن علي د څلویښتي زیارت کوونکو ته د ځمکې له لارې د سفر کولو اجازه نه ورکول کیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې سږکال به د اربعین زیارت کوونکو لپاره د سړک له لارې عراق او ایران ته د سفرکولو اجازه ور نه کړل شي.

نوموړي ویلي، چې دا ستونزمنه پرېکړه یې د بهرنیو چارو وزارت، بلوچستان ایالتي حکومت او امنیتي ادارو سره له مشورو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله کړې ده.

محسن نقوي زیاتوي:« د اربعین زیارت کوونکي د هوا له لارې سفر کولای شي او لومړي وزیر چارواکو ته لارښوونه کړې، چې په راتلونکو ورځو کې د دوی د زیارت لپاره الوتنې تنظیم کړي.»

د راپورونو له مخې، هر کال شاوخوا ۷ سوه زره پاکستاني زیارت کوونکي د ایران له لارې عراق ته سفر کوي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت یاده پرېکړه پر داسې مهال کړې، چې د روان کال په می میاشت کې تهران د مذهبي ورځو پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۲۴ ساعته ډول د سرحد د پرانېستلو او په مشهد کې ۵۰۰۰ پاکستاني زیارت کوونکو لپاره د استوګنې او خوړو برابرولو ژمنه کړې وه.

د حسین بن علي د څلویښتي مراسم هرکال د صفر میاشتې پر شلمه، چې د اګست له ۱۴مې او ۱۵مې سره سمون خوري، ترسره کیږي.

د داعش ملاتړو وسله والو د کانګو پر یوې کلیسا برېد کې ۳۸ کسان وژلي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د کانګو جمهوریت چارواکو ویلي، چې د یادې ډلې له ملاتړه برخمنو یاغیانو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ د کانګو د شمال ختیځې برخې پر یوه کلیسا برېد کړی او ۳۸ کسان یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د داعش ډلې له ملاتړه برخمنو وسله الو یاد برېد په شمال ختیزه کوماندا سیمه کې کړی.

چارواکو ویلي، چې دغه برېد د ADF یاغیانو (د داعش له ملاتړ بخمن وسله وال) له خوا شوی دی.

د ژان کاتو په نوم د کوماندا ښار یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، چې برېد د یکشنبې په سهار وختي پر هغو خلکو شوی، چې د شنبې ورځې د عبادت لپاره راتول شوي وو.

ځايي مسولینو رویټرز ته ویلي، چې برېد کوونکو د برېد پرمهال له وسلو او چړو کار اخیستی دی.

د کریستوف منیانډیېرو په نوم د پيښې یوه عیني شاهد ویلي:« موږ ډزې واورېدې، خو خلکو فکر وکړ چې غله دي. برېد کوونکو په ځانګړي ډول هغه مسیحیان په نښه کړل، چې د یکشنبې ورځې عبادت لپاره د شپې په کلیسا کې پاتې شوي وو.»

چارواکو ویلي، چې په دغه برېد کې ۳۸ کسان وژل شوي، ۱۵ ټپیان دي او یو شمېر لا هم نادرکه دي.

د پاکستانۍ رسنۍ ادعا: هند د طالبانو له لارې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوې مقاله کې ادعا کړې چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي او د هغه د ملي امنيت سلاکار اجيت دوال له اوږدې مودې راهيسې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکي د اسلام‌اباد د بې‌ثباته کېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

نوموړې ورځپاڼې د افغانستان د مخکېني‌ جمهوري نظام د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې دا هم لیکلي چې هند د طالبانو له لارې په افغانستان کې د پاکستان خلاف له وسله‌والو ډلو سره مالي مرستې کوي، وسلې ورته برابروي او ان خوندي پټن‌ځایونه یې هم ورکړي دي. همداراز پر کابل د واکمنو له لوري ورته د لوژستیکي امکاناتو برابرېدو او د ښکاره فعالیت د اجازې یادونه هم شوې ده.

مقاله وایي، د سمېع سادات دا څرګندونې د اسلام‌اباد د هغو اندېښنو ښکاره ډاډ دی چې هند په افغانستان کې د دوی ضد ډلو ملاتړ کوي. مقاله کې د سیمې د امنيتي کارپوهانو په اند، درې ستر عوامل د پاکستان د روانې بې‌ثباتۍ ريښې بلل شوي: «په افغانستان کې د حاکميت خلا، د امريکا له وتو وروسته پاتې پرمختللې وسلې او د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ترمنځ هم‌غږي او همکاري».

ملګرو ملتونو هم په تېر ۲۰۲۴ کال کې په خپل یو راپور کې ويلي و چې طالبان د دغو ترهګرو ډلو د فعاليتونو پر وړاندې چوپه خوله دي او پر وړاندې یې هېڅ اقدام نه‌کوي.

د امريکا د یو نظامي څېړنيز مرکز وسټ پوینټ راپور ښيي چې د پاکستان خلاف ترهګرو ډلو ډيجیټلي شبکې د هند له خوا کنټرولېږي او د دوی د مخابراتو سرورونه د هند استخباراتو پورې تړلي دي. په دې راپور کې دا هم راغلي چې د کندهار او هرات هوايي ډګرونه چې اوس د نيابتي ډلو تر ولکې لاندې دي، د وسلو او بې‌پيلوټه الوتکو د لېږد اصلي مرکزونه ګرځېدلي.

ورځپاڼه کاږي، طالبانو افغانستان د نشه‌يي توکو او ترهګرۍ د نړۍوالې شبکې په مرکز بدل کړی. په ۲۰۲۴ کال کې د يوې ډنمارکۍ موسسې د څېړنې له مخې، له افغانستان نه د نشه‌يي توکو د ټرانزیت له لارې د بلوچستان په بې‌ثباتۍ کې مرسته کېږي.

د ۲۰۲۴ کال له پيله تر اوسه، په پاکستان کې تر پنځه زرو او ۴۰۰ ډېر ترهګریز بريدونه ثبت شوي چې له امله يې نږدې دوه زره وسله‌وال وژل شوي دي. د پاکستان د امنيتي ادارو په وينا، دا يوازې د دوی د پوځي عملیاتو يوه وړه برخه ده.

پاکستان له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ د استفادې پر وړاندې بې‌طرفه پلټنه وکړي او لازم اقدامات تر سره کړي،‌ خو طالبانو په وار-وار د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي او ویاند یې لا څو ځله ویلي چې اسلام‌اباد دې د خپلې امنیتي ناکامیو پړه پر دوی نه اچوي.